د هغه کورنۍ په انسټاګرام پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي: «زموږ ګران، هغه څوک چې د هر چا پر مخ یې موسکا راوسته، اسراني صاحب نور زموږ تر منځ نشته. دا نه جبرانېدونکی زیان دی، هم د هند سینما لپاره او هم زموږ د زړونو لپاره. هغه نښه چې اسراني د خپلو هنري کارونو له لارې پرې اېښې، دا به تلپاتې وي. خدای دې د هغه روح ته ارام ورکړي.»
د غونډې ویناوالو د ازبکي ژبې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دې ژبې پياوړتیا، پراختیا او تدریس ته باید جدي پاملرنه وشي. هغوی زیاته کړه، د داسې فرهنګي پروګرامونو دوام کولای شي د ژبو او کلتورونو تر منځ د پوهاوي او ورورولۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي.
په دغه نمانځغونډه کې د ازبکي دودیزو خوړو، خطاطۍ، نقاشۍ، کتابونو، پخوانیو جامو او غاليو نندارتون هم جوړ شوی و.
د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۹کال کې د تلې ۲۹مه د «ازبکي ژبې ملي ورځ» نومولې وه، او له هغه را وروسته هر کال دننه او بهر د افغانستان ازبک فعالان دا ورځ لمانځي.
ازبکي ژبه د افغانستان له مهمو ژبو څخه ده، چې په رسمي توګه د هېواد د دریمې لویې ژبې په توګه پېژندل کېږي. دا ژبه د ترکي ژبو له کورنۍ څخه ده او په شمالي ولایتونو لکه فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، تخار او سمنګان کې د پراخې ازبک ټولنې لهخوا ویل کېږي.
ازبکي ژبه د افغانستان د اساسي قانون له مخې د پښتو او دري تر څنګ د رسمي او تدریسي ژبو په ډله کې راځي. ازبکان د افغانستان د کلتوري، ادبي او سیاسي ژوند مهم برخه وال ګڼل کېږي او د دوی ژبه د هېواد د ژبني تنوع یوه بډایه برخه جوړوي.
د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په وینا، لومړنۍ څیړنې ښیي چې دا سمڅه له اسلام څخه مخکې دورې او ښايي د زردشت دورې پورې اړه لري.
یاد ریاست دا موضوع اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې ریاست ته راپور کړې ده چې یو مسلکي ټیم، د عصري وسایلو په کارولو سره د دې سمڅې عمر او تاریخي ځانګړتیاوې په دقت سره وڅیړي او د هیواد د لرغونو ځایونو په نوملړ کې یې ثبت کړي.