زېلېنسکي له اروپایي مشرانو د اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اروپایي ټولنې له مشرانو غوښتي چې اوکراین ته اوږده واټن ویشتونکي وسلې ورکړي، څو وکولای شي د روسیې پر وړاندې د جګړې بڼه بدله کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اروپایي ټولنې له مشرانو غوښتي چې اوکراین ته اوږده واټن ویشتونکي وسلې ورکړي، څو وکولای شي د روسیې پر وړاندې د جګړې بڼه بدله کړي.
زېلنسکي دا غوښتنه د بروکسل په غونډه کې وروسته له هغې وکړه چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د "توم هاوک" ډول توغندیو د ترلاسه کولو ژمنه یې ترلاسه نه کړه.
هغه وویل: «کله چې موږ د اوږده واټن وسلو خبره کوو، مطلب مو دا دی چې د پوتین رژیم باید د دې جګړې ریښتینې پایلې احساس کړي، زه له تاسو غواړم د هر هغه څه ملاتړ وکړئ چې اوکراین ته دا وړتیا ورکوي، ځکه دا کار د روسیې لپاره ډېر مهم دی.»
زېلېنسکي زیاته کړه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه وخت ډېر اندېښمن شو، کله چې د اوږده واټن وسلو موضوع راپورته شوه، ځکه چې دا وسلې د جګړې لوری بدلولی شي.
هغه وویل، امریکا یوازینی هېواد نه دی چې دا ډول وسلې لري، بلکې ځینې اروپایي هېوادونه هم «توم هاوک» توغندي لري او اوکراین له هغوی سره خبرې کوي څو مرسته ترې ترلاسه کړي.

د امازون شرکت د توکو د سپارلو وخت د کمولو لپاره په نوې هڅه کې د موټرچلوونکو لپاره ځانګړي ځيرکې عینکې او د مصنوعي ځیرکتیا او روباټیک پرمختللي سیستمونه پرانستلي. دا ټیکنالوژي امازون د نوي پروګرام برخه ده، چې د تحویلۍ وروستۍ مرحله ګړندۍ کوي، چې د «وروستي ۱۰۰ گزه»په نوم پیژندل کیږي.
امازون د چهارشنبې په ورځ د خپل کلني «د تحویلۍ راتلونکي» پروګرام کې د «امیلیا» په نوم ځیرکې عینکې پرانیستلې.
دغه عینکې یوه کوچنۍ ښیښه لري، چې د موټر چلوونکي ګام په ګام لاره ښیې، د بسته بندۍ کوډونه لولي او د تحویلۍ ثابتولو لپاره د بسته بندۍ عکسونه اخلي.
د امازون شرکت د ترانسپورت مرستیال بریل ټومي وویل، چې سلګونو موټر چلوونکو دا عینکې د د تحویلې سپارلو پر مهال وازمایل او پایلې ښیې، چې د دې کارول په هر شفټ کې د تحویلۍ وخت تر ۳۰ دقیقو پورې کم کړی دی.
د دې نوښت سره سره، امازون د «بلو جي» په نوم یو روبوټیک لاس هم پرانست، چې د همدې شرکت د مسولینو په وینا کولی شي د ګودام کارمندانو سره کار وکړي ترڅو د توکو د راټولولو او ترتیب کولو پروسه ګړندۍ او خوندي کړي.
اماوزون همدارنګه اعلان کړی، چې غواړي د خپلو ګودامونو د ښه همغږۍ او کنټرول لپاره یو مدیريتي مصنوعي ځیرکتیا سیستم فعال کړي.
خو د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، چې د روباټونو پراخ استعمال ښايي د راتلونکو دوو کلونو په موده کې په امریکا کې شاوخوا ۱۶۰ زره دندې له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د والسټریټ ژورنال د هغه راپور په غبرګون کې ویلي چې پکې د واشنګټن له لوري د اوکراین د توغندیزو بریدونو د محدودیتونو د لغوه کېدو ادعا شوې وه. ټرمپ ویلي: دا «خبر بې بنسټه او جعلي» دی.
ټرمپ پر ټروت سوشل خواله رسنۍ لیکلي،چې د والسټریټ ژورنال راپور، چې ګواکې امریکا د اوکراین له لوري د لوېدیځو اوږد واټن توغندیو د کارولو اجازه ورکړې، بې بنسټه او جعلي دی.
هغه ټینګار کړی چې متحده ایالات د دغو توغندیو په کارولو کې هېڅ رول نه لري او ورته مهمه نه ده چې دا وسلې له کومه ځایه راغلي یا اوکراین یې څنګه کاروي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې واشنګټن د هغو محدودیتونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې اوکراین ته یې اجازه نه ورکوله د روسیې د خاورې دننه موخې په نښه کړي.

ډونالډ ټرمپ وایي، د افغانستان د جګړې ناکام مدیریت او په امریکا کې له درغلیو د ډکو ټاکنو پایلو، پوتین ته پر اوکراین د یرغل انګېزه ورکړه. ټرمپ وایي، پوتین له پخوا غوښتل چې ټول اوکراین تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د ده د واکمنۍ پر مهال د سختو احتمالي پایلو له امله یې دا کار ونکړ.
ټرمپ زیاته کړې ده، «زه تل داسې احساس کوم چې هغه (پوتین) غوښتل ټول اوکراین ونیسي، نه یوازې یوه برخه. کله چې زه د خپلې لومړۍ دورې لپاره ولسمشر وم، موږ نسبي اړیکې لرلې، که څه هم د [روسیه، روسیه،روسیه]د دروغجنې قضیې له امله دا کار ستونزمن و. ما له ولسمشر پوتین سره د اوکراین په اړه خبرې کړې وې، هغه به تل دا هېواد د خپلو سترګو تور باله.»
هغه ویلي: « دا کار به هېڅکله نه وای شوی. ځکه هغه پوهېده چې پایلې به یې ډېرې سختې وي. خو کله چې په هېواد کې له درغلیو ډکې ټاکنې وشوې او زه نور په واک کې نه وم، پوتین فکر وکړ [هو، اوس یې وخت دی] بله دا چې هغه د افغانستان وضعیت ته وکتل، چې څومره بد اداره شو، او دې خبرې پوتین ته یو بله قوي انګېزه ورکړه، ترڅو پر اوکراین برید وکړي».

ټرمپ ټینګار وکړ، چې که څه هم پوتین له پخوا د اوکراین د بشپړ نیولو اراده لرله، خو اوس ښایي د خبرو اترو او احتمالي جوړجاړي لپاره چمتو وي.
هغه وویل:«زه فکر کوم اوس هغه لږ څه د مذاکرې لپاره تیار دی، او فکر کوم هغه د یوې معاملې جوړولو ته چمتو دی. خو موږ نه غواړو چې هغه ټول اوکراین ترلاسه کړي.»

د جرمني د لومړي وزیر مرستیال او د سوشلډیموکرات ګوند مشر لارس کلینګ بایل، د دغه هېواد د لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د کډوالو ضد وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، سیاستوال باید خلک د «موږ او هغوی» په دوو ډلو ونه ویشي.
کلینګبایل د چهارشنبې په ورځ د هانوفر په ښار کې یوې غونډې ته وویل: « موږ سیاستوال باید ډېر هوښیار واوسو چې څه ډول بحثونه پیل کوو، په ځانګړې توګه هغه وخت چې خلک د اصل، نسل یا کډوالۍ له مخې په دوو برخو وېشو، یعني هغه چې د کډوالۍسابقه لري او هغه چې نه یې لري».
هغه زیاته کړه: «زه غواړم په داسې هېواد کې ژوند وکړم چې سیاست یې د خلکو ترمنځ د یووالي پُل جوړ کړي، نه دا چې د وېش او تفرقې لامل شي».
د جرمني د لومړي وزیر مرستیال ټینګار وکړ: « زه داسې هېواد غواړم چې د خلکو بڼه یا څېره دا ونه ټاکي، چې ایا دوی د ښار له څېرې سره سمون لري که نه».
دا څرګندونې د فریدرېښ مېرڅ د تېرې اوونۍ هغو خبرو ته اشاره لري چې ویلي یې و:«موږ د کډوالۍپه پالیسیو کې د تېرو تېروتنو د اصلاح هڅه کوو، خو لا هم زموږ ښارونه د [نااشنا] څېرو له ستونزې سره مخ دي، له همدې امله د کورنیو چارو وزیر د پراخو اخراجونو لړۍ پیل کړې ده».
په عین حال کې، د جرمني په څو ښارونو کې د مېرڅ د څرګندونو پر ضد لاریونونه شوې دي. د کډوالو فعالانو ویلي، دا څرګندونې د جرمني د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

په ایران کې د تلې میاشتې په اوږدو کې د درېیو افغانانو په ګډون ۲۸۰ کسان اعدام شوي دي. معلومات ښيي، چې یوازې د تلې میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۸ زندانیان په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.
په ایران کې د تلې میاشتې د اعدام شویو کسانو د شمېرو پر بنسټ، په اوسط ډول هره ورځ ۸ تنه او په هرو درېیو ساعتونو کې یو تن زنداني اعدام شوی.
د ایران د بشري حقونو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) راپور ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې دغه اعدامونه د ایران بیرجند، شېراز، تهران، کرمانشاه، تایباد، یزد، زنجان، قزوین، قزلحصار کرج، ګرګان او قُم ښارونو او زنداونو کې تر سره شوي دي.
یاد مرکز د همدې کال د تلې میاشتې ته «له ۱۳۶۷ کال د ډلهییزو اعدامونو راوروسته د زندانونو لپاره تر ټولو د خونړۍ میاشتې» نوم ورکړی دی.
دغه اعدامونه تر ډېره د نشهيي توکو او قتل له قضیو سره تړاو لري.
په دې اعدامونو کې د سراجالدین ابياطالبي، محمد شمس او محمد ابراهیمي په نوم درې افغانان هم شامل دي.
که څه هم د دوی بشپړ هویت لا نه دی معلوم شوی؛ خو په راپور کې راغلي چې دغه افغانان د نشهيي توکو او قتل په تور اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو د مرکز د راپور له مخې، ځینې اعدامونه د دوی د کورنیو د خبرتیا او د وروستۍ لیدنې پرته ترسره شوي.
په راپور کې راغلي، چې لا هم په ځینو ښارونو او زندانونو کې د اعدامونو لړۍ روانه ده.
د بشري حقونو سازمانونو د ایران د قضایي فشار د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د ایران د اعدامونو د څپې پر وړاندې غبرګون وښيي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په خپل تازه راپور کې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته یې وړاندې کړی، د ایران د بشري حقونو وضعیت ناوړه انځور وړاندې کړی دی.
هغه د اعدامونو د زیاتېدو، د بندیانو د شکنجې، د اقلیتونو د ځپلو او د مدني ازاديو د لا ډېرو محدودېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې لږ تر لږه ۶۱۲ کسان په ایران کې اعدام شوي دي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یادولو ده، چې انټونیو ګوترېش د ایران له خوا د نړۍوالو سپارښتنو په بابیزه نیولو خواشیني څرګنده کړې.
