• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل الرحمان: زموږ پوځ هم جګړه کوي او هم خبرې اترې کوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولا فضل الرحمان د پاکستان پر پوځ نیوکې وکړې، چې له هند وروسته یې اوس له افغانستان سره د جګړې شوق کړی. فضل الرحمان وايي، خلکو ختیځ پاکستان او د کارګل پېښې نه دي هیرې کړې. نوموړي وویل، چې « خدای یوڅه پرده در کړې ده، د هغې خیال وساتئ».

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پنجشنبې په ورځ، د لړم پر اتمه، د پاکستان په چناب نګر کې د ختم نبوت غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د پاکستان اسټبلشمنټ پر جګړه ټینګار کوي، خو خلکو د مشرقي پاکستان او کارګل پېښې نه دي هېرې کړې.

نوموړي وویل، چې « خدای یوڅه پرده در کړې ده، د هغې خیال وساتئ».

هغه د دې پردې په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ظاهرا هدف یې د پاکستاني اتومي وسلې دي.

فضل الرحمن په خپلو خبرو کې د پوځ د جګړې او خبرو اترو پر پالیسي نیوکه وکړه، چې هم جګړه پوځ کوي او هم خبرې اترې پوځ کوي. هغه زیاته کړه، « جګړه کوونکي خبرې او د خبرو اترو والا جګړه نه شي کولای».

هغه وویل، چې خبرې اترې دې ده ته پریږدي، چې پخوا هم بریالۍ وې.

فضل الرحمن وویل، چې « اورینې ویناوې اسانه دي، خو متانت هوښیاري، د ستونزو حل او له جګړې ځان اېستل اصل سیاست او مشري ده، که تاسې نه پوهیږئ سیاست موږ ته پرېږدئ هرڅه به سم شي».

د هغه اشاره د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ټي ټي پي سره خبرې اترې دي، چې وروسته د حکومت او پوځ په مشرۍ کې له بدلون سره بندې شوې.

فضل الرحمان وویل، چې « له هند سره یې شخړه وکړه او اوس یې له افغانستان سره شوق کړی، زموږ خلک بیانیو کې ډېر چټک دي، خپل داغ ته یې پام نه دی».

هغه پر پاکستاني پوځ غږ وکړ، چې پاکستان دې له هرچا سره نه جنګوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سفیر پاکستان ته: یا تړلې لارې پرانیزئ او یا د افغانانو جبري اخراج ودروئ

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۰

له تړلو دروازو سره هممهاله د افغان کډوالو اخراج ته په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب غبرګون ښودلی او وايي، پاکستان دې یا تړلې لارې خلاصې کړي او یادې هم د جبري اخراج پروسه ودروي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له خوا له افغانستان سره د ټولو لارو تړل کېدو له امله په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

نوموړي ویلي، چې دغه هېواد له یوې خوا له افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې دي او له بلې خوا یې له کورونو د افغان کډوالو د اېستلو عملیات پیل کړي دي.

سردار احمد شکیب زیاتوي:«پولیسو ته ویل شوي، چې د کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ تېزه کړئ، هغوی په کمپونو، جوماتونو او عامه ځایونو کې خلکو ته اعلانونه کوي، چې افغانان له کورونو او دوکانونو وباسئ. پولیسو ته یې په اړه معلومات ورکړئ. کورونه په کرایه مه ورکوئ.»

نوموړي ویلي، چې تردې مهاله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۰ زره افغان کډوال نیول شوي او موقت پنډغالو ته افغانستان ته د بېرته ستنولو په موخه انتقال شوي دي.

سرادار احمد شکیب وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې زرګونه افغان کډوال له کرايي کورونو وتلي او افغانستان ته د ستنېدو په تمه په لارو او کوڅو کې شپې او ورځې تیروي.

شکیب وايي:« د پاکستان له مختلفو سیمو په ځانګړي توګه له پنجاب څخه چې کومې کډې راغلې دي، له بده مرغه هغوی د پیښور له جمرود نه نیولې، تر تورخم پورې تقریبا ۴۰۰ لویو موټرونو کې منتظر پاتې دي چې له ډېرو شدیدو ستونزو سره مخ دي.»

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر ویلي، چې افغانستان ته د تګ په تمه بند پاتې کډوال د سرپناه، پاکو اوبو، خوړو او درملو له نشوالي سره مخ دي.

نوموړي ویلي، چې د تېرو څو ورځو پرمهال د نامناسبو شرایطو له امله درې ماشومانو او یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سردار احمد شکیب خبرداری ورکړی او وايي، که وضعیت همداسې دوام پیدا کړی، په پاکستان کې د بندو پاتې افغان کډوالو لپاره به ستر بشري ناروین ناورین رامنځته شي.

د طالبانو سفیر ویلي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه یې د پاکستان حکومت څخه رسمي غوښتنه کړې، چې ژر ترر ژره دې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې خلاصې کړي او د لارو نه خلاصولو په صورت کې دې د کډوالو د جبري شړلو لړۍ ودروي.

شکیب زیاتوي:«بله غوښتنه داده چې د ډیپورټ په مرکزونو کې دې له افغانانو سره انساني چلند وشي او د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې ورته برابره کړي.»

دغه طالب دیپلومات د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او نورو سازمامونو څخه غوښتنه کړې، چې د کډوالو په ستنېدنه کې همکاري زیاته کړي.

د پاکستان دفاع وزیر په دغه هېواد کې د امریکا له شارژدافیرې سره کتلي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د پاکستان دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد دفاع وزیر په اسلام اباد کې د امریکا له شارژدافیرې سره په ناسته کې پر هغو ننګونو غږېدلی، چې پاکستاني چارواکي یې سرچینه «افغانستان» ګڼي. د امریکا سفارت رسما د دې ناستې په اړه لاتراوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف او د امریکا شارژدافیر ناتلي بېکر د افغانستان د روان وضعیت او امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستانی لوری وايي، چې دواړو خواوو ټینګار کړی چې « د افغانستان له خاورې متوجه ګواښونه د سیمې د امنیت لپاره جدي دي او د اغېزناکو ګډو هڅو اړتیا لري».

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د خبرو پر مهال دواړو لوریو د افغانستان د سولې او ثبات اهمیت یاد کړی او ټینګار یې کړی چې له افغانستان نه سرچینه اخیستونکې امنیتي ننګونې باید په ګډو هڅو مهار شي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت تر اوسه ددې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان لوی درستیز په پېښور کې له قبایلي مشرانو سره غونډه کړې

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر پېښور ته د خپل سفر پرمهال له قبایلي مشرانو سره لېدنه کې له ګاونډیانو سره پر سوله ییزو اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګري د زغم وړ نه ده».

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۸مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عاصم منیر پېښور ته د سفر پرمهال له قبایلي مشرانو سره په غونډه کې ګډون کړی دی.

عاصم منیر له قبایلي مشرانو سره د لېدنې پرمهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان سره پر سوله ییزو اړیکو ټینګار کړی دی.

د پاکستان پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د عاصم منیر له قوله ویلي چې«پاکستان تمه لري له ټولو ګاونډیانو سره په ځانګړې توګه افغانستان سره سوله ییزې اړیکې ولري خو د له افغان خاورې څخه د پاکستان په سرحدي سیمو کې ترهګرې ورته د زغم وړ نه ده.»

د پاکستان د پوځ مشر یوځل بیا افغان طالبان له ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو سره پر همکارۍ کولو تورن کړي او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې د یادو ډلو پر ضد کلک ګامونه پورته کړي.

نوموړي له قبایلي مشرانو سره ژمنه کړې، چې د خیبرپښتونخوا ایالت به له ترهرګرو پاک کړي.

حقاني: افغانان په کوردننه ستونزې لري خو بهرنیو متجاوزینو ته یو دي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان او افغانستان وروستیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي چې پاکستان خپلې تېروتنې په افغانستان اچوي او له افغانستان څخه غچ اخلي چې دا یوه لویه تېروتنه ده. هغه ویلي چې هره ستونزه د خبرو له لارې حل کیدلای شي.

حقاني د پنجشنیې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزه دومره لویه نه ده چې یو بل ته باید لاس په ماشه شي. د هغه په وینا چیرته چې د خبرو ګنجایش وي هلته جګړې ته اړتیا نه پاتې کیږي.

حقاني خپلو خبرو کې سل کلن توافقات یاد کړل چې پاکستان ورته لمن وهي او ویې ویل: «که په حقوقي لحاظ موږ هغو مسایلو ته ورځو بیا به نه پاکستان پاکستان وي او نه به دا زموږ لوی افغانستان چې کوم دی، دا افغانستان له پاکستان سره په هغه اعتماد باندې بیا کرار پاتې شي.»

حقاني وویل چې دا ناسمه ده چې پاکستان وایي د دوی کورنۍ ناامني د طالبانو له امله ده.

په دې تړاو هغه وویل چې په ۲۰۰۳ کال کې د پاکستان د غلطې پالیسې له امله قبایل یې پروړاندې راپورته شول او د تحریک طالبان پاکستان په شمول نور تحریکونه یې وزیږول چې پاکستان کې یې ډېرې پېښې رامنځته کړې.

حقاني زیاته کړه چې پاکستان ته یې په بېلابېلو مجلسونو کې ویلي چې خپلې ستونزې دې د کور دننه حل کړي. هغه پاکستان ته خبرداری ورکړ چې خپلې ستونزې دې افغانستان ته نه راوړي کنه ګرانه به ورته تمامه شي.

هغه وایي چې د ډیورنډ کرښې باندې بریدونه د پاکستان ستره تېروتنه وه او دی پرې افسوس کوي.

هغه ویلي چې که افغانستان خلک دننه په کور کې له یو بل سره ستونزي لري خو بهرنیو متجاوزینو ته یو دي.

نوموړي وویل، چې د خپل حریم دفاع یې لومړیتوب دی.

حقاني دې غونډې ته وویل په دوحه او ترکیه کې چې کومې خبرې روانې دي پاکستان ښه پوهیږي چې ستونزه یې خپله ده او حل لار ورته لري خو دوی په دې نه پوهیږي چې ولې یې پر دوی (طالبانو) ورتپي.

حقاني یو ځل بیا ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه وګڼله او بیا یې وویل چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه استفاده کیږي.

هند وايي د افغانستان د اوبو او برېښنا پروژو ملاتړ ته چمتو دی

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، هېواد یې د افغانستان د اوبو او برېښنا پروژو د ملاتړ لپاره چمتو دی او غواړي د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت هڅې پیاوړې کړي.

جیسوال دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ، د لړم پر اتمه، په نوي ډیلي کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

نوموړي د کونړ پر سیند د بند جوړلو یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «هند د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره له ټولو هڅو ملاتړ ته چمتو دی، چې پکې د افغانستان د اوبو او برېښنا پروژې هم شاملې دي.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې هند له افغانستان سره د اوږدمهالې همکارۍ تاریخ لري، په ځانګړي ډول د اوبو په مدیریت کې.

هغه د سلما بند یادونه هم وکړه، چې د هند په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی او د دواړو هېوادونو د دوستی بند په نوم پېژندل کېږي.

جیسوال په دغه کنفرانس کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند د سفر یادونه هم وکړه.

د هند دغه دریځ داسې مهال دی، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله امر کړی چې په کونړ سیند دې برېښنا بند جوړ شي.