• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بدخشان د سرو زرو پر کان د طالبانو خپلمنځي نښته کې یو طالب وژل شوی

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۰

ځایي سرچینې وايي، د طالبانو د دوو ځواکمنو قوماندانانو ترمنځ د بدخشان په شهر بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو پر یوه کان وسله‌ واله نښته شوې ده. د راپورونو له مخې، په دې نښته کې د طالبانو د «سرحدي کنډک» یو سرتېری وژل شوی او د دواړو لوریو ترمنځ کړکېچ لا هم روان دی.

ځایي سرچینو د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ د پایان‌مور په سیمه کې د طالبانو ترمنځ د تازه نښتې خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي، دا نښته د بدخشان د معادن پخواني رییس عبدالرحمن عمار او د اوسني رییس حفیظ الله شفیقي ترمنځ د سرو زرو کان پر سر شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د سرحدي کنډک ځواکونه د اوسني رییس حفیظ الله شفیقي په ملاتړ جګړې ته ور داخل شوي، خو د عبدالرحمن عمار اړوند وسله‌والو یې په وړاندې جګړه کړې ده.

سرچینې زیاتوي، په نښته کې لږ تر لږه یو طالب سرتېری وژل شوی.

سرچینې دا وایي چې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

ویل کېږي، عبدالرحمان عمار او حفیظ الله شفیقي دواړه د طالبانو د اغېزناکو محلي قوماندانانو له ډلې دي.

عمار که څه هم په رسمي ډول د طالبانو د حکومت غړی نه دی، خو په سیمه کې د وسله والو یوه ډله تر خپل واک لاندې لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي نښو د بیارغونې پروژه بېرته پیلیږي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي په کابل کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سره لیدلي. په لیدنه کې هوکړه شوې چې له اووه کاله څنډ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي نښو د بیارغونې پروژه پیل شي.

په کابل کې د ایران سفارت دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۵مه وویل، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي او د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري ترمنځ ناسته کې د ایران او افغانستان پوله د دوستۍ او ورورګلوۍ پوله اعلان شوې ده.

دواړو خواوو د سرحدي همکاریو د پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او هوکړه یې کړې، چې د سرحدي ستونزو د حل لپاره د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو پلاويو ترمنځ منظمې غونډې ترسره شي.

په دې ناسته کې پر پوله له هر ډول غیرقانوني تګ راتګ، انساني او د نشه يي توکو قاچاق سره د مبارزې لپاره پر «جدي هوډ» هم ټینګار شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له نورو چارواکو سره هم لیدلي دي او د زنداني ایراني وګړو حقونو ته د رسیدنې پر مېکانېزم هم غږېدلي دي.

د افغانستان بانک د اداري پروسو د ساده کولو په موخه غونډه کړې

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ د اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته کړې. یاد بانک وايي، په دې ناسته کې د اداري چارو د ساده کولو، د تصمیم نیونې د چټکتیا او د خدماتو د کیفیت د لوړوالي په اړه بحثونه شوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن دوشنبه، د لړم۵مه، وویل، چې د یاد بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په دې ناسته کې وویل، چې د اداري پروسو اوږدیدل، غیر ضروري مرحلې، او د تصمیم نیونې برخه کې ځنډ د خلکو باور ته زیان رسوي، وخت او منابع ضایع کوي، او د ادارې د موثریت مخه نیسي.

نوموړي ټینګار کړی د طالبانو موخه دا ده چې ټولې ادارې خپلې چارې ساده، معیاري او شفافې کړي، څو هم د خلکو ستونزې په وخت حل شي او هم د ادارو کاري اغېز لوړ شي.

خالد زیاته کړې، چې د افغانستان بانک باید د خپلو ټولو اړوندو امریتونو او څانګو له لارې دا پرېکړه جدي عملي کړي، اداري موانع له منځه یوسي او د کاغذي چارو پر ځای د برېښنایي سیستمونو کار ته لومړیتوب ورکړي.

په دې غونډه کې تر ګډ بحث وروسته، د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ لپاره دوه ځانګړې کمېټې ټاکل شوې، چې دا کمېټې به حل لارې وړاندې کوي، عملي کېدل به یې څاري او هره میاشت به مرکزي کمېټې ته راپور ورکوي.

یاد بانک وايي، دا پرېکړه د طالبانو د چارو ادارې د لوی ریاست له‌خوا د تطبیق لپاره د افغانستان بانک ته استول شوې او ټول وزارتونه او ادارې مکلف دي چې د ټاکل شوې کمېټې له لارښوونو سره سم خپلې پروسې ساده او معیاري کړي.

طالبان وايي چې په یوه ورځ له ۸ زرو ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي، د یکشنبې په ورځ له بېلابېلو لارو ۱۵۶۵ کډوالې کورنۍ چې ټول۸۴۷۶ تنه کېږي، په اجباري ډول افغانستان ته راستانه شوي دي.

ددغه کمېسیون د دارالانشا د ورځني راپور له مخې، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۳۹۴ کورنۍ ، چې ۷۵۱۲ تنه کیږي راستانه شوي او له دوی څخه ۶۱۵ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې.

په راپور کې راغلي چې، په هلمند کې د بهرامچې له لارې ۸۴ کورنۍ چې ۴۸۴ تنه کیږي، هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ کمېټې د معلوماتو له مخې، له دغه ډلې۹۲ کورنۍ لښکرګاه او ګرمسیر ولسوالیو ته انتقال شوي.

بل خوا په هرات کې د اسلام‌کلا له لارې ۵۲ کورنۍ چې ۳۴۲ تنه کیږي، ثبت شوي او په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۳۵ کورنۍ چې ۱۳۸ تنه کیږي او همدا راز۷۶۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د نیمروز په ورېښمو لار کې راستنېدونکو کډوالو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شوي، چې پکې د ثبت، لېږد، لنډمهاله مېشتېدنې، مالي مرستو، ښوونې، اسلامي نظام او زغم په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، له ټولو راستنو شویو افغان کډوالو سره په ټولیز ډول نږدې ۱۷.۵میلیونه افغانۍ نغدې او ترانسپورټي مرستې شوې دي.

له هغه وخت راهیسې چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ایستلو کمپاین پیل کړی، هره ورځ زرګونه افغانان په جبري توګه بېرته هېواد ته ستنېږي.

طالبانو د سعودي عربستان سفارت اړوند د قرآن‌ کریم یو شمېر نسخو واردولو ته اجازه ورکړې

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته کې د سعودي عربستان په سفارت پورې اړوند د قرآن‌ کریم یو شمېر نسخې هم ارزول شوې او د واردولو اجازه یې صادره کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن د دوشنبې ورځ، د لړم ۵مه وویل، چې په ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې «له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم» لیکل شوي دي، د چاپ اجازه ورکړل شوې ده.

یاد کمیسیون ویلي، چې د ۴۸ ټوکو بېلابېلو عنوانونو درلودونکو صادرو شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې شوې دي.

د کمېسيون په ناسته کې هغه ۱۱ ټوکه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه راجع شوي وو، د کمېسیون پر غړو وېشل شوي، څو په اړه يې راتلونکې ناستې ته راپور وړاندې کړي.

د طالبانو د کتاب کمېسیون له دې وړاندې د ګڼو شمېر افغان لیکوالو پر تاریخي، سیاسي او ټولنیزو کتابونو بندیز لګولی او دا یې د خپلې ډلې پرضد بللي دي.

طالبان وايي په ۹ ولایتونو کې د نشه ‌يي توکو او غلا په تړاو ۶۸ تنه نیول شوي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو امنیتي عملیاتو پر مهال ۶۸ تنه د جنایي جرمونو، غلا او د نشه‌يي توکو د قاچاق، لېږد او خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي. طالب چارواکي وايي، له نیول شویو کسانو نه نشه‌يي او غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي.

د دغه وزارت په وینا، پولیسو په نیمروز، فاریاب، هرات او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۱۵ تنه د غلا او درملو د قاچاق په تور نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په نیمروز کې ۸ تنه د څارویو د غلا او یو تن د درملو د قاچاق په تور، په فاریاب ولایت کې درې تنه مسلکي غله، په هرات کې دوه تنه د ۲۲ موبایلونو د غلا په تړاو، او په پکتیا کې یو تن د یو لېپ‌ټاپ کمپیوټر د غلا په تور نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په خوست، پروان، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې ۱۲ تنه د نشه‌يي توکو د خرڅلاو، استعمال او لېږد په تور نیولي او له دوی څخه یوه اندازه چرس، شیشه، تریاک او نشه‌يي ګولۍ ترلاسه شوي دي.

همدارنګه، د وزارت د معلوماتو له مخې، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو په خوست، پروان، پکتیا، فراه، کاپیسا، بلخ، بغلان، لغمان او فاریاب ولایتونو کې ۳۹ تنه د ورته جرمونو په تړاو نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له دوی څخه ۶ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه شیشه، الکولي مشروبات او نشه‌يي ګولۍ ترلاسه شوي دي.

یاد وزارت وايي، چې د نیمروز ولایت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو۳۰ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي د کنګ ولسوالۍ او زرنج ښار په سیمه کې کشف او ضبط کړي دي.

په دې تړاو دوه تنه نیول شوي او له لومړنیو څیړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د هېواد اقتصادي وضعیت کړکېچن شوی او بې ‌کاري بې ‌سارې کچې ته رسېدلې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې، د عایداتو کمښت او د کار د فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر خلک د جرمونو، په‌ ځانګړي ډول د نشه‌يي توکو د کاروبار او غلا پر لور مخ واوړي.

سره له دې چې طالبان د امنیت ټینګښت ادعا کوي، خو د بې‌ کارۍ، فقر او ټولنیزو فشارونو له امله د نشه ‌يي توکو قاچاق، غلاوې او جنایي پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي.