• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېرو ۷ میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ راپور ورکړی، چې د روان کال د مارچ له ۱۲مې د نومبر تر ۲مې پورې ۲.۷۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله لارې بندې او د راستنېدو بهیر ځنډېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) د ستنېدونکو افغانانو د شمېر او د افغانستان د وضعیت په اړه راپور خپور کړ.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په تېرو نږدې اوو میاشتو کې ۱.۵ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه او ۵۰۰ زره نور له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې د کډوالو د ستنېدو بهیر ګډوډ کړی او د ستنېدونکو افغانانو لپاره ګواښونه زیات شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، هغه افغانان چې په پاکستان کې یې د نوم لیکنې کارت یا د پي او ار موده پای ته رسیدلې په ناامنه وضعیت کې دي او ډېری یې د نیولو یا اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

راپور کې همدارنګه راغلي: «افغانستان له یوه پراخ بشري بحران سره مخ دی، چې د بشري حقونو خراب وضعیت، اوږدمهاله اقتصادي ستونزې، دوامداره طبیعي ناورینونه او حیاتي خدماتو ته د محدود لاسرسي له کبله لا جدي شوی دی.»

دغه سازمان زیاتوي، چې د تاجکستان حکومت هم د افغان کډوالو د خپلواکه اېستلو سیاست ته دوام ورکړی، چې له امله یې کډوال د بېړني او بې‌ باورۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ د ستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو او ملاتړ لپاره د ۲۵۸ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو د برازیلي پولیسو د جوړښت او کړنلارو د ژر تر ژره اصلاح غوښتنه وکړه

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د برازیل په ریو دو ژانیرو ښار کې د پولیسو له تاریخي مرګوني عملیاتو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر وولکر ترک د برازیلي پولیسو په جوړښت او کړنلارو کې د بېړني، جامع او اغېزمنو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د قانون پلي کولو کې د تاوتریخوالي او نژادي تبعیض دوام باید سمدلاسه ودرول شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، وولکر تورک د ریو ډې ژانیرو د پولیسو د خونړي عملیاتو په غبرګون کې وویل، چې برازیل باید د «افراطي تاوتریخوالي کړۍ» ماته کړي.

د برازیل پولیسو د سې شنبې په ورځ د «کمپلېکسو دو المایو» او «کمپلېکسو دا پنیا» په سیمو کې پراخ عملیات ترسره کړل چې د چارواکو په وینا، د شاوخوا ۱۰۰ قضایي حکمونو د تطبیق لپاره د منظمې جرمې شبکې د غړو پر وړاندې پلان شوي وو.

په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳۲ کسان وژل شوي، چې پکې څلور د پولیسو افسران هم شامل دي او ۸۱ تنه نور نیول شوي دي.

تورک وویل: «زه پوهېږم چې له هغو سخت‌دریځو ډلو لکه کومانډو ورمیلیو سره مبارزه اسانه نه ده، خو د درنو تلفاتو لرونکي عملیاتو تکرار په ځانګړي ډول د افریقایي‌الاصله اوسېدونکو په منځ کې دا ښيي چې د قانون د پلي کولو په کړنلارو کې باید جدي بدلون راشي.»

تورک ټینګار وکړ، چې برازیل باید ډاډ ترلاسه کړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د زور کارول د نړۍوالو معیارونو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر د وروستیو پېښو په اړه د سمدستي، خپلواک او اغېزمنو څېړنو او د پولیسو په ځواک کې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

هغه د اغېزمنو کورنیو او ټولنو د ملاتړ لپاره د خپلواکو میکانیزمونو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ ترڅو عدالت او تاوان ترلاسه کړي.

پخوانی پاکستانی وزیر: د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو ناکامېدل به وضعیت لا خراب کړي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو ویلي، چې په استانبول کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې د ناکامۍ له سیوري سره مخ دي، چې دا د اندېښنې وړ او نازک وضعیت رامنځته کوي. نوموړي زیاته کړې، چې خبرې اترې د سولې ټینګښت او دوه‌ اړخیزې اړیکې پیاوړې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د پاکستان عادلانه غوښتنه دا ده چې د افغانستان له لوري څخه هېڅ ډول تېری یا نفوذ ترسره نه‌ شي.»

نوموړي زیاته کړې، که دا غوښتنه ونه منل شي، حالت به لا پسې خراب شي.

هغه له څو ورځو راهیسې په دې ټکي نه موافقه کول د اندېښنې وړ ګڼلې او زیاته کړې یې ده: «موږ تمه نه درلوده چې موضوع به تر دې کچې خرابه شي.

نوموړي په ټينګار سره هیله ښودلې: «موږ اوس هم باور لرو چې د مذاکراتو لاره د دوامدار سولې د ټينګښت او د دوه اړخیزو اړیکو د بیا جوړېدو یوازینۍ مناسبه او ګټوره لاره ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې په ترکیه کې د پاکستان او د طالبانو پلاوی یو بل د خبرو د ناکامۍ مسوول ګڼي.

د یادولو ده، چې تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و چې پاکستاني پلاوي په ترکیه کې طالبانو ته ۷ غوښتنې وړاندې کړ دي. د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پالو پر ضد عملیات، د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف نه کارول، د استخباراتي معلوماتو تبادله او له ډیورنډ کرښې څارنه په دې غوښتنو کې شامله ده، خو طالبان بیا وايي چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان په خاوره کې دی او دوی چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په وړاندې وکارول شي.

د پاکستان پلاوي له ترکیې څخه د وتلو پر مهال د کوربه هېواد په ټینګار خپل سفر وځنډاوه

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د پاکستان پلاوی له ترکیې څخه د وتلو پر مهال د کوربه هېواد په ټينګار خپل سفر ځنډولی. په خبر کې راغلي، دا سفر وروسته له هغه وځنډول شو چې طالبانو د خپل دریځ د بیا کتنې خبره کړې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان پلاوي د ترکیې له مذاکراتو وروسته د پنجشنبې د ورځې په سهار غوښتل له دغه هېواده ولاړ شي.

وړاندې سرچینو ویلي و، چې په ترکیه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو کي پاکستان ځان کاږي او هڅه کوي، چي خبرې ناکامه کړي.

یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو ویلي وو، چې د پاکستان پلاوی «بې‌صلاحیته، کمزوری او د ټیټې کچې» و.

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر عطاءالله تارړ د چهارشنبې په ورځ په یوې مرکه کې وویل، چې د طالبانو رژیم د استانبول د څلور ورځنیو خبرو اترو د ناکامۍ مسوول دی.

بل‌خوا، د طالبانو نږدې رسنیو د تارړ د څرګندونو خلاف د پاکستان پلاوی د خبرو د ناکامۍ مسوول بللی او ادعا یې کړې، چې د پاکستان استازو د احتمالي موافقې له لاسلیک مخکې پلمې جوړې کړې او غونډه یې پرېښوده.

د پاکستان پحوانی چارواکی: د امریکا ولسمشر ټرمپ دې د بلوچستان د ازادۍ ملاتړ وکړي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۰

د بلوچستان پخواني ایالتي وزیر او د بلوڅ ملتپاله غورځنګ ملاتړي، تارا چند د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي او دا سیمه له پاکستان څخه بېله کړي.

دغه پخواني پاکستاني چارواکي په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، که ولسمشر ټرمپ په رښتیا هم د سولې نوبل جایزه غواړي، نو باید د بلوچستان د ازادۍ لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

نوموړي ادعا کړې چې پاکستاني پوځ له تېرو اویا کلونو راهیسې بلوچستان تر خپل اشغال لاندې نیولی او د بلوڅ ولس پر وړاندې یې د «نسل وژنې»لړۍ روانه ساتلې ده.

هغه زیاته کړې، نړۍ ویني چې د پاکستان پوځ او حکومت د بلوچستان طبیعي زېرمو لوټ او تالان ته دوام ورکوي، خو د سیمې خلک لا هم له اوبو، برېښنا، روغتیا، درملو او ښوونې بنسټیزو خدمتونو څخه بې‌برخې دي.

ښاغلي تارا چند ټینګار کړی، که ټرمپ د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي، بلوڅ ملتپال به یې د سولې د نوبل جایزې لپاره بشپړ ملاتړ وکړي.

نوموړي د پاکستان پر پوځ او حکومت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې «بلوچستان د پاکستان له استعماري چلند ستړی شوی او د خپل برخلیک د ټاکلو حق غواړي».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پوځ پر ضد بریدونه او وسله وال فعالیتونه په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د شخړو د حل په برخه کې د ده د رول له امله د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړی دی.

د ایران تېل د لومړي ځل لپاره د رېل له لارې افغانستان ته صادر شول

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وویل، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات د رېل له لارې ترسره شول. هغه د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې د رېل له لارې د تېلو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره یو مهم ګام دی.

په ورته وخت کې د طالبانو د اورګاډي د پراختیا ادارې اجراییوي مشر مصطفی رضايي اعلان وکړ، چې د ۱۱۲۰ ټنه ډیزل لومړۍ بار چې ۲۰ محموله وو، د دې اوونۍ په پیل کې د خواف-هرات رېل پټلۍ او د «شمتیغ» رېل پټلۍ له لارې د افغانستان خاورې ته ورسېد.

رضایي وویل، چې د سون توکو د لومړي رېل‌ ګاډي ورتګ د هرات ولایت د روزنک تمځای ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د یوې نوې مرحلې پیل ښيي.

هغه زیاته کړه، چې په لومړي پړاو کې دا کنسرسیوم چمتو دی چې هره میاشت د خواف–روزنک د رېل پټلۍ له لارې له ۳۰ زرو ټنو څخه ډېر لوړکیفیت لرونکي سون توکي افغانستان ته صادر کړي.

د دې کنسرسیوم رییس ټینګار وکړ، چې د رېل له لارې د سون توکو انتقال به د سړکونو پر مسیرونو تکیه کمه کړي، د سرحدي ځنډ د له منځه وړلو له لارې به وخت او د سوداګرۍ لګښتونه راکم کړي.

رضایي د خواف–هرات رېل پټلۍ د سیمې یو خوندي او ستراتیژیک دهلېز وباله او ویې‌ ویل، چې د دې لارې کارول نه یوازې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ حجم زیاتوي، بلکې د افغانستان د سون توکو او اساسي موادو دوامداره تأمین هم تضمینوي او د انرژۍ د بازار ثبات ته په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې مثبت اغېز رسوي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا ۶۰ زره ټنه صادراتي او ټرانزیټي توکي د همدې رېل پټلۍ او د شمتیغ د پولې له لارې له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د خواف–هرات رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی. د پاکستان د بندرونو تړل کېدل د افغان سوداګرو پر وړاندې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو پراختیا لا نوره ډېره کړې ده.