غور کې د ۶مېلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې چې ټول ټال لګښت یې ۶ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې چې ټول ټال لګښت یې ۶ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې شبکو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۲۵۰کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
یاد وزارت زیاتوي، دغه پروژې د کلیو د بیارغونې او پراختیا له پراختیايي بودجې تمویلېږي او موخه یې د کلیوالو د ژوند د ښه والي او د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزې هوارول دي.

د طالبانو ضد وسلهوالو ډله د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، په پلازمینه کابل کې یې د طالبانو د استخباراتو پر یوه نظامي موټر برید کړی، چې له امله یې یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید یې د شنبې په شپه د ماښام شاوخوا اته بجې، د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د بوستان پر سک د طالب استخباراتو د ځايي مدیر پر موټر ترسره کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې یو طالب وژل شوی او د دې ډلې یو بل استخباراتي کس ټپي شوی.
تر اوسه طالبانو د دې برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
وروسته له هغه چې د افغان وګړي «ملا صدام» د مړینې مراسم د فرانسې په رېنس ښار کې ترسره شول، اروپایي امنیتي ادارې د دغې غونډې د ماهیت او د پاکستاني طالبانو غورځنګ د نفوذ په اړه څېړنې پیل کړې دي.
ملا صدام هغه افغان و، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د خېبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی و. د راپورونو له مخې، ملا صدام، د کندز ولایت د درېیمې ناحیې اوسېدونکی او د عبدالـباقي زوی او د تحریک طالبان پاکستان غړی بلل کېده.
نوموړی له درېیو نورو افغانانو سره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د خېبرپښتونخوا باجوړ په ولسوالۍ کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، دغه پېښه ددې څرګندونه کوي چې د دې هېواد پر ضد د ترهګریزو بریدونو ډېری سرچینې لا هم له افغان خاورې تغذیه کېږي.
د دغو سرچینو په وینا، ټيټيپي له افغانستانه د نفوذ او پټېدو لپاره د خوندي ځای په توګه کار اخلي او وروستي عملیات د همدې تګ راتګ د مخنیوي په موخه ترسره شوي. خو د ملا صدام د مړینې او د فاتحې مراسم په فرانسه کې هم ترسره شوي چې د اروپايي ټولنې پام راړولی دی.
د فرانسې امنیتي ادارې وايي، دوی څېړنه کوي چې دغه غونډه د افراطي فکر د ترویج په موخه ترسره شوې وه او که یوازې مذهبي بڼه یې لرله.
په داسې حال کې چې د ملا صدام او د هغه د ملګرو وژل د پاکستاني ځواکونو لپاره یو مهم اقدام بلل کېږي، کارپوهان وايي چې اصلي ننګونه د هغو نړیوالو شبکو په مهارولو کې ده، چې د افراطي فکر د دوام او ملاتړ لپاره کار کوي.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ ویلي، د امریکا پوځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه د کارېبیین په سمندر کې د نشهيي توکو د قاچاق یوې کښتۍ باندې برید کړی چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ په اېکس لیکلي چې دا مرګوني عملیات د امریکا پوځ لهخوا ترسره شوي او د نشهيي توکو د قاچاق له یوې ډلې سره تړلې کښتۍ یې په نښه کړې ده.
هېګسېټ زیاته کړې، دا عملیات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیمه لارښوونه ترسره شوي او هدف یې هغه کښتۍ وه چې د قاچاق په یوه پیژندل شوې لاره کې د نشهيي توکو د لېږد لپاره کارېده.
نوموړي زیاته کړې چې، برید د نړیوالو اوبو په منځ کې شوی او د امریکا ځواکونو ته پکې هېڅ زیان نهدی اوښتی.
په مکسیکو کې چارواکي وايي، د هېواد په شمال لوېدیځ ښار «هېرمو سیلو» کې د شنبې په ورځ په یوه پلورنځي کې اور لګېدنه شوې چې له امله یې شاوخوا ۲۰ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د مکسیکو ولسمشرې، کلودیا شېنباوم په اېکس پاڼه لیکلي: «زه له هغو کورنیو او عزیزانو سره ژوره خواخوږي څرګندوم چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.» کلودیا شېنباوم د وژل شویو کره شمېر نهدی یاد کړی.
ولسمشرې زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزیر ته یې امر کړی څو د قربانیانو د کورنیو او ټپیانو د مرستې لپاره د ملاتړ ډلې واستوي.
د یاد ښار هېرمو سیلو موقعیت د مکسیکو د سونورا ایالت په شمال لوېدیځ کې دی او سیمهییزې رسنۍ وايي چې په پېښه کې د وژل شویو شمېر له ۲۰ کسانو زیات ښودل شوی.
د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیبالله عليخېل وايي، هغه افغانان چې خپل وطن ته ستنېږي، له ځان سره د غربت ترڅنګ د ګاونډي هېواد د «مېلمه پالنې دردناکه خاطرې» وړي.
دغه افغان ډېپلوماټ په اېکس لیکلي، چې له پاکستانه ستنېدونکي هېوادوال به نه یوازې د احتیاج او مجبورۍ درد له ځانه سره یوسي، بلکې د «مېلمه پالنۍ» هغه ترخې خاطرې به هم ورسره پاتې وي چې د ګاونډي هېواد په چلند کې یې تجربه کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «هغوی به په چوپه خوله یو ستر پېغام هم لېږدوي او هغه دا چې بالاخره په ملي فکر او احساس سره، شته زخمونه علاج او د افغانانو سرګردان او کډهپهشا حالت ته د پای ټکې کېښودل شي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې په پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات روان دي او د جبري ویستنې لړۍ یې چټګه کړې.