کرملین: د پوتین او ټرمپ بیړنۍ لیدنې ته اړتیا نشته

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولمسشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ لیدنه ممکنه ده، خو اوس یې اړتیا نه لېدل کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې په اوس وخت کې باید د اوکراین شخړې د حل لپاره پر دقیق کار تمرکز وشي.




