نوموړی سره له دې چې د دغو ژوبل شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې په دې اړه یې پلټنې روانې دي.
له دې سره سم، د تاشقرغان چې د زلزلې مرکز ته نږدې ګڼل کېږي، یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، دمګړی په یاده ساحه کې ګردونه دي او داسې ښکاري، چې کوم غر ښوېیدلی، خو لا تر اوسه هېڅ یوې رسمي سرچینې د غره د ښوېیدو پخلی نه دی کړی.
افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رسېدلو ویډیوګانو کې د دغې زلزلې د شدت کچه لوړه ښکاري او ځينو مزار مېشتو هم ویلي، چې په دې زلزله کې یې د کورونو په دېوالونو کې درزونه پیدا شوي دي.
مزار شریف - د زلزلې اغېزد یادونې وړ ده، چې نن شپه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۲:۵۸دقیقو د ۶ اعشاریه ۳ درجې رېښټر په کچه زلزلې د افغانستان د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونه او په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه لړزولي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې (USGS) د راپور لهمخې، د دغې زلزلې مرکز «خُلم» ولسوالۍ بلل شوې او تر ځمکې لاندې په ۲۲ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۶ اعشاریه ۳ درجې رېښتر په کچه زلزله وشوه | افغانستان انټرنشنل پښتو
د راپورونو لهمخې، دغه زلزله له افغانستان سربېره په تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.
لا تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتي احتمالي تلفاتو په تړاو څه نه دي ویل شوي.