هرات کې د درملو یوه کارخونه ۷۸ ‌ډوله درمل تولیدوي

د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د درملو یوه خصوصي تولیدي کارخونه ۷۸ ډوله درمل تولېدوي، چې د هېواد ۳۰ ولایتونو ته یې صادروي. دغې کارخونې ۹ میاشتې وړاندې د ۸ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره فعالیت پیل کړی او دا مهال د اړتیا وړ درمل تولیدوي.