پاکستاني ځواکونو په بلوچستان کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۶ وسلهوال وژلي دي

په بلوچستان کې امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ایالت په ډالبندین سیمه کې د دوی د ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۶وسلهوال وژل شوي دي.

په بلوچستان کې امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ایالت په ډالبندین سیمه کې د دوی د ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۶وسلهوال وژل شوي دي.
د ځایي چارواکو په وینا؛ یادې ډلې هڅه کوله چې د یادې سیمې د غره په یوې سمڅه کې خپل مرکز جوړ کړي، چې د دوی لهخوا په نښه شوه.

په پاکستان کې د هغو افغانانو چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري، د نیولو لړۍ پر دوام پولیسو په کراچۍ ښار کې د ۴۵ افغانانو د نیولو خبر ورکړی دی. ځايي چارواکو ویلي، چې دغه نیول شویو ۴۵ افغانانو د اوسېدو قانوني اسناد نهلاره او د پولیسو له لوري بېلابېلو زندانونو ته انتقال شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغانانو د نیولو عملیات پراخ او چټک کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم پولیسو په لاهور ښار کې د یو شمېر افغانانو د نیولو خبر ورکړی و. په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو پر وړاندې د پولیسو عملیات پراخ او چټک شوي دي.
په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې د پولیسو له لوري نیول شوي او بیا افغانستان ته ستانه کړای شوي؛ ځینو یې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د پولیسو په عملیاتو کې ان هغه افغانان هم ځورول کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د والسټریټ ژورنال د هغه راپور په غبرګون کې ویلي چې پکې د واشنګټن له لوري د اوکراین د توغندیزو بریدونو د محدودیتونو د لغوه کېدو ادعا شوې وه. ټرمپ ویلي: دا «خبر بې بنسټه او جعلي» دی.
ټرمپ پر ټروت سوشل خواله رسنۍ لیکلي،چې د والسټریټ ژورنال راپور، چې ګواکې امریکا د اوکراین له لوري د لوېدیځو اوږد واټن توغندیو د کارولو اجازه ورکړې، بې بنسټه او جعلي دی.
هغه ټینګار کړی چې متحده ایالات د دغو توغندیو په کارولو کې هېڅ رول نه لري او ورته مهمه نه ده چې دا وسلې له کومه ځایه راغلي یا اوکراین یې څنګه کاروي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې واشنګټن د هغو محدودیتونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې اوکراین ته یې اجازه نه ورکوله د روسیې د خاورې دننه موخې په نښه کړي.
والسټریټ ژورنال ورځپانې خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو د هغو بندیزونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې د لوېدیځ له خوا اوکراین ته ورکړل شوي توغندي یې د روسیې د خاورې دننه د بریدونو لپاره محدود کړي وو.
ورځپاڼې ویلي، چې دا پرېکړه پرته له عام اعلان څخه شوې، او د بریدونو د تصویب واک د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن پر ځای د ناټو په اروپايي قرارګاه کې مېشت قوماندان، جنرال الکسوس ګرینکویچ ته سپارل شوی دی.
د امریکایي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې لپاره شوی چې اوکراین وکولای شي د روسیې دبریدونو په «زیات موثریت» سره ځواب ورکړي، خو لا هم پر دې محدودیتونه پاتې دي چې کومې موخې د روسیې دننه په نښه کېدای شي.
بلخوا، روسیې بیا په وار وار ټینګار کړی چې د اوکراین له لوري ترسره کېدونکي اوږد واټن توغندیز بریدونه په حقیقت کې د لوېدیځو هېوادونو د مستقیمو استخباراتي او تخنیکي ملاتړ له لارې ترسره کېږي.
افغان خبریال محمد اغا سیلانی، پاکستاني پولیسو د راولپنډۍ په فیصل ټاون ښارګوټي نیولی دی. د سیلاني خپلوان وایي، چې هغه له پرون راهیسي د پولیسو په بند کې دي، او په زوره افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخ دی.
د راولپنډۍ پولیسو د هغه د نیولو د دلیل په اړه لا تر دې مهال څه ندي ویلي، خو پولیسو په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان کډوالو پر ضد کور په کور د تلاشیو، نیونو او اجباري اخراج بهیر چټک کړی دی، په ځانګړي ډول په اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو کې.
بلخوا د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې د محمداغا سیلاني د نیول کېدو پېښه غندلې، او دا یې د رسنیو د ازادۍ او افغان کډوالو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې.
په اعلامیه کې راغلي، « تر اوسه هېڅ یوې پاکستانۍ دولتي ادارې د [سیلاني] د نیول کېدو دلیل نهدی روښانه کړی. دا ډول چلند نه یوازې د بشري اصولو او د کډوالو د ملاتړ له نړۍوالو تړونونو سره په ټکر کې دی، بلکې په پاکستان د مېشتو افغان خبریالانو ژوند او ازادي یې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
دغه سازمان ټینګار کړې، چې افغان خبریال سیلانی دې له شرط او ځنډ پرته خوشې شي.
سرچینې وايي، له هغه وروسته چې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ نښتې رامنځته شوې د اسلاماباد حکومت د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.
د پاکستان د لاهور ښار د پولیسو مسوولینو ویلي، په دغه ښار کې د هغو افغانانو د نیونې عملیات په چټکۍ روان دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
پاکستاني رسنیو د لاهور د پولیسو د یوه مشر بلال صدیق له قوله ویلي، ټول هغه افغانان به ونیسي چې قانوني اسناد نهلري. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د افغانانو د نیولو په تړاو جوړه شوې ناسته کې یو ځل بیا پولیسو ته د عملیاتو د پراخېدو او چټکوالي سپارښتنې شوې دي.
پاکستاني رسنیو همدا شان ویلي، چې یوازې په لاهور نه بلکې د پاکستان په ټولو ښارونو کې د بېاسناده افغانانو د نیولو عملیات روان دي او هغوی چې اسناد نهلري په هیڅ ډول به د پاتې کېدو اجازه ورنهکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اسلاماباد او راولپنډۍ کې هم د افغانانو د یو مخیزې نیونې عملیات پراخ او چټک شوي دي. له دې سره سم، د کورونو مالکانو افغانانو ته د روانې اکټوبر میاشتې تر وروستۍ نیټې وخت ورکړی، چې کورونه خالي کړي.
پرون د اسلاماباد او راولپنډۍ پولیسو په ګلبرګ ګرین، فیصل ټاون او بې۱۷ ښارګوټو کې د لسګونه افغان کورنیو پر کورونو چاپې وهلې دي.
په دغه ښارګوټو کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، پولیس په یادو ښارګوټو کې مخامخ د افغانانو کورونو ته ورغلي او په ډېر قهرجن وضعیت کې یې دروازه ډبولې او د نه خلاصولو په صورت کې یې دروازې ماتې او پهکې مېشت افغانان یې نیولي دي.
د دوی په وینا؛ پولیسو ته هغه اسناد چې د سفارتونو او یا هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د ویزې د تمدیدېدو په موخه ورکړل شوي، هېڅ ارزښت نهلري او د ښودلو په صورت کې یې پولیس د دوی په مخ کې څېرې کوي.