• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني طالبانو په خیبر پښتونخوا کې یو مخابراتي مرکز په بمونو سره الوځولی دی

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۰

سرچینې وايي، ټي‌ټي‌پي په خیبر پښتونخوا کې یو مخابراتي مرکز په بمونو سره له‌منځه وړی دی. دغه مرکز د لکي مروت ولسوالۍ په نظر خېلو سیمه کې موقعیت درلود. د خیبرپښتونخوا ځايي مسوولینو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د دغه ویجاړ شوي مرکز په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) په نظرخېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

لا تر اوسه د دغې پېښې له امله د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ د ۵شنبې په ورځ په باجوړ کې د ټي‌ټي‌پي د دوو قومندانانو له وژلو خبر ورکړی دی.

د یادولو وړ ده، چې ټي‌ټي‌پي هم د قاري امجد او یاسر په نومونو په باجوړ کې د دوو قومندانانو د وژلو د خبر پخلی کړی و.

له دې سره سم، پاکستاني طالبانو د باجوړ ولسوالۍ د ځينو کلیو په لارو کې د بمونو او ماینونو د اېښودلو له امله د شپې لخوا پر ځايي خلکو ګرځبندیز هم لګولی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د باجوړ اوسېدونکو ته د ټي‌ټي‌پي خبرداری: له ماښام وروسته پر سړکونو تګ راتګ مه‌کوۍ

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا د باجوړ لپاره د ټي‌ټي‌پي مسوولینو ځايي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې هره ورځ له ماښام وروسته پر سړکونو تګ راتګ ونه‌کړي، ځکه پر لارو یې بمونه اېښي دي. د دوی په وینا، که چېرې په دې بمونو کې چاته زیان ورسېد، نو مسوولیت د دوی پر غاړه نه دی.

د خیبر پښتونخوا باجوړ چې اصلاً له اداري اړخه ولسوالۍ ده، خو ټي‌ټي‌ټي یې ولایت بولي او والي یې ورته ګومارلی دی. د دغه والي مرستیال بلال باجوړي په یوه غږیږ پیغام کې چې د جمعې په مازدیګر (د لړم ۹مه) خپور شوی د باجوړ د یو شمېر کلیو اوسېدونکو ته یې خبرداری ورکړی چې هر ماښام تر سړکونو لاندې بمونه او ماینونه خښوي او عام ولس دې پرې تګ راتګ نه کوي.

بلال باجوړي په دې غږیز پیغام کې زیاته کړې، «په جنګي علاقو په خاصه توګه نېک بانډه، هېل ماند، لره بانډه، جنت شاه، شریف خانه، کمانګر، رېده ون او شاوخوا نورو کلیو کې په روډونو باندې بمونه اېښي او تاسو هره ورځ د ماښام له اذانه نه تر سهار اتو بجو پر روډونو باندې چلند مه کوۍ، که پر چا ماین راپاڅېد نو ضمه واري به یې خپله وي.»

له څه مودې راهیسې په یادو سیمو کې د پاکستان د پوځ له لوري د «عزم استحکام» په نوم عملیات روان دي.

ټي ټي پي اعلان وکړ چې دوه جګپوړي قوماندانان یې وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې همدا پرون په باجوړ کې د ټي‌ټي‌پي پخوانی مرستیال قاري امجد او د هغه یو بل قومندان چې یاسر نومېده د پاکستان له پوځ سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

ذکیم خان وزیر: علي‌ وزیر د سند له سکهر زندان څخه نامعلوم ځای ته وړل شوی

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزې کمېټې غړی ذکیم خان وزیر وايي، چې نن مازدیګر علي وزیر د سند له سکهر زندان څخه نامعلوم ځای ته وړل شوی. هغه زیاته کړې، علي‌ وزیر ته د زیان رسولو مسولین د سند حکومت او د پاکستان استخباراتي ادارې دي.

ذکیم خان وزیر د پنجشنبه په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تر اوسه معلومه نده، چې علي‌ وزیر چیري وړل شوی دی.

نوموړي له ټولو ملګرو غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې ګډ غږ پورته کړي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی او د پښتون ژغورنې مخکښ غړی علي وزیر تېر کال د اګسټ په میاشت کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی او لاهم په زندان کې دی.

څه موده وړاندې د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا سیمه‌ییز دفتر ویلي و، چې د پښتون ژغورنې مخکښ غړی علي وزیر له یو کال راهیسې له عادلانه محکمې پرته «ناحقه» زنداني دی.

بنیامین نتنیاهو: دښمنانو موږ «دوړې» بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییل دښمنانو زمونږ د ماتولو هڅه کوله خو پخپله له منځه لاړل.

نتنیاهو لیکلي: « دښمنانو مونږ د مکړۍ جال او ګردونه بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي. مونږ لا هم ولاړ یو، پیاوړي، بریالي، جوړوونکي او جنګیالي یو.»

نتنیاهو په خپل پیغام کې اسراییلي پوځ مخاطب کړې او زیاته کړې یې ده، « تاسې د ایران اساسي محور مات کړ».

هغه همدارنګه ویلي چې اسراییل د پرمختګ او امنیت دواړو لپاره هڅې کوي. د هغه په وینا، په «کریات ګات»سیمه کې به شاوخوا ۲۱زره نوي استوګنځایونه جوړ شي او زرګونه دندې به رامنځته شي، چې دا به د جنوبي سیمو د بیا ودې لامل شي.

د پاکستان لوی درستیز په پېښور کې له قبایلي مشرانو سره غونډه کړې

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر پېښور ته د خپل سفر پرمهال له قبایلي مشرانو سره لېدنه کې له ګاونډیانو سره پر سوله ییزو اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګري د زغم وړ نه ده».

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۸مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عاصم منیر پېښور ته د سفر پرمهال له قبایلي مشرانو سره په غونډه کې ګډون کړی دی.

عاصم منیر له قبایلي مشرانو سره د لېدنې پرمهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان سره پر سوله ییزو اړیکو ټینګار کړی دی.

د پاکستان پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د عاصم منیر له قوله ویلي چې«پاکستان تمه لري له ټولو ګاونډیانو سره په ځانګړې توګه افغانستان سره سوله ییزې اړیکې ولري خو د له افغان خاورې څخه د پاکستان په سرحدي سیمو کې ترهګرې ورته د زغم وړ نه ده.»

د پاکستان د پوځ مشر یوځل بیا افغان طالبان له ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو سره پر همکارۍ کولو تورن کړي او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې د یادو ډلو پر ضد کلک ګامونه پورته کړي.

نوموړي له قبایلي مشرانو سره ژمنه کړې، چې د خیبرپښتونخوا ایالت به له ترهرګرو پاک کړي.

د پاکستان سترې محکمې د پاکستاني مېرمنو افغان مېړونو ته د تابعیت ورکولو پرېکړه وځنډوله

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې د پېښور عالي محکمې هغه پرېکړه، چې د پاکستاني مېرمنو افغان مېړونو ته د پاکستاني تابعیت ورکول تصدیقوي، ځنډولې ده.

د پاکستان سترې محکمې درې کسیزې جرګې د قاضي شاهد وحید په مشرۍ د افغان وګړو د تابعیت قضیه واورېده.

د دولت استازي رانا اسدالله محکمې ته وویل، چې دوی د ۲۰۲۳ کال د دسمبر د لومړۍ نېټې د پېښور عالي محکمې پر پرېکړه اعتراض کړی، ځکه یادې محکمې ویلي چې افغان وګړي کولای شي له پاکستاني ښځو سره تر واده وروسته د تابعیت سند او تذکرې ترلاسه کړي.

په غونډه کې قاضۍ مسرت هلالي پوښتنه وکړه: «تابعیت د کومو قانوني دلایلو پر بنسټ ورکول کېدای شي؟»

نوموړې زیاته کړه: «دا باید وڅېړل شي چې یو څوک قانوني لاره باندې راون دی که ناقانونه.»

د تابعیت او ثبت ادارې استازي محکمې ته وویل، هغه بهرني وګړي چې له پاکستاني ښځو سره واده کوي، باید قانوني ویزې ولري.

نوموړي زیاته کړه چې اوس تر ۱۱۷ پورې افغان وګړي د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان سترې محکمې له دواړو اړخونو د وضاحت غوښتنه کړې او د پېښور عالي محکمې پرېکړه یې تر بل اعلان پورې ځنډولې ده.

د پېښور عالي محکمې دا پرېکړه د هغو افغان وګړو په ملاتړ کړې وه، چې له پاکستاني ښځو سره یې ودونه کړي او غوښتنه یې کړې وه چې د خپلې کورنۍ د یووالي او د قانوني استوګنې لپاره باید تابعیت ورکړل شي.