• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو: د اکټوبر د ۷مې نېټې برید د ایران او نیابتي ډلو له‌خوا یې یو ناوړه پلان و

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حماس له‌خوا د اکټوبر د ۷مې نېټې برید د قربانیانو په یاد جوړو شویو مراسمو کې ویلي:« نن نړۍ پوهېږي هر هغه څوک چې زموږ پر وړاندې اقدام وکړي، هغه به درنه بیه پرې کړي.»

هغه زیاته کړه، د اکټوبر د ۷مې نېټې برید د ایران او نیابتي ډلو له‌خوا یې یو «ناوړه پلان» و.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د رییس‌الوزرا د دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتران د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د رییس‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره یې لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو ځینې اقدامات لکه د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، امنیت او د بېرته‌ راستانه شویو کډوالو مدیریت د دې ډلې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

د اروپايي ټولنې یاد ځانګړي استازي په دې لیدنه کې همدارنګه د بېرته راستانه شویو افغانانو د مرستې او همکارۍ لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.

د طالبانو د یاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې طالبان غواړي له سیمه‌ییزو او له سیمې هاخوا هېوادونو سره متوازنې، پر درناوي ولاړې، له مداخلې پاکې او اقتصاد محورې اړیکې ولري.

هغه زیاته کړې، له نړۍوالو هم ورته اړیکې غواړي چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.

ژیل برتران تازه د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی او دا یې کابل ته لومړنی سفر دی.

نوموړی د توماس نیکلسون ځای ناستی ټاکل شوی، نیکلسون د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د اروپايي ټولنې د استازي په توګه دنده پر غاړه لرله.

ټرمپ: که حماس اوربند ته ژمن پاتې نه شي، اسراییل به زما په دستور بیا جګړه پيل کړي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۳ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر وایي، که حماس د اوربند تړون ته ژمن پاتې نه شي، نو اسراییل به د ده په دستور بیا ځلې په غزه کې جګړه پيل کړي. هغه له سي‌اېن‌اېن سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که حماس له بې‌وسلې کېدو ډډه وکړي څه به وشي، وویل: «اسراییل به سمدلاسي زما په ویلو جګړه پیل کړي.»

ټرمپ زیاته کړه، چې تر اوسه یې اسراییلي ځواکونو او د نتنیاهو حکومت کنټرول کړی دی. هغه دا هم وویل، چې د ۲۰ یرغمل شویو کسانو ژوندي ژغورل یو «مهم ګام» و.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د هغه د ۲۰ ماده ییز پلان پړاوونه شامل دي، چې لومړی پړاو اوربند او د یرغمل شویو کسانو تبادله پلي شوې؛ خو دویم پړاو د جګړې وروسته مدیریت او بې وسلې کولو لاهم نیمګړی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې حماس باید بې‌ وسلې شي که نه «موږ به یې بې‌ وسلې کړو.»

نوموړي زیاته کړه، چې اوس «حماس د تاوتریخوالي کوونکو ډلو تصفیه پیل کړې ده.»

ټرمپ د هغو راپورونو په اړه هم خبرې وکړې، چې ګواکې حماس ملکي خلک اعدام کړي دي.

هغه وویل: «زه د دې په اړه څېړنه کوم. ژر به معلومه شي. ښايي نورې ډلې یا عناصر هم پکې لاس ولري.»

د امریکا ولسمشر همداراز د اوږدمهاله سولې لپاره هیله څرګنده کړه او ویې ویل، چې ۵۹ هېوادونه په دغه توافق کې شامل دي او ځینې نور هېوادونه هم غواړي چې د «ابراهیم توافقونو» سره یو ځای شي.

په افغانستان او نړۍ کې ۱۴ میلیونه خلک د مرستو د کمېدو له امله له سختې لوږې سره مخ دي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان، کانګو، هایټي، سومالیا، سوېلي سوډان او سوډان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه خلک د نړۍ د بشردوستانه مرستو د کمېدو له امله د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ دي. د دوی په خبره، د مرستو کمول د لوږې پر وړاندې د مبارزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، امریکا چې د دې ادارې تر ټولو لوی مالي ملاتړی دی، د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال یې خپلې بهرنۍ مرستې سختې راکمې کړې.

نورو لویو هېوادونو هم خپلې بشري او پرمختیایي مرستې کمې کړې دي یا یې د کمولو پلان لري.

یاد سازمان زیاتوي: «زموږ بودیجه به په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۰ سلنه راکمه شي، چې د ۲۰۲۴ کال له ۱۰ میلیارد ډالرو څخه ۶.۴ میلیار ډالرو ته ورسېږي. دا حالت زموږ د مرستې رسولو وړتیا ډېره محدوده کړې.»

سازمان خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو مرستو کمښت ممکن ۱۳.۷ میلیونه کسان د «بېړنۍ لوږې» سره مخ کړي چې دا پړاو یوازې له قحطۍ یوه درجه لرې ده.

د خوړو د نړۍوال پروګرام مشره سینډي مکین وايي: «د اړتیاوو او زموږ د مالي توان ترمنځ واټن هېڅکله دومره نه و. که مرسته ونه شي، نو د لوږې پر وړاندي د څو لسیزو پرمختګونه به له منځه ولاړ شي.»

هغې زیاته کړه: «دا ستونزه یوازې هغو هېوادونو پورې محدود نه دی چې له ناورین سره مخ دي. د ساحل په سیمه کې چېرې چې ۵۰۰ زره کسان نور د خوړو له مرستو بې‌ برخې شوي وو که ملاتړ ونه شي، ښايي دا لاسته راوړنه له لاسه ورکړو. موږ باید د شا تګ مخه ونیسو.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له بېوزلۍ او لوږې سره مبارزه کوي او نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.

امریکا ویلي، د دې له امله چې له طالبانو سره د مرستو د لاس‌ رسي په اړه اندېښنه لري، افغانستان ته یې خپلې مرستې بندې کړې دي.

طبیعي پېښو لکه د ختیځ افغانستان وروستۍ زلزله، سېلابونه، وچکالي او د فقر د له منځه وړلو لپاره د پروګرامونو نشتوالی د دې لامل شوي، چې افغانستان له یوه سخت بشري حالت سره مخ شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر پر افغانانو غږ کړی چې دفاع ته چمتو شي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي له خلکو غوښتنه کړې، چې د یوې بشپړې دفاع لپاره ځانونه چمتو کړي او د طالبانو ترڅنګ ودریږي. فراهي د پاکستان له نوم یادولو پرته ویلي، چې دغه هېواد هم خپل ملت یرغمل نیولی او هم په سیمه کې شومې موخې لټوي.

دغه طالب چارواکي د پاکستان او دې ډلې ترمنځ د روانو شخړو په تړاو پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې افغانان دې د یوې بشپړې دفاع لپاره ځانونه چمتو کړي او د دې ډلې ترڅنګ ودریږي.

نوموړي ویلي، « افغانان دې د هغه چا په وړاندې د دفاع لپاره چمتو شي، چې د لویدیځ په نیابت سیمه د ناامنۍ په لور بیايي او د ګاونډیتوب او اسلامي ورورولۍ هېڅ اصل ته ژمن نه دی».

مهاجر فراهي د پاکستان له نوم یادولو پرته ویلي، چې دغه هېواد هم خپل ملت یرغمل نیولی او هم په سیمه کې شومې موخې لټوي.

ایراني چارواکی: د بې‌اسنادو افغانانو د راتګ د مخنیوي یوازینۍ لاره د پولو اغېزناک کنټرول دی

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۲ GMT+۱
100%

د ایران د یزد والي محمد رضا بابايي ویلي، چې د افغان کډوالو د «غېرقانوني» تګ راتګ د ستونزې د حل یوازینۍ لاره د ایران د پولو اغېزمن مدیریت دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، بابايي ویلي:«د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د تنظیم لپاره په هغو ولایتونو کې چې له نورو هېوادونو سره پولې لري، اغېزمن اقدامات کولای شي د دې ستونزې د حل بنسټیزه لاره شي.»

نوموړي د یزد د اوسېدونکو د اندېښنو په اړه چې د افغان کډوالو له زیات حضور سره تړاو لري، ویلي: «خوشبختانه چې په وروستي یوه کال کې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو د تنظیم او ثبت لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.»

هغه غوښتنه وکړه، چې د یزد په ولایت کې دې د وګړو د چارو ادارې دفتر لپاره اړین تاسیسات برابر شي او د افغان کډوالو د استوګنځایونو د تنظیم لپاره دې جدي اقدام وشي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې ایران په وروستیو اوونیو په ځانګړي ډول د اسراییل او حماس د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو بهیر چټک کړی دی.

تر دې وړاندې د خراسان رضوي د والي مرستیال امیرالله شمقدري ویلي و، چې د دغه ولایت اړوند سیمو څخه شاوخوا ۸۰سلنه بې‌اسناده افغانان د دوغارون بندر له لارې بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

شمقدري زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د ثبت او څارنې لپاره بایومیټریک سیستم بشپړ شوی، چې له مخې به یې د کډوالو تګ راتګ په خراسان رضوي کې په انلاین بڼه څارل کېږي.

د ایراني چارواکو دا تازه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر ضد د نړۍوالو بشري بنسټونو او د ملګرو ملتونو له لوري اندېښنې زیاتې شوې دي.