ملګرو ملتونو له ځنډ پرته په سوډان کې د بشري ناورین د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو په تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کالو کې په سوډان کې د جګړې له کبله ګڼې ننګونې رامنځته شوې او دا مهال په یاد هېواد کې تر ۳۰ مېلیونه ډېر کسان بشري مرستو ته اړ دي.