• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، د پاکستان له زندانونو تر ۳۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د لسګونه افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خوشې شوي ۳۰۵ افغانان د روانې اوونۍ په لړ کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ له بنده خلاص شوي دغه افغانان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په زندان کې پاتې شوي دي. که څه هم د طالبانو د کډوالو وزارت دا نه‌دي ویلي، چې دغه افغانان د کومو جرمونو په تړاو نیول شوي وو؛ خو تر ډېره په پاکستان کې افغانان د اوسېدو قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول کېږي.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۶۵۰۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې پرون چهارشنبه له ایران او پاکستان نه ۱۲۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۶۲ کسانو ته رسېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ یادې کورنۍ د سپین بولدک، اسلام‌کلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې له دغه ستنو شویو کډوالو سره د ځینو لومړنیو توکو مرستې هم شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډیوربنډ کرښې په اوږدو کې د لارو د تړل کېدو له کبله د سلګونه افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

وړاندې په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي و، دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په لنډمهالي ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د راپورونو پربنسټ؛ د تورخم دروازې د تړل کېدو له کبله هم سلګونه کورنۍ له څو ورځو راهیسې بندې پاتې دي او له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه کړې او هره ورځ د سلګونه کورنیو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي.

روسي چارواکی: ښايي وېنزویلا او کیوبا ته اټومي توغندي ورکړو

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۷ GMT+۰
100%

یو روسي چارواکي ګواښ کړی، چې هېواد یې ښايي وېنزویلا او کیوبا ته اټومي توغندي ورکړي او امریکا یې دښمن هېواد بللی دی. په دې اړه په واشنګنټن کې د «ای اېس ډبلیو» په نامه یو څېړنیز مرکز ویلي، په دې ډول امریکا او روسیه دواړه هڅه کوي چې یو بل تر فشار لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ډونالډ ټرمپ د امریکا دفاع وزارت ته امر کړی چې سملاسي دې د اټومي وسلو ازموینه پیل کړي. نوموړي ویلي، چې دغه اقدام به د امریکا د سیالانو، په ځانګړي ډول د روسیې او چین د ازموینو په کچه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین ویلي چې روسیې د بوریوېستِنیک په نوم نوی اټومي کروز توغندی په بریالیتوب سره وازمویه.

تر رومیانو وروسته؛ پاکستان کې پیاز هم دوه چنده قیمته شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۰
100%

پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې تر رومیانو وروسته اوس په تېرو څو ورځو کې د پیازو بیې هم په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي. د پیازو بیه چې مخکې له ۱۱۰ تر ۱۲۰ پاکستاني کلدارو پورې وه، اوس د هر کیلو بیه ۲۲۰ کلدارو ته رسېدلې ده.

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د رومیانو بیه اوس له ۷۰۰ پاکستاني کلدارو بېرته ۲۰۰ ته راټیټه شوې؛ خو بله‌خوا د پیازو بیې مخ په لوړېدو روانې دي او غوښتنه یې هم ډېره شوې ده. یاده ورځپاڼه وایي، د خوراکي توکو او سبزیجاتو د لوړو بیو له کبله پاکستانیان اوس اېله د ورځې سودا اخلي او د ډېرې سودا له اخیستو ډډه کوي.

د سبزیو د عمده پلورونکو ټولنې مشر حاجي شاه‌جهان ویلي، د سند ایالت له تازه فصلونو څخه د پیازو حاصل پیل شوی؛ خو لاهم دغه کچه محدوده ده او تمه کېږي تر راتلونکو درېیو اونیو پورې به دغه حاصلات زیات شي. هغه زیاته کړې، تر هغه وخته به د پیازو بیې ښایي همداسې لوړې پاتې وي.

شاه‌جهان وویل، چې لږه اندازه پیاز له ایران هم ور وړل کېږي؛ خو د ایران د لوړو بیو او د ګمرکي ځنډ له امله د‌ پاکستان واردات له ستونزو سره مخ دي. هغه همدارنګه څرګنده کړه، له هغه وخت راهیسې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ سوداګري د ډیورنډ پر کرښه د جګړو له امله بنده شوې؛ بیا له افغانستان څخه هېڅ ډول سبزیجات پاکستان ته نه دي ور وړل شوي.

د نوموړي په خبره: «په تېرو څو ورځو کې د سبزیو په عمده بازارونو کې د پیازو کموالی راغلی، ځکه چې د سند له فصلونو حاصلات ډېر کم دي او له ایران نه بیا واردات محدود دي.» د سزیجاتو د ټولنې د دغه مشر په وینا؛ اوس‌مهال د لوړو بیو له امله د پاکستان د پیازو صادرات هم درېدلي دي.

کراچۍ کې ځايي کمېشنر هم په بازارونو کې د سبزیجاتو او خوراکي توکو له بیو اندېښنه ښودلې. هلته نرخ‌نامه کې د یو کیلو پیازو بیه ۱۰۴کلدارې ښوول شوې؛ خو په بازارونو کې له ۲۰۰تر ۲۲۰ روپیو پلورل کېږي. همدا راز په پنجاب ایالت کې هم د پیازو له لوړو بیو شکایتونه شوي. هلته نه یوازې ځايي اوسېدونکو؛ بلکې کاروباریانو هم له دې لوړو بیو سر ټکولی.

دغه بیې داسې مهال لوړېږي، چې پاکستان کې د رسمي شمېرو له مخې د تېر کال پرتله سږ کال د پیازو حاصلاتو کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله د سبزیجاتو او تازه مېوو کاروباریانو ته هم درانه زیانونه اوښتي.

افغانستان انټرنشنل ته د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د انګورو د کاروباریانو او بڼوالو راستول شویو معلوماتو کې شکایتونه شوي، چې د لارو بندېدو له کبله دوی درانه مالي زیانونه لیدلي. بڼوال او کاروباریان وایي، سږ کال یې په تازه مېوو کې درانه زیانونه جبران کړي او که له پاکستان سره لارې همداسې تړلې وي؛ نو حاصلات به یې له لا نورو تاوانونو سره مخ شي.

هم‌مهاله افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړې، چې د اسلام‌اباد او کابل واکمنو په لوی لاس سوداګري د سیاسي کړکېچ قرباني کړې ده. دغه سوداګر وایي، دواړه لوري سوداګر او عام وګړي د دغه کړکېچ قربانیان دي.

رانا ثناءالله: له طالبانو سره خبرې د کړکېچ یوازینۍ حل لاره ده

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۰
100%

د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناءالله ويلي، چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د دوام لپاره باید پر کابل د واکمنې ډلې ډاډ یو ځل بیا ترلاسه شي؛ څو مذاکرات یو ځل بیا پیل شي. هغه ټینګار کړی، چې د کړکېچ د حل لپاره خبرې یوازینۍ د حل لاره ده.

هغه له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر له هغه دریځ سره همغږی دی چې ګوندې طالبانو سره دې د خبرو له لارې مسایل حل شي. نوموړي زیاته کړې، تر څو چې طالبان په بشپړه توګه راضي نه‌شي؛ نو مذکرات کومې پایلې ته نه رسېږي. هغه وایي، طالبانو ته باید یو دوه ځله نور هم د خبرو فرصت ورکړل شي.

طالبانو او پاکستان څو اونۍ وړاندې پر ډیورنډ کرښه تر سختو جګړو وروسته بالاخره په دوحه کې د اوربند تړون وکړ او له هغې وروسته یې روانه اونۍ په استانبول کې مذاکرات پیل کړل. که څه هم دغه مذکرات بې‌پایلې پای ته رسېدلي؛ خو منځګړي هېوادونه قطر او ترکیه هڅه کوي، چې بیا یې پیل کړي.

اسلام‌اباد په استانبول کې د طالبانو له پلاوي غوښتي و، چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي؛ خو ویل کېږي طالبانو له دې چارې انکار کړی.

بلخوا طالب پلاوي بیا له پاکستاني لوري په یوې لیکلې مسوده کې غوښتي، چې د داعش وسله‌والې ډلې مرکزونه په پاکستان کې دي او د دوی پر ضد کارول کېږي؛ نو پاکستان دې هم تضمین ورکړي چې خاوره به یې د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي.

لا هم روښانه نه‌ده، چې دغه ځنډېدلي مذاکرات به بیا کله پیل شي او هم‌مهاله وېره شته چې ښايي د دواړو لوریو ترمنځ بیا جګړه‌ییز کړکېچ رامنځته شي.

د بشري کړکېچ په اوج کې؛ ایران په روان کال کې تر ۱.۵مېلیونه ډېر افغان کډوال اېستلي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۰
100%

د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال علي اکبر‌ پورجمشیدیان ویلي، دوی د ایران له نورو ادارو سره په ګډه د روان کال له پیل څخه تر ۱.۵مېلیونه ډېر افغانان له خپل هېواده اېستلي دي. هغه وایي، له دې ډلې ډېری یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په وینا، بهرني وګړي چې پوه شول ایران له بې‌اسناده کډوالو سره ستونزې لري او ورته د استوګنې شرایط نور مناسب نه‌دي؛ نو په خپله خوښه یې له دغه هېواده وتل پیل کړل. نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې ایراني پولیسو او ځواکونو افغانان په جبري توګه له خپل هېواده اېستلي او دغه لړۍ لا هم دوام لري. ډېری اېستل شویو افغانانو نیوکه کړې، چې پولیسو شکنجه کړي، لوټلي او ان زنداني کړي هم دي.

دغه چارواکي همدا راز زیاته کړې، چې ایران له افغانستان سره پر پوله د سپاه پاسدارانو ځواکونو تر ۲۰۰کېلو مېټرو پورې دېوال بشپړ کړی دی. هغه وایي، پر یاده پوله د دېوال جوړېدو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او دغه بهیر لا نور د چټکتیا په حال کې دی.

جمشیدیان وویل: «هیله لرو، چې په راتلونکو کلونو کې د ختیځو پولو د بشپړ بندېدو پروسه هم بشپړه شي؛ څو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.»

هغه همداراز څرګنده کړه، چې د سرحدي دیوال جوړونې لپاره کارېدونکي ځینې وسایل او تجهیزات زاړه شوي او اوس یې د نوي کولو پر پلان کار روان دی. نوموړی وایي، د دغه امکانات برابرول د بودجې سره هم تړلي دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په خبره؛ که اړینه بودجه برابره شي، نو د دېوال جوړونې چارې به په نږدې راتلونکي کې په پوره ځواک سره پر مخ ولاړې شي.

له ایران ور هاخوا د‌ طالبانو په روانه واکمنۍ کې پاکستان هم هغه هېواد دی، چې د روان کال له پیله یې نږدې ۵۰۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي او دغه لړۍ تر نن ورځې هم په چټکۍ روانه ده. له طالبانو سره پر ډیورنډ کرښه د پاکستان رامنځته شوي کړکېچ پر مهال په وار، وار اسلام‌اباد خبرداری ورکړی، چې نور ورته په خپل هېواد کې د افغان کډوالو حضور د منلو نه‌دی.

هاخوا افغانستان هم له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې له سخت اقتصادي کړکېچ، فقر، بې‌ثباتۍ او سیاسي ناورین سره مخ دی. ملګرو ملتونو او د کډوالو د ملاتړ یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې د کډوالو ستنېدو لړۍ په هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړی او که دغه لړۍ دوام وکړي؛ نو د لوږې کچه به هم ورسره پراخه شي.

طالبان که څه هم بېرته ستنېدونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو دعوې کوي؛ خو پرې نیوکې دي چې مدیریت او مرستو رسولو کې پاتې راغلي. د تازه ستنو شویو افغانانو پر وړاندې بې‌روزګاري، د سرپناوو نشتوالی، د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه او اقتصادي ستونزې تر ټولو لویې ننګوونې دي.