• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري کړکېچ په اوج کې؛ ایران په روان کال کې تر ۱.۵مېلیونه ډېر افغان کډوال اېستلي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال علي اکبر‌ پورجمشیدیان ویلي، دوی د ایران له نورو ادارو سره په ګډه د روان کال له پیل څخه تر ۱.۵مېلیونه ډېر افغانان له خپل هېواده اېستلي دي. هغه وایي، له دې ډلې ډېری یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په وینا، بهرني وګړي چې پوه شول ایران له بې‌اسناده کډوالو سره ستونزې لري او ورته د استوګنې شرایط نور مناسب نه‌دي؛ نو په خپله خوښه یې له دغه هېواده وتل پیل کړل. نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې ایراني پولیسو او ځواکونو افغانان په جبري توګه له خپل هېواده اېستلي او دغه لړۍ لا هم دوام لري. ډېری اېستل شویو افغانانو نیوکه کړې، چې پولیسو شکنجه کړي، لوټلي او ان زنداني کړي هم دي.

دغه چارواکي همدا راز زیاته کړې، چې ایران له افغانستان سره پر پوله د سپاه پاسدارانو ځواکونو تر ۲۰۰کېلو مېټرو پورې دېوال بشپړ کړی دی. هغه وایي، پر یاده پوله د دېوال جوړېدو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او دغه بهیر لا نور د چټکتیا په حال کې دی.

جمشیدیان وویل: «هیله لرو، چې په راتلونکو کلونو کې د ختیځو پولو د بشپړ بندېدو پروسه هم بشپړه شي؛ څو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.»

هغه همداراز څرګنده کړه، چې د سرحدي دیوال جوړونې لپاره کارېدونکي ځینې وسایل او تجهیزات زاړه شوي او اوس یې د نوي کولو پر پلان کار روان دی. نوموړی وایي، د دغه امکانات برابرول د بودجې سره هم تړلي دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په خبره؛ که اړینه بودجه برابره شي، نو د دېوال جوړونې چارې به په نږدې راتلونکي کې په پوره ځواک سره پر مخ ولاړې شي.

له ایران ور هاخوا د‌ طالبانو په روانه واکمنۍ کې پاکستان هم هغه هېواد دی، چې د روان کال له پیله یې نږدې ۵۰۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي او دغه لړۍ تر نن ورځې هم په چټکۍ روانه ده. له طالبانو سره پر ډیورنډ کرښه د پاکستان رامنځته شوي کړکېچ پر مهال په وار، وار اسلام‌اباد خبرداری ورکړی، چې نور ورته په خپل هېواد کې د افغان کډوالو حضور د منلو نه‌دی.

هاخوا افغانستان هم له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې له سخت اقتصادي کړکېچ، فقر، بې‌ثباتۍ او سیاسي ناورین سره مخ دی. ملګرو ملتونو او د کډوالو د ملاتړ یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې د کډوالو ستنېدو لړۍ په هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړی او که دغه لړۍ دوام وکړي؛ نو د لوږې کچه به هم ورسره پراخه شي.

طالبان که څه هم بېرته ستنېدونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو دعوې کوي؛ خو پرې نیوکې دي چې مدیریت او مرستو رسولو کې پاتې راغلي. د تازه ستنو شویو افغانانو پر وړاندې بې‌روزګاري، د سرپناوو نشتوالی، د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه او اقتصادي ستونزې تر ټولو لویې ننګوونې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

نرګس نهان: طالبان د ښځو له ځواک څخه وېره لري

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۰ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان وایي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ښځې محرومې کړې او د جنسي توپیر سختدریځه تګلارې یې پرې پلي کړې دي. د هغې په وینا؛ طالبان د ښځو له ځواک څخه وېره لري او هڅه کوي ټولنیز حضور یې په بشپړه توګه ختم کړي.

نوموړې له یوه څېړنیز بنسټ سره په دې وروستیو کې د افغان ښځو پر وضعیت تحقیق کړی، چې په‌کې د ۱۴ولایتونو څخه له ۶۰۰ ښځو او ۱۰۰نارینه‌وو سره مرکې شوې دي. دغې څېړنې په ډاګه کړې، چې طالبانو نه یوازې ښځې له خپلو ازادیو بې‌برخې کړې؛ بلکې د امربالمعروف قانون له کبله یې د محدودیتونو لړۍ تر کورونو هم ور رسېدلې دي.

نرګس نهان له یوې ویب پاڼې سره په مرکه کې وویل، چې طالبان له لوستو او باخبره ښځو څخه سخته وېره لري. هغه وایي، دا یوازینۍ طبقه ده چې د طالبانو سختدریځه تګلارو ته نه تسلیمېږي. د نوموړې په خبره: «طالبان له ښځو وېرېږي، ځکه که یو حق ورکړل شي؛ نو خپل دویم او درېیم حق هم ترې غواړي. د طالبانو لپاره د ښځو چوپ ساتل د واک د ساتلو په مانا ده.»

د نسکور شوي جمهوري نظام د دغې مخکېنۍ وزیرې په وینا، د ښځو ځپل یوازې مذهبي یا کلتوري کار نه‌دی؛ بلکې دغه اقدامات د طالبانو د سیاسي سټراټېژۍ برخه دي، څو خپل واک ټینګ وساتي او هر خپلواک ټولنیز ځواک له‌منځه یوسي.

نوموړې زیاتوي، طالبانو د وېرې او ډار په خپرولو داسې چاپېریال رامنځته کړی چې خلک خپله په‌کې د ښځو د څار او ځپلو وسیله ګرځېدلي دي. نهان د طالبانو پر دیني مدرسو هم نیوکه کړې او دا یې د سختدریځۍ د دوام لپاره په راتلونکي کې یو لوی ګواښ بللی دی.

د هغې په خبره: «اوس له درې مېلیونه ډېر هلکان د طالبانو په دیني مدرسو کې زده‌کړې کوي. دا داسې بم دی، چې یو وخت به حتمي چوي. داسې نسل روزل کېږي، چې نه یوازې ښځې بلکې ټوله نړۍ به دښمنه ګڼي.» د مخکېنۍ افغان کابینې دغې پخوانۍ غړې نیوکه کړې، چې د ملګرو ملتونو او لوېدیځو هېوادونو له لوري طالبانو سره ترسره کېدونکی چلند بې‌اغېزې دی او نړۍوال احتیاطي تعاملات هم د طالبانو په ګټه تمام شوي دي.

نرګس نهان وایي: «هیڅ ناسته او عکس باید داسې یو رژیم ته مشروعیت ور نه‌کړي، چې نیمه ټولنه یې له ژوند څخه حذف کړې ده. تعامل باید د ریښتیني بدلون پر بنسټ وي، نه د سیاسي مصلحت پر اساس.» د نوموړې په وینا؛ له دې ټولو ستونزو، بندیزونو او محدودیتونو سره سره افغان نجونو او مېرمنو خپله مبارزه روانه ساتلې او په خپلو کورونو کې پټې زده‌کړې، کوچني اقتصادي کاروبارونه او ټولنیز بحثونه کوي.

د جمهوري نظام یادې پخوانۍ چارواکې همداراز له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې تر هغې ودروي؛ څو کابل د یو مشروع او عادلانه نظام څښتن شي. هغه باور لري، چې د کډوالو بېرته ستنېدنه د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.

هغې د هغو ګاونډیو او لوېدیځو هېوادونو پر کړنو هم نیوکه وکړه، چې افغان کډوال بېرته استوي او ویې ویل:« تر هغه چې دغه اوسنی نظام پر ځای وي، نه امنیت شته او نه د بېرته ستنېدو هیله.» د هغې په باور، د کډوالو بېرته ستنول هغوی له مستقیم ګواښ سره مخ کوي.

د پنجاب پولیسو ۷۴ افغانان نیولي دي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب ایالت د راولپېنډۍ ښار پولیسو خبر ورکړی، چې په دغه ښار کې د مېشتو بې‌اسناده افغانانو د نیولو عملیاتو پرمهال یې ۷۴ کسان نیولي دي. پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د عملیاتو پرمهال یې هغه پنځه پاکستانیان هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.

پولیسو خبرداری ورکړی، هیڅوک حق نه‌لري چې په پنجاب کې افغانانو ته کورونه، هټۍ او وسایط په کرایه ورکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرغړونې په صورت کې به پاکستاني وګړي له قانوني او جدي چلند سره مخ وشي.

په ورته وخت کې په اسلام‌اباد کې هم مېشت یوشمېر افغانان وايي، چې د کورونو د پرېښودو خبرداری ورکړل شوی دی. یو افغان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د کور څښتن ورته ویلي چې که تر درېیو ورځو کور خوشې نه‌کړي؛ نو په زور به یې له کوره وباسي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پنجاب ایالت سر وزیرې مریم نواز ویلي، له بې‌اسناده افغان کډوالو سره د کاروبار کوونکو کسانو سره به «قانوني چلند» وشي. نوموړې له ځايي خلکو غوښتي، چې افغانانو ته کور او یا هټۍ په کرایه ورنه کړي.

په تېرو ۷ میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ راپور ورکړی، چې د روان کال د مارچ له ۱۲مې د نومبر تر ۲مې پورې ۲.۷۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله لارې بندې او د راستنېدو بهیر ځنډېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) د ستنېدونکو افغانانو د شمېر او د افغانستان د وضعیت په اړه راپور خپور کړ.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په تېرو نږدې اوو میاشتو کې ۱.۵ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه او ۵۰۰ زره نور له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې د کډوالو د ستنېدو بهیر ګډوډ کړی او د ستنېدونکو افغانانو لپاره ګواښونه زیات شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، هغه افغانان چې په پاکستان کې یې د نوم لیکنې کارت یا د پي او ار موده پای ته رسیدلې په ناامنه وضعیت کې دي او ډېری یې د نیولو یا اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

راپور کې همدارنګه راغلي: «افغانستان له یوه پراخ بشري بحران سره مخ دی، چې د بشري حقونو خراب وضعیت، اوږدمهاله اقتصادي ستونزې، دوامداره طبیعي ناورینونه او حیاتي خدماتو ته د محدود لاسرسي له کبله لا جدي شوی دی.»

دغه سازمان زیاتوي، چې د تاجکستان حکومت هم د افغان کډوالو د خپلواکه اېستلو سیاست ته دوام ورکړی، چې له امله یې کډوال د بېړني او بې‌ باورۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ د ستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو او ملاتړ لپاره د ۲۵۸ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

پخوانی پاکستانی وزیر: د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو ناکامېدل به وضعیت لا خراب کړي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو ویلي، چې په استانبول کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې د ناکامۍ له سیوري سره مخ دي، چې دا د اندېښنې وړ او نازک وضعیت رامنځته کوي. نوموړي زیاته کړې، چې خبرې اترې د سولې ټینګښت او دوه‌ اړخیزې اړیکې پیاوړې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د پاکستان عادلانه غوښتنه دا ده چې د افغانستان له لوري څخه هېڅ ډول تېری یا نفوذ ترسره نه‌ شي.»

نوموړي زیاته کړې، که دا غوښتنه ونه منل شي، حالت به لا پسې خراب شي.

هغه له څو ورځو راهیسې په دې ټکي نه موافقه کول د اندېښنې وړ ګڼلې او زیاته کړې یې ده: «موږ تمه نه درلوده چې موضوع به تر دې کچې خرابه شي.

نوموړي په ټينګار سره هیله ښودلې: «موږ اوس هم باور لرو چې د مذاکراتو لاره د دوامدار سولې د ټينګښت او د دوه اړخیزو اړیکو د بیا جوړېدو یوازینۍ مناسبه او ګټوره لاره ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې په ترکیه کې د پاکستان او د طالبانو پلاوی یو بل د خبرو د ناکامۍ مسوول ګڼي.

د یادولو ده، چې تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و چې پاکستاني پلاوي په ترکیه کې طالبانو ته ۷ غوښتنې وړاندې کړ دي. د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پالو پر ضد عملیات، د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف نه کارول، د استخباراتي معلوماتو تبادله او له ډیورنډ کرښې څارنه په دې غوښتنو کې شامله ده، خو طالبان بیا وايي چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان په خاوره کې دی او دوی چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په وړاندې وکارول شي.

د پاکستان پلاوي له ترکیې څخه د وتلو پر مهال د کوربه هېواد په ټینګار خپل سفر وځنډاوه

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د پاکستان پلاوی له ترکیې څخه د وتلو پر مهال د کوربه هېواد په ټينګار خپل سفر ځنډولی. په خبر کې راغلي، دا سفر وروسته له هغه وځنډول شو چې طالبانو د خپل دریځ د بیا کتنې خبره کړې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان پلاوي د ترکیې له مذاکراتو وروسته د پنجشنبې د ورځې په سهار غوښتل له دغه هېواده ولاړ شي.

وړاندې سرچینو ویلي و، چې په ترکیه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو کي پاکستان ځان کاږي او هڅه کوي، چي خبرې ناکامه کړي.

یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو ویلي وو، چې د پاکستان پلاوی «بې‌صلاحیته، کمزوری او د ټیټې کچې» و.

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر عطاءالله تارړ د چهارشنبې په ورځ په یوې مرکه کې وویل، چې د طالبانو رژیم د استانبول د څلور ورځنیو خبرو اترو د ناکامۍ مسوول دی.

بل‌خوا، د طالبانو نږدې رسنیو د تارړ د څرګندونو خلاف د پاکستان پلاوی د خبرو د ناکامۍ مسوول بللی او ادعا یې کړې، چې د پاکستان استازو د احتمالي موافقې له لاسلیک مخکې پلمې جوړې کړې او غونډه یې پرېښوده.