ټرمپ: هیله لرم چې بندیزونه پوتین «هوښیار کړي»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ټاکل شوې ناسته لغوه کړې، ځکه د نوموړي په وینا چې د دې ناستې په اړه پوتین ښه احساس نه درلوده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ټاکل شوې ناسته لغوه کړې، ځکه د نوموړي په وینا چې د دې ناستې په اړه پوتین ښه احساس نه درلوده.
ټرمپ د ناټو له سرمنشي مارک روته سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړه، چې د امریکا نوي بندیزونه به پر روسیې داسې اغېز وکړي، چې پوتین به ورسره «هوښیار کړي».دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د امریکا د خزانې وزارت د روسیې ستر نفتي شرکتونه «روسنفت» او «لوکاویل» تر بندیزونو لاندې راوستل او څرګنده یې کړه، چې که اړتیا وي نو د لا نورو اقداماتو لپاره هم چمتو دي. واشنګټن له مسکو څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره له اوکراین سره د جګړې د اوربند هوکړه وکړي.ټرمپ له روته سره په ناسته کې زیاته کړه، هیله لري چې د روسیې پر نفتو نوي بندیزونه د اوږدې مودې لپاره دوام و نه لري.د امریکا ولسمشر ویلي، چې د روسیې د نفتو د پېرلو په اړه به د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره هم خبرې وکړي.

د جرمني د لومړي وزیر مرستیال او د سوشلډیموکرات ګوند مشر لارس کلینګ بایل، د دغه هېواد د لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د کډوالو ضد وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، سیاستوال باید خلک د «موږ او هغوی» په دوو ډلو ونه ویشي.
کلینګبایل د چهارشنبې په ورځ د هانوفر په ښار کې یوې غونډې ته وویل: « موږ سیاستوال باید ډېر هوښیار واوسو چې څه ډول بحثونه پیل کوو، په ځانګړې توګه هغه وخت چې خلک د اصل، نسل یا کډوالۍ له مخې په دوو برخو وېشو، یعني هغه چې د کډوالۍسابقه لري او هغه چې نه یې لري».
هغه زیاته کړه: «زه غواړم په داسې هېواد کې ژوند وکړم چې سیاست یې د خلکو ترمنځ د یووالي پُل جوړ کړي، نه دا چې د وېش او تفرقې لامل شي».
د جرمني د لومړي وزیر مرستیال ټینګار وکړ: « زه داسې هېواد غواړم چې د خلکو بڼه یا څېره دا ونه ټاکي، چې ایا دوی د ښار له څېرې سره سمون لري که نه».
دا څرګندونې د فریدرېښ مېرڅ د تېرې اوونۍ هغو خبرو ته اشاره لري چې ویلي یې و:«موږ د کډوالۍپه پالیسیو کې د تېرو تېروتنو د اصلاح هڅه کوو، خو لا هم زموږ ښارونه د [نااشنا] څېرو له ستونزې سره مخ دي، له همدې امله د کورنیو چارو وزیر د پراخو اخراجونو لړۍ پیل کړې ده».
په عین حال کې، د جرمني په څو ښارونو کې د مېرڅ د څرګندونو پر ضد لاریونونه شوې دي. د کډوالو فعالانو ویلي، دا څرګندونې د جرمني د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
په ایران کې د تلې میاشتې په اوږدو کې د درېیو افغانانو په ګډون ۲۸۰ کسان اعدام شوي دي. معلومات ښيي، چې یوازې د تلې میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۸ زندانیان په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.
په ایران کې د تلې میاشتې د اعدام شویو کسانو د شمېرو پر بنسټ، په اوسط ډول هره ورځ ۸ تنه او په هرو درېیو ساعتونو کې یو تن زنداني اعدام شوی.
د ایران د بشري حقونو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) راپور ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې دغه اعدامونه د ایران بیرجند، شېراز، تهران، کرمانشاه، تایباد، یزد، زنجان، قزوین، قزلحصار کرج، ګرګان او قُم ښارونو او زنداونو کې تر سره شوي دي.
یاد مرکز د همدې کال د تلې میاشتې ته «له ۱۳۶۷ کال د ډلهییزو اعدامونو راوروسته د زندانونو لپاره تر ټولو د خونړۍ میاشتې» نوم ورکړی دی.
دغه اعدامونه تر ډېره د نشهيي توکو او قتل له قضیو سره تړاو لري.
په دې اعدامونو کې د سراجالدین ابياطالبي، محمد شمس او محمد ابراهیمي په نوم درې افغانان هم شامل دي.
که څه هم د دوی بشپړ هویت لا نه دی معلوم شوی؛ خو په راپور کې راغلي چې دغه افغانان د نشهيي توکو او قتل په تور اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو د مرکز د راپور له مخې، ځینې اعدامونه د دوی د کورنیو د خبرتیا او د وروستۍ لیدنې پرته ترسره شوي.
په راپور کې راغلي، چې لا هم په ځینو ښارونو او زندانونو کې د اعدامونو لړۍ روانه ده.
د بشري حقونو سازمانونو د ایران د قضایي فشار د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د ایران د اعدامونو د څپې پر وړاندې غبرګون وښيي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په خپل تازه راپور کې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته یې وړاندې کړی، د ایران د بشري حقونو وضعیت ناوړه انځور وړاندې کړی دی.
هغه د اعدامونو د زیاتېدو، د بندیانو د شکنجې، د اقلیتونو د ځپلو او د مدني ازاديو د لا ډېرو محدودېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې لږ تر لږه ۶۱۲ کسان په ایران کې اعدام شوي دي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یادولو ده، چې انټونیو ګوترېش د ایران له خوا د نړۍوالو سپارښتنو په بابیزه نیولو خواشیني څرګنده کړې.
والسټریټ ژورنال ورځپانې خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو د هغو بندیزونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې د لوېدیځ له خوا اوکراین ته ورکړل شوي توغندي یې د روسیې د خاورې دننه د بریدونو لپاره محدود کړي وو.
ورځپاڼې ویلي، چې دا پرېکړه پرته له عام اعلان څخه شوې، او د بریدونو د تصویب واک د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن پر ځای د ناټو په اروپايي قرارګاه کې مېشت قوماندان، جنرال الکسوس ګرینکویچ ته سپارل شوی دی.
د امریکایي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې لپاره شوی چې اوکراین وکولای شي د روسیې دبریدونو په «زیات موثریت» سره ځواب ورکړي، خو لا هم پر دې محدودیتونه پاتې دي چې کومې موخې د روسیې دننه په نښه کېدای شي.
بلخوا، روسیې بیا په وار وار ټینګار کړی چې د اوکراین له لوري ترسره کېدونکي اوږد واټن توغندیز بریدونه په حقیقت کې د لوېدیځو هېوادونو د مستقیمو استخباراتي او تخنیکي ملاتړ له لارې ترسره کېږي.
اروپایي پارلمان د بشري حقونو لپاره د ۲۰۲۵ کال سخاروف جایزه دوو بندی خبریالانو ته ورکړه. انډریز پوچوبوټ د بېلاروس او مزیا اماګوبیلي د جورجیا اوسېدونکي دي، چې د ډیموکراسۍ او مدني ټولنې د دفاع لپاره یې هڅې کړي دي.
د اروپایي پارلمان د سیاسي ګوندونو د مشرانو کنفرانس د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د رییسې روبرتا متسولا په مشرۍ اعلان وکړ: «دا دواړه خبریالان یوازې د خپل مسلکي دندې د ترسره کولو او د حقیقت د ویلو له امله ناحقه بندي شوي دي. د دوی زړورتیا هغوی د ازادۍ او ډیموکراسۍ د مبارزې سمبول ګرځولي دي.»
د سخاروف جایزه چې په ۱۹۸۸ کال کې د روسیې د مخالف ساینس پوه اندری سخاروف په نوم تاسیس شوه، د اروپایي ټولنې د بشري حقونو تر ټولو لوړه جایزه ده.
دا جایزه چې ارزښت یې ۵۰،۰۰۰ یورو دی، هر کال هغو اشخاصو یا ادارو ته ورکول کېږي، چې د فکر د ازادۍ او بشري حقونو د دفاع لپاره یې کار کړی وي.
سویډن او اوکراین د اوږدمهاله پوځي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې سټاکهولم تر ۱۵۰ پورې د سوېډن جوړې «ګریپن» جنګي الوتکې کیېف ته ورکړي.
د سویډن لومړي وزیر اولف کریسټرسون د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره له خبرو وروسته وویل، چې دواړو هېوادونو د هوايي دفاع په برخه کې اوږدمهاله همکاري پیل کړې ده.
په دې همکارۍ کې اوکراین ته د ګریپن جنګي الوتکو صادرات هم شامل دی.
هغه زیاته کړه چې له نن څخه دواړه هېوادونه ژمن دي چې د اوکراین د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره ټولې ممکنې لارې ولټوي او له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې الوتکې به کیېف ته وسپارل شي.
زېلېنسکي هم وویل چې د ګریپن الوتکو د ترلاسه کولو کار پیل شوی او نوې هوکړه به د لږ تر لږه ۱۰۰ الوتکو د برابرولو اجازه ورکړي.