• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۵۰۰زره ټنه انتقالات شوي دي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د تلې په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۳زره او ۵۰۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه انتقالاتو ۹۷۱ ټنه یې صادرات و چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې موده کې د حیرتان له لارې ۳۵۱زره او ۶۸۱ ټنه، د اقینې له لارې ۲۷زره او ۲۵۷ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۶۸زره او ۱۶۵ ټنه او د خواف – هرات له لارې ۴۶زره او ۴۰۳ ټنه انتقالات شوي چې ټولټال ۴۹۲زره او ۵۳۶ ټنه کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د روان کال د وږي په میاشت کې بیا د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۲۱زره او ۷۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي وو چې ۱۹۴۶ ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تر دې وړاندې ویلي و، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د انتقالاتو کچه ۲۱۸۱۵۴۴ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره؛ د تېرو شپږو میاشتو په انتقالاتو کې تېل، اوبلن ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ودانیز توکي هېواد ته وارد شوي او دارنګه وچه مېوه، د انارو جوس، کاني ډبرې او کچالو له افغانستان نه بهر ته صادر شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او ایران د بندیانو پر تبادلې هوکړه کړې

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۴ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌ ابادي ویلي، چې طالبانو له افغانستان نه ایران ته د ایراني بنديانو د لېږد هوکړه کړې ده. هغه ویلي، چې د دواړه خواوو د هوکړې له مخې د دغو بندیانو نوملړ به ډېر ژر د ایران سفارت ته وسپارل شي او ژر تر ژره به یې د لېږد زمینه برابره شي.

طالبانو او د ایران حکومت د هغو ایراني بندیانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې بندیان دي. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړې، هغه افغان بنديان چې د لېږد شرایط پوره کوي؛ د ایران له زندانونو به افغانستان ته د بند د پاتې مودې د تېرولو لپاره واستول شي.

که څه هم د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د کره شمېر په اړه معلومات نه‌شته؛ خو وړاندې د ایران د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي و، چې په تېرو لسو کالو کې تر ۴۵۰۰ زیات بهرني زندانیان یې خپلو هېوادونو ته لېږدولي دي.

د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند د روان کال (د غبرګولې په ۲۱مه) نېټه ویلي و، چې په ایران کې تر ۴۰۰ ډېر افغان بندیان د یوه کال په موده کې په دوو پړاونو کې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي و، چې تر ۱۲زره زيات افغان کډوال د ایران، پاکستان او ترکيې په زندانونو کې بندیان دي. دغه وزارت ويلي، چې په تېر يو کال کې يې تر ۴زره ډېر افغان کډوال د پاکستان او یران له زندانونو را خوشې کړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ ۸زره افغان کډوال په ایران، ۳زره په پاکستان او شاوخوا زر کسان په ترکيه کې بندیان دي. ډېری افغانان په ایران او پاکستان کې د ناقانونه استوګنې په تور نیول شوي او یو شمېر یې د نشه‌یي توکو د استعمال او قاچاق له کبله زندانيان دي.

طالبان: د پاکستان هر برید ته به «پرېکنده ځواب» ورکړو

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، که پاکستان پر افغانستان برید وکړي، دوی به ورته «پرېکنده او سخت ځواب» ورکړي، داسې ځواب چې «پاکستان ته به درس او نورو ته عبرت» وي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي. هغه ویلي: «طالبانو تر اوسه هېڅ ځواک ته سر نه دی ټیټ کړی او که څوک برید وکړي، موږ د خپل هېواد د دفاع حق لرو.»

راپورونه وايي، د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ په استانبول کې خبرې اترې بې له هوکړې پای ته رسېدلې دي. پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد «څرګند او د باور وړ اقدامات» وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دوی خپلې رسمي غوښتنې په استانبول کې وړاندې کړې دي، خو د طالبانو لوری لا هم د دې غوښتنو پر وړاندې د مخالفت دریځ لري.

طالبان بیا ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته د ګواښ اجازه نه ورکوي او د خپلې خاورې د بشپړتیا دفاع د دوی مشروع حق دی.

اسلام‌اباد بیا وايي، د اوږدمهالې هوکړې لپاره باید د سرحدي بریدونو مخه ونیول شي او د باور سنجونې یو واضح میکانیزم رامنځته شي، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو مخه ونیول شي.

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کس او د هغه مرستیال محمد نبي عمري په خوست کې یوې غونډې ته ویلي، که کوم هېواد د افغانستان حریم نقض کړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي. هغه زیاته کړې: «داسې هڅې کېږي، چې یوځل بیا د نورو په اشارو جګړه پر مونږ وتپل شي.»

هغه زیاته کړې، چې د دوی پالیسي دا ده چې د بهرنیو او ګاونډيو هېوادونو په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي او نه هم خپله خاوره د کوم هېواد پرضد کاروي.

هغه وویل: «هېچا سره جنګ نه غواړو او نه هم مشکلات غواړو نه د خارجیانو او نه هم ګاونډیانو سره.»

محمد نبي عمري خبردارې ورکړی، چې که جګړه پر دوی تحمیل شي، نو د خپل وطن، دین او ناموس د دفاع لپاره به هماغسې وجنګېږي لکه څنګه چې یې تر دې وړاندې د نورو قدرتونو پروړاندې مقاومت کړی و.

طالبان: له مرکز او ولایتونو مو څه باندې درې نیم زره رواني ناروغان او لېونیان راټول کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولین وايي، د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده له حکم سره سم یې تراوسه ۳۵۸۰ رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند د دې چارې موخه د یوې سالمې ټولنې رامنځته کول او د ټولنیز رواني امنیت ټينګښت بللی دی.

د نوموړي په وینا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني ناروغانو د درملنې او د لېونیانو د ساتنې لپاره ځانګړی او خوندي چاپېریال برابر کړی دی.

هغه زیاتوي، دغه وزارت به په ټولنه کې ټول رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې لپاره سرې میاشتې ټولنې ته وسپاري او همداراز یې له هېوادوالو وغوښتل، چې په دې برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر افغان طالبان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطاالله تارړ ویلي، پاکستان څو ځلې له طالبانو سره د سرحدي بریدونو او د هند له ملاتړ برخمنو ډلو «ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې» په اړه خبرې کړي، خو دوی لا هم د دې ډلو ملاتړ کوي.

اخوا، طالبانو بیا تل دا ادعاوې رد کړي او دا وسله والې ډلې د پاکستان داخلي موضوع ګڼي.

تارړ په خپل اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات ناکامه شول او زیاتوي: «پاکستان د قطر او ترکیې په غوښتنه د طالبانو له رژیم سره په دوحه او استانبول کې خبرې وکړې، خو طالب لوري د باور وړ تضمین ورنکړ.»

هغه ادعا کړې، چې د پاکستاني پلاوي له خوا طالبانو ته د شواهدو وړاندې کېدو وروسته هم هغوی هېڅ عملي ژمنه ونه کړه او تل یې د خبرو له اصلي اجنډا ځان اړولی دی.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي: «د طالبانو رژیم د افغان ولس پر وړاندې مسوولیت نه‌احساسوي او غواړي خلک یو ځل بیا جګړې ته راکش کړي. پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت خوندي کولو لپاره هر ډول اقدام ترسره کړي.

د پاکستان د اطلاتو وزیر دا څرکندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.

د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه دې یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

خو د سرچینې په خبره: «زموږ دریځ دا دی، چې موږ ټي‌ټي‌پي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هېچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»

سرچینه زیاتوي: «د پاکستان مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي؛ که په پاکستان کې ټي‌ټي‌پي برید کوي، نو پاکستان هم حق لري، چې که په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌پي مشکوک حرکات وموندل؛ نو هوایي برید پرې وکړي.»

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو معین محمد نبي عمري ویلي چې هڅې روانې دي، ترڅو پر طالبانو جګړه تحمیل شي او دوی د بشپړې جګړې لپاره چمتو دي.

طالبانو له موسسو وغوښتل چې پر یوه ولایت تمرکز ونه‌کړي، بلکې ټولو ولایتونو ته مرستې ورسوي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۴ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ريیس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له رييسې میا‌پارک او د ځینو نورو موسسو له استازو سره په کتنه کې وویل، موسسې باید پر یوه ولایت تمرکز ونه‌لري، بلکې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته خپلې مرستې ورسوي.

دغې ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، نورالدین ترابي په دې کتنه کې د کډوالۍ له نړۍوال سازمان څخه وغوښتل، چې ژمنۍ مرستې له همدا اوسه پيل کړي، څو پر وخت اړمنې کورنۍ ترې برخمنې شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان رييسې میاپارک په دې کتنه کې وویل، پخوا په دې اداره کې د یاد سازمان کارکونکو یو دفتر درلوده او له نورالدین ترابي یې وغوښتل، چې یاد دفتر بېرته د دغه سازمان په واک کې ورکړي، څو د دواړو اداور تر منځ همغږي لاپسې زیاته شي.

نورالدین ترابي هم په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وواهه.