• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۹۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت ویلي ، چې تېره ورځ له ایران نه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۵۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۶۶ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. همدارنګه د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۷۴ کورنۍ ستنې شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

افغانه سندرغاړې اسما وصال د پولیسو له خوا په اسلام‌اباد کې نیول شوې

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۷ GMT+۱

په پاکستان کې د کډوالې افغانې سندرغاړې «اسما وصال» خور خوشي مهتاب، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړې چې خور یې(اسما وصال) پاکستاني پولیسو تېره ورځ په اسلام اباد کې د ویزې د اعتبار نېټې د پای ته رسېدلو له امله نیولې ده.

اغلې مهتاب زیاته کړې، چې خور یې د تېرې ورځې راهیسې د اسلام اباد په حاجي کمپ (د کډوالو لېږد مرکز) کې د نظارت لاندې ده، او افغانستان ته په جبري ډول د ستنولو له ګواښ سره مخ ده.

اسما وصال له تېرو درېو کلونو راهیسې په تبعید کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د خپلې خور او یو ورور سره اوسېده.

د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا افغانه سندرغاړې په داسې حال کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي، چې د طالبانو او پاکستان پوځ ترمنځ د وروستیو نښتو او د پاکستان د لومړي وزیر د فرمان له مخې، د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندی شوی دی.

100%

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، په وروستیو دریو ورځو کې پولیسو د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه کړې او په ځینو مواردو کې د پیسو غوښتنه هم ورڅخه کېږي.

په همدې حال کې، ځینې پاکستاني رسنیو د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله لیکلي، چې دغه وزارت امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د هغو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو ډډه وکړي چې «حساس وضعیت» لري، یعنې هنرمندان، خبریالان، مدني فعالان او هغه کسان چې ژوند یې د افغانستان په شرایطو کې له ګواښ سره مخ دی.

خو د اسما وصال خور خوشي مهتاب وایي: «د اسما له نیول کېدو وروسته مې د پاکستان کورنیو چارو وزارت لخوا کډوالو ته د ورکړل شوې شمېرې سره اړیکه ونیوله، خو کله چې هغه کس پوه شو چې زه افغانه کډواله یم، نو اړیکه یې پرې کړه او بیا یې زمونږ اړیکې ته ځواب نه وایه».

د روسیې پخوانې ولسمشر: د امریکا وروستي بندیزونه د روسیې پر ضد یو «جګړه ییز عمل» دي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۱

د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال او پخواني ولسمشر دیمیتري مدودف ویلي، د امریکا وروستي بندیزونه ښکاره کوي چې واشنګټن اوس د مسکو «ښکاره دښمن» ګرځېدلی او د ډونالډ ترمپ وروستي ګامونه د روسیې پر ضد د «جګړې عمل» بلل کېږي.

مدودف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ پر ټېلېګرام پاڼه کې کړي او لیکلي یې دي: «متحده ایالت زموږ دښمن دی، او هغه ټرمپ چې ډیرې خبرې کوي او وایي چې سوله غوښتونکی دی، اوس په بشپړه توګه د روسیې سره د جګړې په لور روان دی. دا پرېکړې یو ښکاره جګړه‌ییز اقدام دی، او ټرمپ اوس له اروپا سره، چې ځان یې له عقل څخه بې‌برخې ښودلې، بشپړ همغږی شوی دی».

دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ډونالډ ترمپ د چهارشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له پلان شوې لیدنې انصراف اعلان کړ او د امریکا د خزانې وزارت د روسیې دوه ستر د نفتو شرکتونه «روس‌نفت»او «لوک‌اویل»تر بندیزونو لاندې راوستل.

ترمپ مخکې روسیه «کاغذي زمری» بللی وه او ویلي یې و، چې مسکو د نړیوال اقتصاد او امنیت لپاره ستره ګواښ نه شي کېدای، خو د نوو بندیزونو له اعلان وروسته، د روسیې لوړپوړو چارواکو د واشنګټن کړنې جګړه‌ییزې او پارونکې بللې دي.

د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونه: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۱

د افغانستان د مدني ټولنې یو شمېر بنسټونو او په پاکستان کې مېشتو افغانانو له اسلام‌اباد څخه غوښتنه کړې چې د افغان پناه‌غوښتونکو د جبري ایستلو لړۍ دې سمدستي دروي.

یادو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې لسګونه بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي او یا په زوره افغانستان ته شړل شوي دي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو او د ۱۹۵۱کال د کډوالو د کنوانسیون ښکاره نقض بلل کېږي.

مدني بنسټونه وایي، نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري، اروپایي ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان باید د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي، څو د کډوالو د ایستلو بهیر ودرېږي او د هغوی بشري حقونه خوندي پاتې شي.

په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو د بیا میشتېدو او خوندي هېوادونو ته د انتقال بهیر دې ګړندی شي، او پر دې هم ټینګار شوی چې د کډوالو له وضعیت څخه دې سیاسي ګټه اخیستنه نه کېږي.

د مدني ټولنې بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د کډوالو د جبري ایستلو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا به د بشري حقونو په نقض کې د «نامستقیمې ونډې» او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام معنا ولري.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له نښتو وروسته څو ورځې کېږي چې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

پوتین: روسیه به هېڅکله د امریکا فشارونو ته تسلیم نشي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۲ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو به هېڅکله د امریکا یا بل بهرني ځواک تر فشار لاندې سر ټیټ نکړي. نوموړي د امریکا د نوو بندیزونو او د اوکراین د وسلې غوښتنې په اړه وویل، «که هر هېواد د روسیې پر خاوره برید وکړي، سخت ځواب به ترلاسه کړي».

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې د امریکا حکومت د چهارشنبې په ورځ د روسیې دوه ستر د نفتو شرکتونه «روس‌نفت» او «لوک‌اویل» تر بندیزونو لاندې راوستل. د دې پرېکړې له امله د نړيوال نفت بیه نږدې ۵سلنه لوړه شوې ده.

پوتین د امریکا او لوېدیځ له لوري لګېدلي بندیزونه «غیردوستانه اقدام» بللی، خو ویلي یې دي چې د روسیې اقتصاد به ترې جدي اغېزمن نه شي. هغه زیاته کړه، د هېواد د انرژۍ سکتور د بهرني فشار پر وړاندې د زغم وړتیا لري.

ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، که د روسیې د نفتو صادرات ګډوډ شي، د انرژۍ بیې به ډېرې لوړې شي او دا به سیاسي ستونزې راولاړې کړي.

هغه همدارنګه د بوداپست په ښار کې د ټرمپ له لوري د ګډې ناستې د لغوه کېدو یادونه وکړه او ویې ویل: «خبرې اترې تل تر جګړې او اختلاف غوره دي».

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړ، که اوکراین د لوېدیځو راکټونو په وسیله د روسیې پر خاوره برید وکړي، د مسکو ځواب به «دروند او ځپونکی» وي.

احمدولي‌ هوتک خپل روسی سیال مات کړ او اتلولي یې خپله کړه

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د ازادو لوبو افغان اتل احمدولي هوتک په بیلاروس کې خپل روسي سیال ته په ماتې ورکولو سره اتلولي تر لاسه کړه. د هوتک د لوبیز ژوند په نړیوالو سیالیو کې دا ۱۲مه بریا وه چې تر لاسه کوي یې.

د افغانستان د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي‌احمدولي‌ هوتک نن شپه د بیلاروس په کوربتوب خپل روسي سیال «ارسن پارخوګاژیف» ته ماتې ورکړه.

هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کټګورۍ کې د دې لوبې په ګټلو سره د «ډبیلو ټي کې ایف» سازمان اتلولي خپله کړه.

دا په لوبیز ژوند کې په نړیوالو سیالیو کې د احمد ولي هوتک ۱۲مه بریا وه او تر دې وړاندې یې یوازې یوه ماته خوړلې ده.

100%