د طالبانو سفیر د ازربایجان د تېلو او ګازو دولتي شرکت سره پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړي

د طالبانو په واک کې د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې په ازربایجان کې د طالبانو سفیر محمد فیصل د دغه هېواد د تېلو او ګازو د دولتي شرکت له مرستیال کنعان نجوف سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.




