وېنس: په غزه کې د امریکا پوځي حضور ته اړتیا نه‌شته، خو موږ د سولې پروسه څارو

د ټرمپ مرستیال جې ډي وېنس له اسراییل نه تر ستنېدو وروسته په یوه پیغام کې ویلي، چې په غزه کې د امریکا پوځي حضور ته اړتیا نه‌شته؛ خو د سولې پروسې د څارنې لپاره یې د امریکا د مشرتابه رول اړین وباله.

هغه له نتنیاهو، د اسراییل له حکومت او ولسمشر او دارنګه له هغو اسلامي هېوادونو څخه مننه وکړه، چې د سولې ملاتړ لپاره کار کوي.