د امریکا ولسمشر د جاپان له نوې لومړۍ وزیرې سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان له نوې لومړۍ وزیرې سانايي تاکایچي سره په توکیو کې د سوداګرۍ او امنیتي همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي. دواړه خواوو د نادرو منرالونو او مهمو فلزاتو د برابرولو تړون لاسلیک کړ، چې موخه یې د چین د صادراتي محدودیتونو له اغېزو ځان ژغورل دي.