په بدخشان او سمنګان ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان دي

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ٦ نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي، چې ټپیان د درملنې لپاره د فیضاباد روغتون ته لېږدول شوي دي.




