په میدان وردګ ولایت کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۲ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي

د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد یوسف اسرار ویلي، چې دغه پېښې د میدان وردګ–بامیان پر لویه لار د حاجيګک کوتل او سیاهسنګ په سیمو کې رامنځته شوې دي.




