سراج‌الحق: د پاکستان او افغانستان د مذاکراتو ناکامي دواړه ولسونه زیانمنوي

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج‌ الحق ویلي، چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې خبرې ناکامې شي، دواړه ولسونه به ترې زیان وویني.