• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سمیع‌الله شینواری: د پکتیکا پېښه د افغانستان د کرېکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي سمیع‌الله شینواري د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د کرېکټ پر لوبغاړو او ولسي وګړو د پاکستان برید بې‌رحمانه او د افغان کرېکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم بللی دی.

سمیع‌الله شینواري پر لوبغاړو د دغه برید په غبرګون کې پاکستان ته «د پوځي رژيم» خطاب کړی او همداراز یې د دغې پېښې له امله د ټولو وژل شویو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.

هغه په یاده پېښه کې د کرېکټ د درېیو سیمه ییزو لوبغاړو د وژل کېدو په تړاو ویلي، «موږ به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېر نه کړو.»

د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا پر ارګون ولسوالۍ د پاکستان د هوايي ځواکونو په نن شپې برید کې له ۵ ولسي وګړو سربېره د کرېکټ ۳ سیمه ییز لوبغاړي هم وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو نړیوال بنسټ: پر افغان کرېکټ لوبغاړو د پاکستان برید د بشري‌ حقونو سرغړونه ده

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۱ GMT+۱
100%

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پاکستان پوځ له خوا پکتیکا کې پر ولسي وګړو او لوبغاړو برید غندلی دی. دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «پر ملکیانو برید د نړیوالو بشري قوانینو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د منشور ښکاره سرغړونه ده.»

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جمعه په ورځ په یوه خبرپاڼه کې پر ټولو نړیوالو بشري سازمانونو او د بشري حقونو پر ادارو غږ کړی، چې په بېړني ډول د پيښې او د افغان ملکي وګړو په وړاندې د تاوتريخوالي څېړنه وکړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید «مجرمین» حساب ورکول ته اړ کړي او د بې ګناه خلکو د ژوند خوندیتوب ډاډمن کړي.

بنسټ د افغان کرېکټ د سیمه لوبغاړي د وژلو ويډيو د اندېښنې وړ ګڼلې ده.

ګلبدین نایب: د پاکستان «پوځي رژيم» دغه ډول«وحشیانه»کړنې د افغان ملت اراده نشي کمزورې کولی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي ګلبدین نایب د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان خونړي برید په غبرګون کې پاکستان ته د «بزدلانه پوځي رژیم» خطاب کړی او زیاته کړې یې ده، چې د دوی دغه ډول «وحشیانه» کړنې هېڅکله هم د افغان ملت اراده نشي کمزورې کولی.

ګلبدین نایب په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري د خونړي برید په غبرګون کې ویلي، «دا برید نه یوازې د انسانیت او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د خپلواکۍ، عزت او ملي غرور پر وړاندې یو ښکاره تجاوز هم دی.»

د نوموړي په وینا، د پاکستان د پوځ دغه ډول «وحشیانه» کړنې هېڅکله د افغان ملت اراده نه‌شي کمزورې کولی، بلکې د افغان زړورو زلمیانو د وطن‌پالنې روحیه لا پیاوړې کوي.

د یادونې وړ ده، چې پر اُرګون ولسوالۍ د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرېکټ ۳ سیمه ییز لوبغاړي هم وژل شوي دي.

حلیم فدایي: پاکستان له نیابتي جګړې وروسته اوس په مستقیم ډول تجاوز کوي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي: «پاکستان پرون د نیابتي ډلو له لارې د افغانانو پر خلاف جګړه کوله او نن د ټولو قوانینو خلاف په سپين سترګی د افغانستان پر زړه او ولایتونو متواتري حملې کوي.»

حلیم فدايي د جمعه په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د بریدونو لامل «د پاکستان د نیابتي ډلې حاکمیت دی»

نوموړي لیکلي: «تر اوربند وروسته د پاکستان ظالم او جابر رژيم پر پکتیکا برید کړی او د محلي کرېکټ لوبغاړې یې شهیدان کړي‌ دي.»

د فدايي په خبره پر افغانستان د پاکستان برید نوی نه دی: «پرون یې غیر مستقیم او نن مستقیما تجاوز کوي. د پاکستان تېری او اشغال تر لمر روښانه دی. اما دا په دې مانا نه ده چې په دې بهانه «طالب شویي» وشي.»

فدايي ټینګار کړی، چې تر هغو باید د طالب او پاکستان دوښمني ونه منل شي تر څو چې یې ولسواک نظام نه وي منلی.

هغه لیکلي: «تر هغې د طالب او پاکستان دوښمني ونه منئ، ترڅو یې چې فورا ولسپال او ولسواک نظام نه وي منلي، تر هغې یې چې د نجونو پرمخ ښوونځي نه وي خلاص کړي. ترڅو یې د ولس سیاسي او مدني حقونه نه وي ورکړي.»

فدايي زياتوي، چې دوی نن افغانستان په نړېوال سټیج منزوي، فقیر او محتاج کړی دی.

میاخېل: له لسیزو راهیسې پاکستاني جنرالان د افغانستان په وړاندې ناسمې تګلارې غوره کوي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل پر اېکس پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «له لسیزو راهيسې د پاکستان جنرالانو د افغانستان په وړاندې ناسمې تګلارې غوره کړې دي. د هغه په خبره دغه تګلارې د سولې پر ځای افراطیت او بې ثباتي رامنځ ته کوي.

شاه محمود میاخېل د جمعه په ورځ پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په اشاره لیکلي: «که راپورونه دقیق وي، نو پاکستان په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کړي ترڅو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالی زیات کړي.»

نوموړی دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو سرغړونه یادوي.

د میاخېل په خبره دا ډول ستراتيژي په سیمه کې ګډوډي زياتوي او د پاکستان اوږدمهاله امنیت او سوکالي هم له ګواښ سره مخ کوي.

محمد نبي پر لوبغاړو د برید په غبرګون کې پاکستان ته د «پوځي رژيم» خطاب کړی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او ملي لوبغاړی محمد نبي د پاکستان له لوري د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د لوبغاړو په نښه کولو په غبرګون کې پاکستان ته د «پوځي رژيم» خطاب کړی او د لوبغاړو وژل کېدل یې افغان ملت لپاره ستر غم بللی دی.

محمد نبي په همدې تړاو په یوه پیغام کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرېکټ سیمه ییزو لوبغاړو د وژنې خبر خورا دردوونکی بللی او په وینا یې «دا پېښه یوازې د پکتیکا نه، بلکې د ټول افغانستان د کرېکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی.»

هغه د یادو لوبغاړو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره زیاته کړې، «موږ به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېر نه کړو.»

د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا پر اُرګون ولسوالۍ د پاکستان د نن شپې په هوايي بریدونو کې د کبیر، صبغت‌الله او هارون په نومونو ۳ لوبغاړي او ۵ ولسي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ځايي اوسېدونکي ټپيان شوي دي.