مریم سلمانخېل: پر افغانستان د پاکستان برید تېری او دولتي تروریزم دی

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلمانخېل پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي او دا یې ښکار تېری او دولتي تروریزم یاد کړی. هغې ویلي، چې نوره چوپتیا بس ده.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلمانخېل پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي او دا یې ښکار تېری او دولتي تروریزم یاد کړی. هغې ویلي، چې نوره چوپتیا بس ده.
مریم سلېمانخېل د جمعه په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «پاکستان په عین وخت کې په پکتیکا، پکتیا او سپینبولدک بمبارۍ کوي، چې د افغان ملکي وګړو ان ځوان کرکټ لوبغاړي چې د لوبې وروسته کور ته روان وو ژوند اخلي.»
هغې دغو بریدونو ته په اشاره پاکستان ته لیکلي: «دا ښکاره تېری او دولتي تروریزم دی. بس دی، نوره چوپتیا بس ده.»
نوموړې پر پاکستان د پراخو بندیزونو غوښتنه کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پکتیکا پر ارګون ولسوالۍ د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرېکټ د سیمه ییزو لوبغاړو د وژل کېدو په غبرګون کې له پاکستان سره راتلونکې شل اوریزې سیالۍ چې ټاکل شوې وه د نومبر په وروستیو کې ترسره شي لغوه او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ د جمعې په ماخوستن (د تلې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یاده بمبارۍ کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغتالله او هارون په نومونو د درېیو لوبغاړو په ګډون د اتو هېوادوالو پر وژل کېدو او ۷ نورو ټپيانېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
کرېکټ بورډ په یاده پېښه کې د وژل شویو کرېکټ سیمه ییزو لوبغاړو شمېر ۳ ښودلی په داسې حال کې چې تر دې مخې د وژل شویو کرېکټ سیمه ییزو لوبغاړو شمېر ۸ ښودل شوی و.
دغه لوبغاړي په ښرنه کې په یوې دوستانه سیالۍ کې له ګډون وروسته بېرته خپل کور کلي ته ستانه شوي و، چې د پاکستان د هوايي بریدونو ښکار شول.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه دغه پېښه د افغان ورزشکارانو، لوبغاړو او د کرېکټ د کورنۍ لپاره ستره ضایعه بللې او د وژل شویو کسانو له کورنیو او د پکتیکا له ولس سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړې ده.
دغه بورډ د پاکستان د یاد برید په غبرګون او له امله یې قربانیانو ته د درناوي په موخه، د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د نومبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، لغو کړې او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی فضلالحق فاروقي په پکتیکا کې پر ولسي وګړو او لوبغاړو د پاکستان هوايي برید نهبښونکی جنایت بللی او ویلي یې دي، «د لوبغاړو او ملکي وګړو شهیدانول افتخار نه بلکې د بېغیرتۍ اخري حد دی.»
فاروقي نن ماخوستن (جمعه د تلې ۲۵مه) په خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، «ظالمان دې خدای ذلیل او په خپل قهر ګرفتار کړي.»
د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا پر ارګون ولسوالۍ د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرېکټ ۸ سیمه ییز لوبغاړي وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه لوبغاړي په ښرنه ښار کې د کرېکټ په یوه سیمه ییز ټورنمنټ کې له سیالۍ وروسته په ارګون کې یوه کور ته د ډوډۍ لپاره بلل شوي و، خو نن ماخوستن (جمعه د تلې ۲۵مه) د پاکستان د هوايي ځواکونو له لوري بمبار شول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر افغانستان د پاکستان د برید ستونزه «زما لپاره اسانه ده». نوموړي په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د جګړو د حل پر ژمنې تینګار وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هغه پوهېږي پاکستان پر افغانستان برید کړی او دا مسله د هغه لپاره «اسانه» ده چې حل یې کړي.
ټرمپ وویل: «زه د جګړو د حل سره مینه لرم.»
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې د خلکو پام ځان ته راواړ وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه وروستيو نښتو او د دواړو خواوو ترمنځ د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي.
ټرمپ په دې اړه وویل، چې د جګړو د منځګړیتوب او سولې په راوستلو کې فعال رول لوبولی او هغه د ستونزو د هوارولو وړتيا لري.
نوموړي زياته کړې: «زه پوهېږم چې پاکستان پر افغانستان برید کړی، دا زما لپاره حل کول اسانه دي. زه د جګړو د حل کولو سره مینه لرم.»
نوموړي وړاندې ویلي وه، چې «ځان د سولې منځګړی او د شخړو د هوارولو هڅاند ګڼي.»
یو شمېر نورو هېوادونو هم د پاکستان او افغانستان څخه غوښتي، چې جګړه ودروي او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د غزې نورو سیمو ته د مرستو په رسولو کې له جدي ستونزو سره مخ شوی. سازمان زیاته کړې، چې ټولې لارې خرابې دي اود دې ادارې د مرستو کاروانونه نه شي کولای د غزې شمال ته، چې د لوږې له سخت وضعیت سره مخ ده، ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، سره له دې چې د حماس او اسراییل تر منځ اوربند شوی، خو د جګړې له امله ډېرې لارې ویجاړې شوې او هغه اصلي لارې چې شمالي غزې ته رسېږي، لا هم تړلې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د جګړې تر پای وروسته هره ورځ شاوخوا ۵۶۰ټُنه خوراکي توکي غزې ته لېږدول کېږي، خو دا اندازه لا هم د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر ویلي، چې د پراخې لوږې، بېکورهتوب او د بنسټیزو خدمتونو د ړنګېدو د مخنیوي لپاره باید هره اونۍ زرګونه موټر په مرستو بار غزې ته داخل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، «زه د جګړو د حل منځګړی یم» او ادعا کوي، چې تر دې مهال یې ۸ جګړې ختمې کړې دي. نوموړي ویلي د همدې جګړو په ختمولو سره یې د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ځان د سولې منځګړی بللی او زياته کړې یې ده، چې د خپل حکومت د چلولو ترڅنګ د جګړو حلولو ته هم ژمن دی.
ټرمپ وویل:«په اوس وخت کې، زه باید امریکا اداره کم. خو زه د جګړو د حل کولو سره مینه لرم. ولې؟ ځکه زه د خلکو د وژل کېدو مخه نیسم او ما د میلیونونو ژوندونه ژغورلي دی.»
هغه ټینګار کړی، چې د سولې منځګړی رول یې په پام کې نیولی او باور لري چې د هغه منځګړتوب به ملتونه د غمونو څخه وژغوري.
ټرمپ د دې څرګندونو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د هغه تر مشرې لاندې، څو نړیوالې لانجې یې د خبرو، فشار او دیپلوماتیکو هڅو په مرسته په اوربند او د شخړو د حل لوري ته سوق کړې دي.
د امریکا د عامه اړیکو دفتر تر اوسه په رسمي ډول توضیح نه ده ورکړې، چې د ټرمپ ادعاوې په کومو ځانګړو جګړو پورې اړه لري؛ خو د هغه پخواني اقدامات لکه منځګړیتوب د اسرائیل-غزې موافقه، د اذربایجان-ارمنستان د سولې پلان او همدارنګه د هندوستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې د سیاستوالو او رسنیو پام ځانته را اړولی دی.