امریکا ویلي، چې له کاناډا سره ټولې سوداګریزې خبرې پای ته رسوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه اعلان کړی، چې له کاناډا سره د سوداګرۍ په تړاو ټولې خبرې پای ته رسوي. ټرمپ ویلي، دغه پرېکړه یې په کاناډايي رسنیو کې د هغه اعلانونو په غبرګون کې کړې چې په «سپکه ژبه» یې د امریکایي تعرفو په اړه نیوکې کړې وې.