طالبانو او ایران د بندیانو پر تبادلې هوکړه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي ویلي، چې طالبانو له افغانستان نه ایران ته د ایراني بنديانو د لېږد هوکړه کړې ده. هغه ویلي، چې د دواړه خواوو د هوکړې له مخې د دغو بندیانو نوملړ به ډېر ژر د ایران سفارت ته وسپارل شي او ژر تر ژره به یې د لېږد زمینه برابره شي.




