ایران د لومړي ځل لپاره د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته ډېزل تېل ولېږدول

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت دوشنبه (د لړم ۵مه) خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره له ایران نه د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته ډېزل تېل ولېږدول شول. دغه تېل د اورګاډي په ۲۰ واګونونو کې راوړل شوي او ټول وزن یې ۱۱۲۰ مټریک ټنه ښودل شوی دی.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ډېزل د خواف – هرات له لارې راوړل شوي دي.




