د ننګرهار وادي کرنیز دولتي شرکت وايي نهه ټنه کبان به ډېر ژر بازار ته په وړ بيه عرضه کړي

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار وادې کرنيز دولتي شرکت د ثمر خېلو د کبانو روزنې په فارم کې تازه څلور ډوله کبان روزلي، چې ۹ ټنه به يې ډېر ژر بازار ته په وړ بيه عرضه شي. د شرکت د تخنيکي چارو ریيس حکمت الله معروف وايي چې په ثمر خېلو کې په ۳۷ جريبه ځمکه ۴۷ د کبانو روزنې ډنډونه لري.





