• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان څه لرل او څه لري؟

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۰

په ۱۹۴۷ کې انګریزانو له هند او افغانستان څخه پربېلوکړای شویو خاورو یوه پوځي واکمنۍ جوړه کړه او نوم یې پرې کېښود پاکستان. له هندوستان څخه یې د بېلتانه لپاره دا توجیه وربرابره کړه، چې د هند مسلمانان حق لري بېل هېواد ولري.

هلته یې د کشمير لانجه ناحله پرېښوده، چې د نوي زېږېدلي پاکستان لپاره د پوځي ماهیت ورکولو نړۍواله پلمه جوړه شي او له افغانستان څخه بېلې کړای شوې خاوره یې ځکه په دې جعلي پوځي قشله کې ځای کړې، چې د شوروي په وړاندې یې د پانګوالې نړۍ په سنګر بدل کړي.
دویمه نړۍواله جګړه نوې پای ته رسېدلې وه او د لوېدیزې پانګوالې نړۍ په وړاندې کمونیستې شوروي د یوه ګواښ په توګه سر راپورته کاوه، شوروي چې مخ په جنوب راڅښېده، نو مخه یې د افغانستان په غرونو کې نیول کېدای شوه، ځکه خو د دې مهمې جبهې ترشا پاکستان ته پاملرنه کېده. د پاکستان لپاره د یو ځواکمن پوځ او استخباراتو جوړول اړین و، تر دې چې څو کاله د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو مشري او قومانده د انګریزانو په لاس کې وه، مانا د پاکستاني پوځ او پوځي استخباراتو مشران عملاً انګریزان وو. پاکستان ژر د سیاتو او سېنټو غړی شو او د سړې جګړې په اوج کې د امریکا، عربو او ټول شوروي ضد پکټ په یوه نازولي بدل شو. د شوروي په ضد د جنګولو لپاره یې ایډیولوژیک مراکز وپړسول شول، لسکونه مذهبي فرقې په کې جوړې شوې او دې ټولو مذهبي فرقو په کشمیر او افغانستان جګړو کې خپل پوځي کنډکونه لرل. په لسګونو زره مدرسې و معهدونه لګیاوو او ګوریلايي بنسټپالي(افراطي) جګړمار یې تولیدول، چې په هند او افغانستان کې وجنګول شي. پاکستان چې هغه مهال یې نږدې دوه سوه میلیونه نفوس لاره د همدې پوځي ټېکه‌داریو په اقتصاد روږدی شو، د جګړو په پیسو اټومي ځواک شو او زېربناوې یې د پوځیانو په ملکیت بدلې شوې. لوی کاروبار د پوځیانو یا د پوځ د سیاسي شریکانو په لاسونو کې و. د پنجاب له کرنیزو ځمکو رانیولې، تر عسکري میلونو، وسپنې ویلولو فابریکو، عسکري سېمینټو، زرګونو کالونیو او شتمنیو پورې ټول د پوځ ملکیتونه دي. هرکله به چې ملکي حکومت د پوځ ستراتیژیکو – اقتصادي ګټو یا سیاسي اقتدار ته ګوتې وروړې مارشالا به اعلان شوه او پوځ به واک په لاس کې واخیست. په پاکستان کې سیاسي ګوندونه تل د پوځ او استخباراتو په امر او حکم چلېدل.
پاکستان د پانګوالې نړۍ نازولی و. چین هم چې له شوروي سره مخالف و او د پاکستان په ګاونډ کې یې خپلې ګټې لرلې، د شوروي په وړاندې د ګاونډي سنګر په توګه له بلې خوا پر پاکستان مهربانه شو.
د شوروي تر سقوط پورې د پاکستان د بخت ستوری ځکه ځلېده، چې په جنوبي اسیا کې د شوروي ضد پانګوالې نړۍ نیابتي سنګر ګڼل کېده.
شوروي سقوط شوه او پر پاکستان نړۍواله مهرباني مخ په کمېدو وه، خو دا مهال په افغانستان کې کورنۍ جګړه نښتې وه او پاکستان روزلیو په کې واک چلاوه. دا مهال نو د افغانستان په شتمنیو د پاکستان چور ګډ شو او څه چې په افغانستان کې بودېدل پاکستان لکه زنځه وزبېښل، لا د افغانستان د هډوکو له شپېلولو وزګار نه‌و، چې د تروریزم په ضد د نړۍوالې جګړې نوې ډرامه پیل شوه او د پاکستان غوا بیا لنګه شوه. په افغانستان کې یې د یوې بلې جګړې ټېکه واخیسته او دا ځلې یې ماموریت دا و، چې هم نړۍوالو ځواکونو ته د اکمالاتو لاره ورکړي او هم د نړۍوالو ځواکونو په ضد جنګېدونکیو وسلوالو ته ځالې جوړې کړي. او د دغې ډرامې له دواړو اړخونو څخه ګټه واخلي. زړې مدرسې یې بیا ډکې کړې او د لوېدیځ وسلې او پیسې پرې راخوشې شوې. له دې جګړو څخه هدف دا و، چې پخواني پوځي او مذهبي اورپکي په نویو جوړښتونو کې د نیابتي ترهګرو ډلو په حیث وروزل شي او بیا په منځني ختیځ، منځنۍ اسیا، روسیه او نورو سیمو کې وجنګول شي. داعش او لسګونه نورې ډلې د همدغې ډرامې له لړمې څخه وزېږېدې. لړمه مې ځکه یاده کړه، چې وايي: د لړمې بچیان ترزېږېدا وروسته خپله مور خوري، د لړمې دغو نویو بچیانو د دې ترڅنګ چې پخوانۍ جهادي ډلې وخوړلې، خپله اصلي مور پاکستان یې هم په کراره پرې‌نه‌ښوده او اوس چې د انګریز دغې زړې لړمې کوم بچیان زېږولي وو له دې څخه یې هم چیغې اېستلې دي. پاکستان په دې ټوله لوبه کې درې موخې پرمخ وړې. د هند پر وړاندې ترهګره لوبه، د افغانستان پر وړاندې ستراتيژيک عمق او فارورډ پالیسي (څښنده وړاندې راتلل) او په کور دننه د هر ډول مخالت ځپل.
خو داسې ښکاري، چې د روسیې او اوکراین له جګړې راپه دې خوا نړۍ بدله شوې او نورې په زړو ویالو کې اوبه نه بهېږي. پاکستان د خپل وجودي منطق له مخې هغه نازدانه‌ګي او اهمیت نه لري، چې شپېته اویا کاله پخوا یې درلود. پاکستان له یوه فاسد سیستم او نږدې دوه‌نیم سوه میلیونه نفوس سره په میدان پاتې شو او پوځ یې چې اویا کاله یې پاکستان زبېښلی و، هم چې له بهره پیسې پرې بندې شوې، د پاکستانیو له وینو څخه یې زبېښاک پیل کړ، داسې زبېښاک چې په دغو ګټو یې خپلو کې هم شخړه پېښه شوه.
له تېرې یوې لسیزې څخه د پاکستان اقتصادي وضعیت راپرېوت او مفلس پاکستان له ټولې نړۍ پوروړی په میدان پاتې شو. د چین یو کمربند یوه لاره همداسې افسانه پاتې شوه، امنیتي پېښو او د بلوڅو سرمچارو یرغلونو چینایان وډار کړل. که څه هم پیاوړی پوځ، استخباراتي سیستم او انګریز جوړ کړي استبلېشمينټ یې لاهم د دغه جعلي هېواد د ساتنې لپاره مقاومت کوي، خو دا مقاومت پایښت نه‌شي لرلای، مګر دا چې کومه بله لویه نړۍواله حادثه پېښه شي او پاکستان د کومې بلې سیاسي مذهبي جګړې ټېکه واخلي.
پاکستان نه پخوا ملت درلود او نه یې اوس لري، د سړې جګړې پرمهال یې څلور لوی قومونه د نړۍ د پيسو او وسلو په زور ګواښل او تر پوځي ډار لاندې یې ساتل، چې اوس یې نور د ساتنې وس نه لري. بلوڅان خپلواکي غواړي، پښتانه ورسره جنګېږي، ګلګیټ بلټستان ناارامه دی، سېند فکر کوي چې دویمه درجه اهمیت لري، کشمیریان نور پوهېدلي چې بې له هند څخه نه‌رغېږي.
پاکستان له اقلیمي وچېدا سره هم مخ دی. که هند پر پاکستان د اوبو بهیر همداسې وچ وساتي او افغانستان د خپلو ختیځو آبي حوزو د مدیریت وس ومومي پاکستان له تندې سوزي.
پاکستان په خپل ټول تاریخ کې خپله تر ټولو خطرناکه وسله له لاسه وتلې ګڼي او هغه د دین په نامه په خپلو ګاونډیو کې د جګړو جوړول دي. داسې ښکاري چې د جهاد د فتوا مرکزیت اوس له پاکستان څخه افغانستان ورخپل کړی وي. پاکستان چې اوس پخپله د جهادي ډلو له جهاد سره مخامخ دی او هره ورځ یې خپله زېږولي مذهبي ډلې په ښارونو کې وحشتونه ورپنځوي، نه‌يوازې د افغانستان، بلکې حتی د هند پر وړاندې هم جهادي - مذهبي کارت کارولای نه‌شي، ځکه هغه هېواد چې تر ټولو سرسپارلي مجاهدین یې اوس د خپل پوځ او حکومت پر وړاندې جهادي مبارزه پرمخ وړي، څنګه کولای شي، بل هېواد ته مجاهدین وروزي؟
پاکستانیانو پخوا ویل: «موږ دوه اټومي ځواکونه لرو، لومړی؛ اټوم بم او دویم مذهبي – جهادي مدرسې او فتواوې.» پاکستان به ویل: «دا موږ یو چې پرېکړه کوو، د اسیا، بلکې د نړۍ په کوم ځای کې باید جهاد وشي. اوس د جهادونو د اعلان منبر پخپله د پاکستان په ضد کارول کېږي او پاکستان د دې ایډیولوژیک اټوم بم له زوره ډېر ښه خبر دی، ځکه خو یې له افغانستان سره د جګړې او مذاکرې چرګۍ توده کړې او له هر تربیون څخه چیغې وهي، سهار کابل ته راځغلي، غرمه دوحې ته مازیګر استانبول یا ریاض ته.
پر عمران خان تر پوځي کودتا او د هغه تر زنداني کېدو وروسته د پاکستان په ټول تاریخ کې لومړی ځل د دغه هېواد پوځ خپلو کې سره ووېشل شو، ویل کېږي، چې دغه وېش اصلاً پر ګټو او اقتصادي ملکیتونو دی، خو دوه نورې رېښې هم لري، لومړی یې د عمران‌خان د تحریک انصاف او نورو پارټيو ترمنځ ناندرۍ دي او دویمه رېښه یې په نړۍوال سیاست کې له امریکا او چین سره د ستراتيژيکو مناسباتو جوړول دي. په پوځ، سیاستونو او ستراتیژيستانو کې صفونه سره بېل شوي دي، ځینې یې وايي، امریکا ښه انډیواله ده او نور یې وايي نه، چین د باور وړ دی. د لومړي ځل لپاره داسې ښکاري، چې چین او امریکا دواړو پاکستان ته ویلي، چې باید خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، ځکه: په سینه یو لالی ځاییږي...!
پاکستان چې د بلوڅو له بېلتون‌پالنې، د پښتنو له سراسري مخالفت او نورو لږکیو له خپګانه ځورېږي، خپل ملي روایت یې هم بایللی. هغه ملي روایت چې د هند پر وړاندې یې د کشمیر راخپلولو لپاره کاراوه.
بله ستونزه د دویم اټم بم ( ایډیولوژیک لښکر) فضله پاتې شونې دي. پاکستان په ټوله سړه جګړه کې د افراطي کولو او راډیکالیزم کارخانې وچلولې. په سلګونه افراطي وسله والې ډلې یې جوړې کړې. اسناد ښيي، چې په افغانستان، هند، چین، منځنۍ اسیا، منځني ختیځ په تېره عراق او سوریه، د افریقا شمال او نورو سیمو کې د ټولو دیني اورپکو لکۍ په پاکستان پورې غوټه وه. دغه ډلې او تنظیمونه هماغومره چې په نړۍ کې د پاکستان د ګټو لپاره جنګول کېدل یا یې جګړې پاکستان په ټېکه اخیستې، هماغومره یې د پاکستان په خاوره کې نوي نسلونه هم تر اغېز لاندې راوستل. ختم نبوت، شیعه – سني لانجي، تحریک لبیک، سلفي، پنجپیري، اهل سنت او الجماعت، مودودیان، صوفیان، دیوبندیان، احمدیان او طالبان ټول لګیا دي بس ټوپک چلوي او خلک وژني.
لوږه، وزګاري او د انرژۍ بحران یې لا سرباری.
پاکستاني سیاسي پارټیو خپله کارېزما بایللې، مسلم‌لیک نور د شپېته یا اویا کلونو وړاندې مسلم لیګ نه دی، د خلکو پارټۍ یې بې‌مشره ده، نشنلیستې صوبايي پارټۍ له بدترین برخلیک سره مخامخ دي، ځکه نه پنجاب ته د منلو دي او نه یې خلکو ته.
عمران خان چې لا یو کاذبه کارېزما جوړه کړې وه، په زندان کې پروت دی. د پخوانیو میراثي پارټیو فوسیلونه په دې هېواد کې ثبات راوستلای نه‌شي.
ښايي لوستونکي به فکر کوي، چې نو په دومره ګډوډۍ کې څنګه لا دغه هېواد ژوندی پاتې دی؟ په دې کې شک نه‌شته چې پوځي استبلېشمېنټ لا د پاکستان یوازینی بنسټ دی، چې د خپلو ګټو او اقتدار ساتنې لپاره هېواد ساتي. پوځیان پوهېږي، چې د دوی وجود له پاکستان سره تړلی دی او که پاکستان نه وي، نو د دوی بې‌تخت و تاجه سلطنت به هم ړنګ شي، له بلې خوا نړۍوالې سیالۍ هم داسې دي، چې پاکستان لا تمه لري، چې دوی روزلې او ساتلې ترهګرې ډلې به د چا په ګټه په ټېکه واخیستل شي. له سعودي عربستان سره یې ستراتيژيک تړون له همداسې هڅو څخه وه او په شرم‌الشیخ کې خو یې ټرمپ ته د پاکستاني صدراعظم غواړه‌مالیو دونیا وشرموله. پاکستان لاهم د نړۍ د لویو سیالانو په ګټه په ټېکه ورکولو لپاره ډلې لري، خو مشکل یې دا دی، چې اوس یې په ګرم مارکېټ کې څوک نه‌اخلي.
یو بل بخت چې له پاکستان سره ملګری شوی، هغه په افغانستان کې د «ملي» مفهوم او «ملتپالنې» ځپل دي، چې همدا اوس یې له دې ناحیې غوږونه په کرار دي.
پاکستان اوس نه نړۍ ته نازولی پوځ لري، نه محراب، نه دا شعار چې : « پاکستان کا مطلب کیا؟ لا....»
دواړه اټومي وسلې (ایډیولوژیکې و فیزیکي) یې داسې دي، لکه تشې تومانچې چې هم خپله ترې ډارېږي او هم هغه څوک چې ورته نیولې یې دي. لکه هغه مینځه چې د غلامانو په مارکېټ کې خرڅلاو ته وړاندې شوې وي، که د ترهګرۍ په سینګار خرڅه شوه خو ښه او که نه په همدې مارکېټ کې به له لوږې ومري.
بلوڅان نور پرځای نه کینې او پښتانه که یوازې او یوازې د حورو لپاره د جنګېدو پرځای د وطن او ملت لپاره جګړې ته مخه کړي، نو د ګړنګ پرغاړه دغه ولاړ هیولا راپرېوتلی بویه.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د پاکستان هر برید ته به «پرېکنده ځواب» ورکړو

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، که پاکستان پر افغانستان برید وکړي، دوی به ورته «پرېکنده او سخت ځواب» ورکړي، داسې ځواب چې «پاکستان ته به درس او نورو ته عبرت» وي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي. هغه ویلي: «طالبانو تر اوسه هېڅ ځواک ته سر نه دی ټیټ کړی او که څوک برید وکړي، موږ د خپل هېواد د دفاع حق لرو.»

راپورونه وايي، د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ په استانبول کې خبرې اترې بې له هوکړې پای ته رسېدلې دي. پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد «څرګند او د باور وړ اقدامات» وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دوی خپلې رسمي غوښتنې په استانبول کې وړاندې کړې دي، خو د طالبانو لوری لا هم د دې غوښتنو پر وړاندې د مخالفت دریځ لري.

طالبان بیا ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته د ګواښ اجازه نه ورکوي او د خپلې خاورې د بشپړتیا دفاع د دوی مشروع حق دی.

اسلام‌اباد بیا وايي، د اوږدمهالې هوکړې لپاره باید د سرحدي بریدونو مخه ونیول شي او د باور سنجونې یو واضح میکانیزم رامنځته شي، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو مخه ونیول شي.

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کس او د هغه مرستیال محمد نبي عمري په خوست کې یوې غونډې ته ویلي، که کوم هېواد د افغانستان حریم نقض کړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي. هغه زیاته کړې: «داسې هڅې کېږي، چې یوځل بیا د نورو په اشارو جګړه پر مونږ وتپل شي.»

هغه زیاته کړې، چې د دوی پالیسي دا ده چې د بهرنیو او ګاونډيو هېوادونو په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي او نه هم خپله خاوره د کوم هېواد پرضد کاروي.

هغه وویل: «هېچا سره جنګ نه غواړو او نه هم مشکلات غواړو نه د خارجیانو او نه هم ګاونډیانو سره.»

محمد نبي عمري خبردارې ورکړی، چې که جګړه پر دوی تحمیل شي، نو د خپل وطن، دین او ناموس د دفاع لپاره به هماغسې وجنګېږي لکه څنګه چې یې تر دې وړاندې د نورو قدرتونو پروړاندې مقاومت کړی و.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر افغان طالبان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰
100%

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطاالله تارړ ویلي، پاکستان څو ځلې له طالبانو سره د سرحدي بریدونو او د هند له ملاتړ برخمنو ډلو «ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې» په اړه خبرې کړي، خو دوی لا هم د دې ډلو ملاتړ کوي.

اخوا، طالبانو بیا تل دا ادعاوې رد کړي او دا وسله والې ډلې د پاکستان داخلي موضوع ګڼي.

تارړ په خپل اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات ناکامه شول او زیاتوي: «پاکستان د قطر او ترکیې په غوښتنه د طالبانو له رژیم سره په دوحه او استانبول کې خبرې وکړې، خو طالب لوري د باور وړ تضمین ورنکړ.»

هغه ادعا کړې، چې د پاکستاني پلاوي له خوا طالبانو ته د شواهدو وړاندې کېدو وروسته هم هغوی هېڅ عملي ژمنه ونه کړه او تل یې د خبرو له اصلي اجنډا ځان اړولی دی.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي: «د طالبانو رژیم د افغان ولس پر وړاندې مسوولیت نه‌احساسوي او غواړي خلک یو ځل بیا جګړې ته راکش کړي. پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت خوندي کولو لپاره هر ډول اقدام ترسره کړي.

د پاکستان د اطلاتو وزیر دا څرکندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.

د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه دې یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

خو د سرچینې په خبره: «زموږ دریځ دا دی، چې موږ ټي‌ټي‌پي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هېچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»

سرچینه زیاتوي: «د پاکستان مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي؛ که په پاکستان کې ټي‌ټي‌پي برید کوي، نو پاکستان هم حق لري، چې که په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌پي مشکوک حرکات وموندل؛ نو هوایي برید پرې وکړي.»

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو معین محمد نبي عمري ویلي چې هڅې روانې دي، ترڅو پر طالبانو جګړه تحمیل شي او دوی د بشپړې جګړې لپاره چمتو دي.

اتمر: طالبان اوس باید پوه شوي وي چې د پاکستان پر نظامیانو تکیه کول لویه تېروتنه وه

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۰
100%

د مخکېني جمهوري نظام پرمهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ خبرو ته په اشارې سره وايي، طالبان اوس باید پر دې پوه شوي وي، چې د پاکستان پر نظامیانو تکیه کول لویه تېروتنه او فاجعه وه.

محمد حنیف اتمر د سې‌شنبې شپې په ناوخته (د لړم ۶مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، طالبان اوس باید پر دې هم پوه شوي وي، چې په تېرو شلو کلونو کې له خپل ولس سره د پاکستاني نظامیانو په سپارښتنه جګړه هم لویه تېروتنه او ناورین و او همداراز پاکستان هم اوس باید پر دې پوه شوی وي، «د ګاونډيانو پر وړاندې له سخت دریځو شبکو ملاتړ هم له ملي او هم له اخلاقي نظره لویه تېر وتنه وه.»

د راپورونو له‌مخې، په ترکیه کې چې د طالبانو او پاکستاني پلاویو تر منځ د دواړو خواوو د اساسي غوښتنو پر سر له هوکړې پرته خبرې پای ته رسېدلي، حنیف اتمر وایي: «له متقابلو تورونو او ګواښونو ور ها خوا، له سوله ییزې حل لارې پرته د دغې منازعې لپاره بله هره لاره به ناورین رامنځته کړي او دواړه هېوادونه به په دایمي توګه په جګړه کې ښکېل شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر همداراز ټينګار کړی، چې دغه وضعیت به له شک پرته سیمه ییز او له سیمې ور ها خوا لوبغاړي که هغه دولتي وي او یا هم غېر دولتي په دې جګړې کې ښکېل شي او په وینا یې هر لوبغاړی به هم په دې وضعیت کې خپلې موخې او ګټې ولټوي.

محمد حنیف اتمر وړاندیز کوي، چې دواړه لوري باید د دغې منازعې جرړو ته پام وکړي او زیاتوي: «په لومړي سر کې هم پاکستان او هم طالبان باید له کورني او بهرني ترهګرو شبکو سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي. دغه چاره نه یوازې د دواړو هېوادونو د سولې او ثبات لپاره مهمه ده، بلکې د نړۍوالې ټولنې امنیت او ارامښت ته هم حیاتي ده.»

اتمر همداراز وړاندیز کوي، دواړه هېوادونه باید د خپلو خلکو د ځپنې بهیر ته د پای ټکی کېږدي، د خپلو خلکو حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي او د قانون حاکمیت ته ژمن واوسي.

هغه زیاتوي: «طالبان باید له ځنډ پرته د افغانانو تر منځ خبرې چې د دوحې په هوکړه کې هم ورته اشاره شوې، پیل کړي څو ورسره په هېواد کې بشري حقونه تضمین، مشروع حکومت او تل پاتې سوله او امنیت رامنځته شي.»

طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې د افغانانو تر منځ د خبرو وخت تېر شوی او په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان سیاستوالو یې غوښتي، چې خپل هېواد ته ستانه شي او د یوه عادي افغان په توګه ژوند وکړي.

محمد حنیف اتمر همداراز د پاکستان له دولت او پوځ څخه غوښتي، چې د خپل ولس غږ واوري او په وینا یې: «هغوی [پاکستان] باید د پښتنو او بلوڅانو او نورو خپلو خلکو حقه حقونو ته چې د امنیت، د قانون حاکمیت او ولسواکۍ غوښتونکي دي، مثبت ځواب ووايي.

له پاکستانه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر محمد حنیف اتمر دغه غوښتنه په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا او بلوچستان اوسېدونکي د پوځ له ظلمونو تر پوزې راغلي او له امله یې په بلوچستان کې د بېلتون پالو غورځنګ رامنځته شوی او د ازادۍ غوښتونکي دي.

د پاکستان دفاع وزیر: له لومړۍ ورځې څرګنده وه چې د خبرو واک د طالبانو په لاس کې نه و

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۰
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په ترکیه کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په اړه ویلي، چې له لومړۍ ورځې یې احساس کاوه، چې د خبرو واک او پرېکړه د کابل (طالبانو) په لاس کې نه ده. طالبان بیا وایي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.

هغه وویل: «په دې کې شک نشته چې هغوی (طالبان) د هند سیمه ییزه نیابتي جګړه پیل کړې ده.» او زیاته یې کړه، چې کله به د هوکړې ترسره کېدو ته نږدې رسېدل، نو د کابل سره تر اړیکې وروسته به بیا خبرې تعلیق شوې. «پنځه یا شپږ ځله هوکړه شوې وه، خو کله چې د طالبانو پلاوي له کابل سره اړیکه وکړه، نو دوی بېرته راغلل او ناتواني يې وښوده.»

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د طالبانو لوری بیا ادعا کوي چې پاکستاني پلاوی د پرېکړې واک نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، چې د طالبانو له پلاوي سره خواخوږي لري، چې ډېره هڅه یې کړې ده، خو په کابل کې ناست طالبان د ده په وینا له نوي ډیلي کنټرولېږي.

هغه همداراز ویلي، چې طالبان په ټول افغانستان بشپړ واک نه لري او د یوې ډلې له خوا په ورکړل شویو تضمینونو څومره باور کېدای شي.

بلخوا، د خواجه اصف له څرګندونو سره هممهاله د طالبانو څو لوړپوړو چارواکو له پاکستان سره له خبرو د ماتېدو په صورت کې خپل سخت غبرګونونه څرګند کړي او پاکستان ته یې د «سبق ورکولو» ګواښونه کړي دي. د طالبانو ویاند او د کورنیو چارو معین نبی عمري هم ویلي چې هڅې روانې دي، تر څو پر طالبانو جګړه تحمیل شي او دوی د بشپړې جګړې لپاره چمتو دي.

المرصاد: په پېښور کې د داعش خراسان یو مهم مسوول ترور شوی دی

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۴ GMT+۰
100%

د طالبانو اړوند «المرصاد» رسنۍ د سې‌شنبې په ورځ په پېښور کې د نصرت په نوم چې په «پهلوان موسی او ابو ذر» مشهور و، د ناپېژندو وسله والو له لوري له ترور کېدو خبر ورکړی دی. المرصاد وايي، دغه کس د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو په اوږدو کې په کابل کې ځينې بریدونه هم پلان کړي و.

د طالبانو اړوند رسنۍ «المرصاد» وايي، دغه کس چې د داعش خراسان څانګې یو له مهمو کسانو و، په پاکستان کې یې د «پهلوان» په نوم د داعشیانو د یوه مهم مرکز مشري هم کوله.

سرچینه زیاتوي: «نوموړي په ښاري او چريکي جګړو کې مهارت لاره او په بهرنيو هېوادونو کې يې افراد هم روزل.»

د پاکستان امنیتي بنسټونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د تلې په ۲۰مه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، پاکستان په خپله خاوره کې د داعش پروژې پر موجودیت او پټنځایونو سترګې پټې کړي او د هغو په وسیله خپل دیني علماء او خلک وژني او همداراز د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې ګواښي او په باور یې «پاکستان خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»

د مجاهد په وینا، داعش په پاکستان کې مرکزونه لري او له نورو هېوادونو استخدام شوي کسان د پاکستان له لوېدیځې پولې او د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ‌‌‌ډګرونو خپلو یادو مرکزونو ته لېږدوي او له روزنې وروسته بیا یې افغانستان او نورې نړۍ ته د ترهګریزو بریدونو په موخه استوي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «زموږ د اطلاعاتو له‌مخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود دي، افغانستان په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص باید طالبانو ته وسپارل شي.»

مجاهد همداراز له پاکستان څخه غوښتي، که یاد کسان دوی ته نه سپاري نو لږ تر لږه دې باید له خپلې خاورې وباسي او په دې توګه دې خپل مسوولیت ترسره او خپلې ژمنې پوره کړي.