روسیه د افغانستان او سیمې د امنیتي مسایلو په اړه له چین سره خپله همکاري پراخوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي له چین سره د امنیتي همکارۍ کچه د آسیا – اقیانوسیه په سیمه کې نوره هم لوړه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي له چین سره د امنیتي همکارۍ کچه د آسیا – اقیانوسیه په سیمه کې نوره هم لوړه کړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې روسي او چینايي چارواکو پرون جمعه د افغانستان په ګډون په سیمه کې د امنیتي همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په دې لیدنه کې حضور درلود.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدا شان ویلي چې مسکو غواړي د ملګرو ملتونو، برېکس او جي ۲۰ سربیره په نورو نړیوالو سازمانو کې هم له چین سره ګډ کار او خپله همکاري پراخه کړي.
مسکو ټینګار کوي چې «مسکو او بېجینګ د نړۍ د لوېدیځ او ختیځ هېوادونو ملاتړ کوي او غواړي په نړۍوالو مسایلو کې د دغه هېوادونو غږ لا پیاوړي شي.
روسیه او چین له طالبانو سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، خو یوازې مسکو طالبان په رسیمت پیژندلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې فعالې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د «هیڅ لورې د لاس اله نه ده ګرځېدلې» او له هند سره د دوي اړیکې د پاکستان پر ضد نه دي.
د مجاهد په خبره افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه غواړي چې له ټولو هېوادونو سره پر متقابل درناوړي ولاړې او ټینګې اړیکې ولري.
مجاهد وايي، هند په سیمه کې مهم هېواد دی او د دوی اړیکې بیخي بېلې او له پاکستان سره هیڅ تړاو نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې طالبان د خپلې تګلارې له مخې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او دا خبره یې وړاندې پاکستان ته هم کړې وه.

د افغان کډوالو ملاتړ کوونکي ادارې افغان اېواک په یوه اعلامیه کې د امریکا متحده ایالتونو ته د کډوالۍ ځانګړي ویزې (SIV) لرونکو افغانانو لپاره د الوتنو د بیا پیل کېدو هرکلی کړی. دا الوتنې چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په ملاتړ کېږي د کډوالو دP1، P2 او P3 قضیو لپاره نه عملي کېږي.
د یاد سازمان د بیان له مخې چې پرون خپور شوی، دا پروګرام ځینې ځانګړي شرطونه او محدودیتونه لري. یو محدودیت یې دا دی، چې له افغانستان څخه الوتنې نه لري.
دا الوتنې هغه مهال له کډوالو سره مرسته کوي، چې د هغه پاسپورټ او وېزه تایید شوې وي. دا پروګرام یوازې هغو افغانانو ته ځانګړی شوی، چې له افغانستان څخه دباندې اوسېږي.
ویل شوي، دا ملاتړ یوازې د امریکا د ځانګړي مهاجرتي ویزې (SIV) لرونکو لپاره دی او د P، P2 او P3 کیس لرونکي افغانان پهکې نه دي شامل.
افغان ایواک وايي، سره له دې چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د ډونالد ټرمپ د یوه فرمان له مخې ودرول شوی، خو یو شمېر غیر دولتي ادارو بیا هم لږ تر لږه ۵ زره افغانان مستقیمآ امریکا ته وړي دي.
دا اداره ټینګار کوي، چې دا بهیر باید د امریکا د حکومت په ملاتړ بېرته پیل شي، ځکه زرګونه نور افغان پناه غوښتونکي اوس هم په افغانستان کې پاتې دي، امریکا ته د تلو په تمه دي او غواړي چې خوندي ځای ته ولېږدول شي.

یو شمېر ازبک فرهنګپالو او فعالانو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د «ازبکي ژبې ملي ورځ» ونمانځله. دغه غونډه د ازبکستان د سفیر، د طالبانو د چارواکو، لیکوالانو، شاعرانو، ښځو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.
د غونډې ویناوالو د ازبکي ژبې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دې ژبې پياوړتیا، پراختیا او تدریس ته باید جدي پاملرنه وشي. هغوی زیاته کړه، د داسې فرهنګي پروګرامونو دوام کولای شي د ژبو او کلتورونو تر منځ د پوهاوي او ورورولۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي.
په دغه نمانځغونډه کې د ازبکي دودیزو خوړو، خطاطۍ، نقاشۍ، کتابونو، پخوانیو جامو او غاليو نندارتون هم جوړ شوی و.
د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۹کال کې د تلې ۲۹مه د «ازبکي ژبې ملي ورځ» نومولې وه، او له هغه را وروسته هر کال دننه او بهر د افغانستان ازبک فعالان دا ورځ لمانځي.
ازبکي ژبه د افغانستان له مهمو ژبو څخه ده، چې په رسمي توګه د هېواد د دریمې لویې ژبې په توګه پېژندل کېږي. دا ژبه د ترکي ژبو له کورنۍ څخه ده او په شمالي ولایتونو لکه فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، تخار او سمنګان کې د پراخې ازبک ټولنې لهخوا ویل کېږي.
ازبکي ژبه د افغانستان د اساسي قانون له مخې د پښتو او دري تر څنګ د رسمي او تدریسي ژبو په ډله کې راځي. ازبکان د افغانستان د کلتوري، ادبي او سیاسي ژوند مهم برخه وال ګڼل کېږي او د دوی ژبه د هېواد د ژبني تنوع یوه بډایه برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د غزې نورو سیمو ته د مرستو په رسولو کې له جدي ستونزو سره مخ شوی. سازمان زیاته کړې، چې ټولې لارې خرابې دي اود دې ادارې د مرستو کاروانونه نه شي کولای د غزې شمال ته، چې د لوږې له سخت وضعیت سره مخ ده، ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، سره له دې چې د حماس او اسراییل تر منځ اوربند شوی، خو د جګړې له امله ډېرې لارې ویجاړې شوې او هغه اصلي لارې چې شمالي غزې ته رسېږي، لا هم تړلې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د جګړې تر پای وروسته هره ورځ شاوخوا ۵۶۰ټُنه خوراکي توکي غزې ته لېږدول کېږي، خو دا اندازه لا هم د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر ویلي، چې د پراخې لوږې، بېکورهتوب او د بنسټیزو خدمتونو د ړنګېدو د مخنیوي لپاره باید هره اونۍ زرګونه موټر په مرستو بار غزې ته داخل شي.

د امریکايي رسنۍ «اکسیوس»د دوو باخبره سرچینو په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوې لیدنه کې ویلي، چې دا مهال نه غواړي د اوږد واټن تاماهاوک توغندي اوکراین ته ورکړي.
د سرچینو په وینا، دا لیدنه «اسانه نه وه». که څه هم د خبرو پر مهال څوک نه غږېدل، خو ټرمپ جدي او پرېکړه کوونکی ښکاره کېده. یوې بلې سرچینې دا لیدنه «ناوړه» بللې ده.
راپور زیاتوي، زیلینسکي په ټینګار سره غوښتنه کړې وه چې اوکراین ته د «تاماهاوک»توغندیو مرسته وشي، خو ټرمپ له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ او هېڅ انعطاف یې ونه ښود.
د باخبره سرچینو له قوله، ټرمپ ټینګار وکړ چې د روسیې په اړه باید ډيپلوماتیکو هڅو ته لومړیتوب ورکړل شي، او د تاماهاوک توغندیو ورکول ممکن د دې هڅو د زیان سبب شي.
د اکسیوس د راپور له مخې، زیلینسکې له ټرمپ سره د لیدنې تر پای وروسته سمدستي له اروپايي مشرانو سره په یوه ویډیويي غونډه کې خبرې وکړې. د راپور له مخې، د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشران د ټرمپ د ظاهراً بدل شوي دریځ له امله حیران شوي وو.
ټرمپ له وړاندې هم ویلي و، چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي، خو د هغه وروستي دریځ د واشنګټن او کیف اړیکې یو ځل بیا له ابهام سره مخ کړې دي.
