سږکال په افغانستان کې د انځرو حاصلات ۳۵ سلنه زیات شوي دي

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو پر بنسټ، سږ کال په هېواد کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه زیات شوي دي. د دغو شمېرو له مخې، سږ کال له ټول هېواد څخه ۱۵۱ زره او ۷۵۴ میټریک ټنه انځر ترلاسه شوي دي.