• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران تېل د لومړي ځل لپاره د رېل له لارې افغانستان ته صادر شول

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وویل، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات د رېل له لارې ترسره شول. هغه د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې د رېل له لارې د تېلو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره یو مهم ګام دی.

په ورته وخت کې د طالبانو د اورګاډي د پراختیا ادارې اجراییوي مشر مصطفی رضايي اعلان وکړ، چې د ۱۱۲۰ ټنه ډیزل لومړۍ بار چې ۲۰ محموله وو، د دې اوونۍ په پیل کې د خواف-هرات رېل پټلۍ او د «شمتیغ» رېل پټلۍ له لارې د افغانستان خاورې ته ورسېد.

رضایي وویل، چې د سون توکو د لومړي رېل‌ ګاډي ورتګ د هرات ولایت د روزنک تمځای ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د یوې نوې مرحلې پیل ښيي.

هغه زیاته کړه، چې په لومړي پړاو کې دا کنسرسیوم چمتو دی چې هره میاشت د خواف–روزنک د رېل پټلۍ له لارې له ۳۰ زرو ټنو څخه ډېر لوړکیفیت لرونکي سون توکي افغانستان ته صادر کړي.

د دې کنسرسیوم رییس ټینګار وکړ، چې د رېل له لارې د سون توکو انتقال به د سړکونو پر مسیرونو تکیه کمه کړي، د سرحدي ځنډ د له منځه وړلو له لارې به وخت او د سوداګرۍ لګښتونه راکم کړي.

رضایي د خواف–هرات رېل پټلۍ د سیمې یو خوندي او ستراتیژیک دهلېز وباله او ویې‌ ویل، چې د دې لارې کارول نه یوازې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ حجم زیاتوي، بلکې د افغانستان د سون توکو او اساسي موادو دوامداره تأمین هم تضمینوي او د انرژۍ د بازار ثبات ته په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې مثبت اغېز رسوي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا ۶۰ زره ټنه صادراتي او ټرانزیټي توکي د همدې رېل پټلۍ او د شمتیغ د پولې له لارې له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د خواف–هرات رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی. د پاکستان د بندرونو تړل کېدل د افغان سوداګرو پر وړاندې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو پراختیا لا نوره ډېره کړې ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: طالبان د استانبول د خبرو اترو د ناکامۍ مسوول دي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر عطاءالله تارړ د چهارشنبې په ورځ په یوې مرکه کې وویل، چې د طالبانو رژیم د استانبول د څلور ورځنیو خبرو اترو د ناکامۍ مسوول دی. نوموړي ټینګار وکړ، که له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد بریدونه وشي، نو اسلام‌اباد د ځان د دفاع حق لري.

تارړ له «جیو نیوز» سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو پلاوي د هغو «نه‌ردېدونکو شواهدو» چې پاکستاني لوري وړاندې کړل، وروسته هم د ترهګریزو بریدونو د بندولو او د هغوی د مسوولینو د نیولو لپاره د یوې واحدې اجنډا له منلو ډډه وکړه او له همدې امله خبرې اترې بې پایلې حالت ته رسېدلې دي.

نوموړي د طالبانو د استازو له خوا د هوکړې د لیکلي متن نه‌لاسلیکول «ریاکاري» وبلل او پوښتنه یې وکړه: «ایا دا ثبوت نه دی، چې طالبان له ترهګرو ملاتړ کوي؟»

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دا هم وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به د لنډ مهال لپاره بند وي او «وروستۍ پرېکړه به په راتلونکو څو ورځو کې وشي.»

هغه زیاته کړه، چې پاکستان د دودیزې او ان د نیابتي جګړې په ډګر کې پر افغانستان بشپړه برتري لري.

بل‌خوا، د طالبانو نږدې رسنیو د تارړ د څرګندونو خلاف د پاکستان پلاوی د خبرو د ناکامۍ مسوول بللی او ادعا یې کړې، چې د پاکستان استازو د احتمالي موافقې له لاسلیک مخکې پلمې جوړې کړې او غونډه یې پرېښوده.

د طالبانو ادارې تل دا تور رد کړی، چې د ا فغانستان خاوره د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره استفاده کېږي.

تارړ د قطر او ترکیې له منځګړتوب څخه مننه وکړه، خو ویې‌ ویل چې طالبان ونه توانېدل د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي او د مسوولو ډلو د مجازاتو لپاره پر یوې ګډې کړنلارې سره موافق شي.

هغه ټینګار وکړ : «د ډیپلوماتیکو هڅو هیله تل شته»، خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړ چې که دا ثابته شي چې د افغانستان له خاورې بریدونه کېږي، «پاکستان به د ځان د دفاع حق ولري.»

د استانبول خبرې تر هغه وروسته ترسره شوې، چې د پاکستان او د طالبانو د دفاع وزیرانو په دوحه کې یوه موافقه لاسلیک کړه. په هغه ناسته کې دواړو لوریو د اوربند او د شخړو د کمولو موافقه وکړه، خو تخنیکي جزییات یې د استانبول غونډې ته پرېښودل.

پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو مخه ونیسي او هم یې غوښتنه کړې چې د وسله والو د بریدونو د مخنیوي په اړه لیکلې ضمانت ورکړي.

طالبانو بیا تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د ګواښوونکو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو پرون د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړ چې اسلام‌اباد باید د شوروي، امریکا او برېتانیا له برخلیک څخه عبرت واخلي.

المرصاد: د داعش ډلې د جذب او روزنې مرکزونه په پاکستان کې دي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۰

طالبانو ته نږدې رسنۍ «المرصاد» د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د داعش ډلې د نیول شویو پاکستاني غړو اعترافونو ته یې لاسرسی موندلی، چې دا په دې ډله کې د پاکستاني وګړو او په دغه هېواد کې د یادې ډلې د جذب او روزنې د مرکزونو شتون څرګندوي.

په ویډیو کې ښودل شوي، چې یو تنکی ځوان وایي نوم یې سعیدالله دی، «مستعار نوم الهام» او د پلار نوم یې سبز علي دی. هغه د مهمند ایجنسۍ د خویزو کلي اوسېدونکی دی.

100%

یاد ځوان وایي، په پېښور کې یې د پاکستان د لشکر طیبه ډلې په یوې مدرسه کې دینی زده کړې کولې، چې د «اسامه» په نوم د داعش ډلې د یوه غړي له لوري یادې ډلې ته جذب شو او په کویټه کې یې د داعش له خوا نظامي او فکري روزنه ترلاسه کړه.

په ویډیو کې سعیدالله وایي: «کله چې ما په پاکستان کې له داعش ډلې نظامي روزنه ترلاسه کوله، موږ یوازې پاکستانیان نه وو، بلکې د تاجکستان، ازبکستان، ترکیې او روسیې وګړي هم شامل وو، چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۳۰ کلونو پورې وو.»

هغه په ویډیو کې اعتراف کوي، چې له روزنې وروسته د څه مودې لپاره په پېښور کې په خپل کور کې پاتې شو او بیا د نصرت په نوم شخص له خوا افغانستان ته وغوښتل شو.

د داعش ډلې دغه تنکی ځوان غړی په جعلي افغان پېژندپاڼه د تورخم له لارې د یوه کډوال په بڼه تر جلال‌اباد (ننګرهار) پورې تللی او د یادې ډلې له نورو غړو سره یو ځای شوی دی.

سعیدالله وایي، په ننګرهار کې د یادې ډلې سره تر څه مودې پاتې کېدو وروسته یې غوښتل، چې له خپل یوه بل ملګري سره یو ځای بېرته خپل کور ته ستون شي، خو د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د طالبانو له خوا د نیول شوي د داعش خراسان ډلې د غړي اعتراف په داسې حال کې افشا کېږي، چې طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې، پاکستان د دوی د مخالفې ډلې (داعش) لپاره په خپله خاوره کې پټنځایونه او روزنیز کمپونه برابر کړي او دا ډله د یاد هېواد له ملاتړ څخه برخمنه ده. خو پاکستاني لوري بیا دا ادعاوې رد کړي او تل یې ویلي، برعکس طالبان د افغانستان په خاوره کې «ټي ټي پي» او نورو ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

دغو ادعاوو تر هغه وروسته زور واخیست چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ناندرې پر نښتو بدلې شوې. د پاکستان هوایي ځواکونو په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینې موخې په نښه کړې، چې ګواکې د «ټي ټي پي» پر غړو یې بریدونه کړي دي.

بلخوا، طالبانو دا بریدونه د افغانستان د هوایي حریم نقص وباله او ۴۸ ساعته وروسته یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو د پاکستان پر پوستو ځمکنی برید وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل، چې په دې بریدونو کې یې د پاکستان ۵۸ سرتېري وژلي او یو زیات شمېر پوستې یې نیولي دي.

له نښتو وروسته د قطر او ترکیې هېواد په منځګړیتوب په دوحه کې د اوربند هوکړه د دواړو لوریو د دفاع وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوه او د نورو خبرو لپاره یې د ترکیې استانبول ښار وټاکه. خو په ترکیه هم د دواړو لوریو مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلي، چې یو ناڅرګند حالت یې رامنځته کړی دی.

د سپین بولک لارې د بندېدو دوام د کرښې دواړو غاړو کې زرګونه کسان له ستونزو سره مخ کړې دي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۰

د سپین‌بولدک ـ چمن لار نږدې درې اوونۍ کېږي، چې لا هم د مساپرو پر مخ تړلې ده. د سپین بولدک ـ چمن لار چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ، سوداګرۍ او بېړنیو حالتونو لپاره خورا مهمه لاره ده، له درېیو اوونیو راهیسې تړلې پاتې ده.

د لارې له تړل کېدو سره زرګونه افغان مساپر، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان دواړو غاړو کې بند پاتې دي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي، که څه هم دغه مساپر ډېری یې قانوني اسناد، ویزې او تذکرې لري، خو د پاکستان له خوا ورته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

په سپين بولدک ولسوالۍ کې طالب مسوولان وایي، د لارې تړل کېدل نه یوازې د خلکو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د بشري ناورین بڼه یې غوره کړې ده.

په چمن کې بند پاتې یو افغان عبدالخالق چې له خپلې کورنۍ سره له اتو ورځو راهیسي هلته تم دی وايي: «ماشوم مې ناروغ دی، اسناد هم لرم خو نه مې پرېږدي چې واوړم، موږ له ویزې سره راغلي یو، خو اجازه نه راکول کېږي له سختو ستونزو سره مخ یو.»

همداراز زرمینه چې له کندهار څخه د خپل ناروغ مېړه د درملنې لپاره کوټې ته روانه وه وايي: «له ۱۵ ورځو راهیسي دلته بند پاتې یو، مېړه مې د زړه ناروغ دی، خو اجازه نه راکول کېږي.»

د خلکو په وینا، د لارې تړل کېدو له امله نه یوازې ناروغان له مرګ سره مخ دي، بلکې د خوراک، اوبو او د استوګنې سخت کمبود هم رامنځته شوی دی.

طالب چارواکي او سیمه‌ییز خلک وایي، د پاکستان لوري دا پرېکړه یوازې د امنیتي دلایلو له امله نه ده کړې، بلکې سیاسي فشارونه هم پکې شامل دي.

د سپین بولدک اوسېدونکی حاجي بسم الله وايي: «پاکستان هر ځل د افغانانو پر ضد له دې لارې سیاسي فشار جوړوي، کله چې کومه مسله وي، نو دا دروازه بندوي او خلکو ته عذاب ورکوي، دا ښکاره ظلم دی.»

د ډیورنډ پر کرښه د پاکستاني ځواکونو چلند له اوږدې مودې راهیسي د افغانانو د غوسې سبب ګرځېدلی دی.

هر ځل چې د دواړو لوریو اړیکې ترینګلې شي، پاکستان د سپین بولدک او یا تورخم لاره تړلې ده.

د چارو شنونکي وایي، د تګ‌راتګ بندیزونه نه یوازې د بشري اصولو خلاف دي، بلکې د نړۍوالو تړونونو سرغړونه هم ګڼل کېږي، ځکه زرګونه قانوني مساپر بې له کوم جرم څخه بند پاتې دي.

د سپین بولدک دروازه که څه هم یوازې د هغو افغانانو لپاره خلاصه ده، چې له پاکستان څخه راستانه کېږي، خو هغوی هم وایي، پاکستاني ځواکونه ورسره سپک چلند کوي.

د سپین بولدک او تورخم د لارو تړل د زرګونو افغانانو ژوند ته مستقیم ګواښ جوړ کړی دی.

د خلکو غوښتنه دا ده، چې دواړه هېوادونه د بشري ارزښتونو پر بنسټ ژر تر ژره دا لارې بېرته خلاصې کړي او د خلکو تګ‌راتګ ته اجازه ورکړي.

خبریالانو ملاتړ سازمان د افغان خبریالانو د ژغورنې لپاره له ملګرو ملتونو بېړنۍ مرسته غوښتې

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۰

له خبریالانو څخه دملاتړ سازمان په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي انتونیو ګوترېش او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د مېشت افغان خبریالانو سخت او اندېښمن حالت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.

دغه سازمان ویلي، هغه خبریالان چې د طالبانو له وېرې پاکستان ته تښتېدلي، ورځ تر بلې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او د هغوی وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په دغه لیک کېد ملګرو ملتونو له سرمنشي، د دې سازمان دکډوالو او بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ او همدارنګه له ټولو نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو وضعیت «نامطلوب او ګواښوونکی» وبولي.

سازمان زیاتوي، افغان خبریالان په پاکستان کې له نیونې، شکنجې، باج اخیستنې او د جبري شړل کېدو له جدي ګواښونو سره مخ دي.

په لیککې راغلي، ډېری افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له خوا د ګواښونو، سانسور، نیونو او ځورونو له امله پاکستان ته تښتېدلي، خو اوس په یاد هېواد کېله قانوني اسنادو او د امنیت له تضمین پرته ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د شړلو بهیر یو ځل بیا ګړندیکړی، چې د خبریالانو د ملاتړ سازمان په باور، دا کار د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کوي.

له خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان همدارنګه ویلي چې د لوېدیځو هېوادونو له خوا د پناه غوښتونکو دوسیو ته د رسېدنې او د بشردوستانه ویزو د ورکړې بهیر ډېر ورو او بې‌نتیجې روان دی، چې دې وضعیت افغان خبریالان له سختو اقتصادي، رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ کړي دي.

دغه سازمان له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې له پاکستاني حکومت سره په همغږۍ د افغان خبریالانو د شړلو لړۍ سمدستي ودرول شي، د هغوی د لنډمهالي پاتې کېدو قانوني حق تضمین شي او له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل شي چې د بیا مېشتېدنې او ویزې بهیر چټک کړي.

د یادولو وړ ده،چې له ۲۰۲۱کال راهیسې، کله چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان واکمن شول، سلګونه افغان خبریالانواو د رسنیو کارکوونکوپاکستان ته پناه‌وړې ده. اوس چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، د دغو پناه‌ غوښتونکوبېرته شړلو ګواښونه هم زیات شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان خبرداری ورکړی، که افغان خبریالان بېرته هېواد ته ستانه شي، له «نیونې، شکنجې او حتی مرګ» سره به مخامخ شي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان: د افغانستان ترینګلی وضعیت د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۰

د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) مرستیال سرمنشي تالاتبیک مسادیکوف خبرداری ورکړی چې د افغانستان دوامدار ترینګلی وضعیت لا هم د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ دی او د پراخو شخړو خطر د سازمان تر پولو رسېدلی دی.

مسادیکوف، چې د «یورېشیا د امنیت درېیم نړیوال کنفرانس» کې یې دد ډله ییز امنیت تړون سازمان په کوربه‌توب خبرې کولې، وویل:«سترې شخړې، چې د پراختیا خطر یې شته، د ډله ییز امنیت تړون د مسوولیت د سیمې تر دروازې رسېدلې دي، د افغانستان وضعیت لا هم ترینګلی دی، ځکه هغه ګواښونه او ننګونې له‌منځه نه دي تللي چې له دغه هېواد څخه راولاړېږي.»

هغه زیاته کړه، د منځني ختیځ بې‌ثباتي لا هم دوام لري او د ختیزې اروپا شخړه هم لا نه ده پای ته رسېدلې.

ددغه سازمان مرستیال وویل، لوېدیځ هېوادونه د خپلو جیوپولیټیکي موخو د ترلاسه کولو لپاره د نوې ټېکنالوجۍ پر مټ پرمختللې او هایبرېډ جګړې پرمخ وړي، چې پکې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) کارول هم شامل دي.

د ده په وینا، دې کړنلارې «د جعلي او پاروونکو معلوماتو د تولید او خپرېدو» پروسه نوره هم اسانه کړې ده.