د اسیام جام تر ګټلو وروسته؛ د افغانستان د فوټسال ۱۷ کلنه لوبډله کابل ته رسېدلې

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق ویلي چې د کابل په هوايي ډګر کې د فوټسال لوبډلې تود هرکلی شوی او ورته ځانګړي مراسم هم نیول شوي. د ۱۷ کلنو دې لوبډلې کابل ته د اسیا جام اتلولي ور وړې.




