پېښور کې د پولیسو یو مرکز دننه چاودنې یو کس وژلی

د خېبر پښتونخوا پولیسو ویلي چې نن یکشنبه د (لړم ۱۱مه) د پېښور ښار په ګوهره قبرستان سیمه کې د پولیسو د یو مرکز دننه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي. د پولیسو ځايي مشر میاه سعید وایي، چاودنه د برېښنا د یو ساکیټ شارټۍ له امله رامنځته شوې او هلته باروتو هم چاودنې کړي.

د هغه په وینا، د پولیسو دغه مرکز کې تر چاودنو وروسته اور لګېدلی او د پېښور پوهنتون په ګډون ځنې لارې هم هلته پولیسو تړلې دي.