د ټرمپ استازي سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر اسراییل ته تللي

د اکسیوس خبریال بارک راویډ راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي سټیو ویټکاف او جیریډ کوشنر د غزې د اوربند د طرحې عملي کولو د څار لپاره اسراییل ته تللي دي.

د اکسیوس خبریال بارک راویډ راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي سټیو ویټکاف او جیریډ کوشنر د غزې د اوربند د طرحې عملي کولو د څار لپاره اسراییل ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، دا دواړه استازي به د خپل سفر په ترڅ کې د اوربند د توافق د عملي کولو او د یرغمل شویو کسانو د جسدونو د بېرته ستنولو په موخه به له بنیامین نتنیاهو او نورو لوړپوړو اسرايیلي چارواکو سره وګوري.
اکسیوس مخکې راپور ورکړی و، چې کوشنر او ویټکاف د توافق د وروستیو پړاوونو پر مهال په مستقیم ډول د حماس له مشرانو سره لیدلي دي او د باخبره سرچینو په وینا، دغې لیدنې د توافق پر وړاندې اصلي خنډونه لرې کړل.

د ایران د سیستان او بلوچستان په شمال کې چارواکي وایي، د میلک سرحدي لاره بېرته پرانیستل شوې او د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري بیا پیل شوې.
د دوی په خبره، دا لاره د وارداتي تېلو د معیار د بدلون له امله تړل شوې وه او یو شمېر ایراني ټانکرونه له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې وو.
چارواکو بیا دا نه ده واضح کړې چې دا دروازه څو ورځې تړلې وه.
د دوی په خبره، د طالبانو له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته ستونزه حل شوې او د ایراني ټانکرونو د تېلو تشول او هېواد ته د هغوی د بېرته ستنولو پروسه پیل شوې ده.
د میلک بندر د ایران د سون توکو او نورو مالونو د صادراتو له اصلي لارو څخه شمېرل کېږي.
د دې بندر بندېدل د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ مستقیم اغېز لري.
ایراني چارواکو همداراز ویلي، چې د یکشنبې له سهاره د سمنټو، خوراکي توکو او صنعتي توکو صادرات افغانستان ته بېرته پيل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سون توکو لویه برخه له ایران څخه واردېږي او طالبانو په وروستیو میاشتو کې لسګونه ټانکره «بېکیفیته» ایراني تېل بېرته وګرځول.
د طالبانو دفاع وزیر الجزیرې سره په مرکه کې ویلي: «موږ له هند سره د یوه خپلواک هېواد په توګه د ملي ګټو پر بنسټ اړیکې ساتو او له پاکستان سره د متقابلو ګټو پر اساس اړیکې غواړو.» نوموړي د ډیورنډ کرښې پر سر د طالبانو په اړه د هند د پټ رول په تړاو د پاکستان تورونه رد کړل.
د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد د یکشنبې په ورځ له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې له پاکستان سره د جګړې ختمېدو او شوي تړون ته په اشارې ویلي: «په دې تړون کې د افغانستان حقونه تضمین شوي دي. موږ باور لرو چې دا د سولې په لور یو مهم ګام دی.»
هغه ټينګار کړی، چې د تړون له مخې به دواړه هېوادونه خپلې شخړې د خبرو له لارې حل او اوربند به عملي کوي.
مجاهد د تړون د مادو په اړه زیاتوي: «په تړون کې راغلي چې دواړه هېوادونه به خپلې شخړې د خبرو او تفاهم له لارې حلوي، یو بشپړ اوربند به نافذ وي او دواړه لوري به یو د بل د خاورې حاکمیت ته درناوی کوي. دواړه هېوادونه به د یو بل پر وړاندې دوښمنانه کړنې نه تر سره کوي او نه به بریدونه کوي.»
ملا یعقوب مجاهد وايي، چې د ترکیې په راتلونکې غونډه کې به د تړون د پلي کېدو لارې او عملي مېکانیزمونه وڅېړې.
د طالبانو دفاع وزیر وايي، که پاکستان د تړون ژمنې ماتې کړې ستونزې به بیا را ولاړې شي. د هغه په خبره، دوی د تړون د پلي کولو لپاره خپل ټول اړین اقدامات تر سره کوي.
مجاهد همداراز زیاتوي، پاکستاني پوځيانو پر افغانستان لومړی برید وکړ او دوی دفاعي ځواب ورکړی
هغه پر افغانستان د برید په اړه ویلي: «موږ یوازې پاکستان نه یادوو، که هر بل هېواد هم پر افغانستان برید وکړي، موږ د دفاع حق لرو او له خپل هېواد څخه به په زړورتیا دفاع وکړو. موږ پخوانۍ تاریخي تجربې لرو او چمتو یو.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې شاوخوا لس ورځې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وقفه يي ډول جګړه وشوه او پهکې دواړو لورو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.
دواړه لوري د دغې جګړې د درېدو لپاره د قطر په دوحه کې سره جرګه شول او په پایله په سمدستي اوربند پرېکړه وشوه.
ویل کېږي، چې د ستونزې د بشپړ هوارۍ لپاره به بیا هم د افغان او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې وشي، خو دغه خبرې به دا ځل د ترکیې په استانبول کې وشي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر هغه وروسته اړیکې ډېرې ترینګلې شوې، چې په دې وروستیو کې طالبانو له هند سره اړیکې زیاتې کړي او نوي ډيلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر پاکستانی لوری خواشنی او اندېښمن کړی دی.
ډېری شنونکي وايي، د هند او طالبانو د اړیکو د جوړېدو له امله پاکستان غوسه شوی او هڅه کوي پر طالبانو خپل فشار زیات کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په شپه ناوخته د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سمدستي اوربند په اړه په یوه اعلامیه کې د ډیورنډ کرښې لپاره د "سرحد" کلمه کارولې وه، خو د افغانانو تر غبرګونونو وروسته قطر د طالبانو په غوښتنه دویمه اعلامیه خپره کړه او دغه کلمه یې لرې کړه.
په دوحه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو او سمدستي اوربند په اړه قطر یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې یې د ډیورنډ کرښه «سرحد» یاد کړې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو او سیاستوالو دغه اعلامیه وغندله او قطر د طالبانو په غوښتنه اعلامیه اصلاح کړه او بله اعلامیه یې خپره کړه، چې د «سرحد» کلمه ترې لرې شوې وه.
قطر په خپلې لومړۍ اعلامیه کې لیکلي و: «د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې وه، چې دا مهم ګام به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د (سرحدي) ترینګلتیاوو په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.»
تر دویمې اعلامیې وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دا د ګډ غږ پایله ګڼلې او یو له بله یې غوښتي، چې په ورته ملي موضوعګانو کې باید د افغانانو غږ همداسي ګډ وي.
رویټرز د ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې اسراییل د یکشنبې په ورځ د خپلو ځواکونو پر وړاندې د بریدونو پر غبرګون پر غزه تازه هوايي او توپچي بریدونه کړي دي او د یادو بریدونو په پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
د اسراییلي پوځ ویاند ویلي چې دغه بریدونه په رفح کې پر هغو وسلوالو شوي، چې د اسراییلي سرتېرو پر وړاندې یې د ټانک ضد توغندي توغولي او ډزې یې کړې دي.
پر همدغه مهال د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو ویلي، چې پوځ ته لارښوونه شوې، چې د «حماس د اوربند ماتولو» په ځواب کې سخت اقدام وکړي.
بل خوا حماس ډلې ویلي، چې د اوربند تړون ته ژمن دي او رفح کې د نښتو په اړه ناخبري ښيي.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د ټرمپ د حکومت پر تګلارو د معترضو وګړو لهخوا د شنبې په ورځ د امريکا په ټولو پنځوسو ايالتونو کې د «پاچاهانو ته نه وايو» تر نوم لاندې له ۲۵۰۰ زيات لاريونونه ترسره شول.
د دغو لاريونونو ګډونوالو د هغو کړنو پر ضد خپل غږ اوچت کړ چې پهکې د ټرمپ سياسي مخالفينو ته د جنايي دوسيو جوړول، د کډوالۍ په چارو کې پوځي سختدريځي او ښارونو ته د ملي ګارډ ځواکونو استول شامل دي.
د پوليسو د مالوماتو له مخې، يوازې د نيويارک په پنځو سيمو کې له ۱۰۰ زرو زياتو کسانو په لاريونونو کې برخه اخيستې وه. همدارنګه، د باسټن، فيلادلفيا، اټلانتا، ډينور، شيکاګو او سياټل ښارونو کې هم زرګونه کسان راټول شوي وو.
په داسې حال کې چې د «پاچاهانو ته نه وايو» تر عنوان لاندې مظاهرې دوام لري، د ټرمپ مرستيال جېډي ونس په خپل اېکس حساب کې د ټرمپ يوانځور خپور کړ چې په سر يې د پاچا تاج اېښی و. دا انځور وروسته د سپينې ماڼۍ له حسابه هم بيا خپور شو او څو شېبې وروسته د سپينې ماڼۍ په بل پوسټ کې د ټرمپ او جېډي ونس ګډ انځور خپور شو چې دواړو ته د پاچاهۍ تاجونه ور په سرونو اېښودل شوي وو.