پخوانی پاکستانی وزیر: د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو ناکامېدل به وضعیت لا خراب کړي
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو ویلي، چې په استانبول کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې د ناکامۍ له سیوري سره مخ دي، چې دا د اندېښنې وړ او نازک وضعیت رامنځته کوي. نوموړي زیاته کړې، چې خبرې اترې د سولې ټینګښت او دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د پاکستان عادلانه غوښتنه دا ده چې د افغانستان له لوري څخه هېڅ ډول تېری یا نفوذ ترسره نه شي.»
نوموړي زیاته کړې، که دا غوښتنه ونه منل شي، حالت به لا پسې خراب شي.
هغه له څو ورځو راهیسې په دې ټکي نه موافقه کول د اندېښنې وړ ګڼلې او زیاته کړې یې ده: «موږ تمه نه درلوده چې موضوع به تر دې کچې خرابه شي.
د بلوچستان پخواني ایالتي وزیر او د بلوڅ ملتپاله غورځنګ ملاتړي، تارا چند د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي او دا سیمه له پاکستان څخه بېله کړي.
دغه پخواني پاکستاني چارواکي په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، که ولسمشر ټرمپ په رښتیا هم د سولې نوبل جایزه غواړي، نو باید د بلوچستان د ازادۍ لپاره دې عملي ګامونه واخلي.
نوموړي ادعا کړې چې پاکستاني پوځ له تېرو اویا کلونو راهیسې بلوچستان تر خپل اشغال لاندې نیولی او د بلوڅ ولس پر وړاندې یې د «نسل وژنې»لړۍ روانه ساتلې ده.
هغه زیاته کړې، نړۍ ویني چې د پاکستان پوځ او حکومت د بلوچستان طبیعي زېرمو لوټ او تالان ته دوام ورکوي، خو د سیمې خلک لا هم له اوبو، برېښنا، روغتیا، درملو او ښوونې بنسټیزو خدمتونو څخه بېبرخې دي.
ښاغلي تارا چند ټینګار کړی، که ټرمپ د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي، بلوڅ ملتپال به یې د سولې د نوبل جایزې لپاره بشپړ ملاتړ وکړي.
نوموړي د پاکستان پر پوځ او حکومت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې «بلوچستان د پاکستان له استعماري چلند ستړی شوی او د خپل برخلیک د ټاکلو حق غواړي».
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پوځ پر ضد بریدونه او وسله وال فعالیتونه په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د شخړو د حل په برخه کې د ده د رول له امله د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړی دی.
په ویډیو کې سعیدالله وایي: «کله چې ما په پاکستان کې له داعش ډلې نظامي روزنه ترلاسه کوله، موږ یوازې پاکستانیان نه وو، بلکې د تاجکستان، ازبکستان، ترکیې او روسیې وګړي هم شامل وو، چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۳۰ کلونو پورې وو.»
هغه په ویډیو کې اعتراف کوي، چې له روزنې وروسته د څه مودې لپاره په پېښور کې په خپل کور کې پاتې شو او بیا د نصرت په نوم شخص له خوا افغانستان ته وغوښتل شو.
د داعش ډلې دغه تنکی ځوان غړی په جعلي افغان پېژندپاڼه د تورخم له لارې د یوه کډوال په بڼه تر جلالاباد (ننګرهار) پورې تللی او د یادې ډلې له نورو غړو سره یو ځای شوی دی.