• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت: له افغان خبریالانو ملاتړ کوو

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پای ته رسولو له نړۍوالې ورځې سره سم، د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت وایي، چې دغه هېواد له افغان خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.

یاد سفارت د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) په خپل اېکس کې زیاته کړې، هر خبریال ته باید اجازه ورکړل شي، چې پرته له وېرې حقیقت ووایې.

برېتانیا همداراز په ډاګه کړې: «د یوې ښې راتلونکي د جوړولو لپاره حقونه، شمولیت او درناوی اړین دي.»

د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پای ته رسولو له نړۍوالې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي، چې په کور دننه خبریالان له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو تر سخت څار او شدید سانسور لاندې کار کوي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په موده کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۶۴۰ پېښې ثبت شوي ۵ خبریالان وژل شوي دي.

ویل کېږي، هر کال د نومبر دویمه په ټوله نړۍ کې د خبریالانو او مطبوعاتو د ودې او کاري خوندیتوب په موخه نمانځل کېږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

تارړ: د ګډې څارنې میکانیزم طالبان د پاکستان ضد جنګیالیو خلاف په اقدام کولو مکلفوي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، د ګډې څارنې او تصدیق میکانیزم له رامنځته کیدو وروسته به کابل مسوول وي، چې په خپله خاوره کې د هغو جنګیالیو پر ضد اقدام وکړي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. نوموړي د طالبانو اداره «مات رژیم» وباله.

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون په "نوی پاکستان" پروګرام کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د استانبول په خبرو کې د څارنې میکانیزم په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د تیرو څو ورځو پر فعالیتونو به بیاکتنه شي او د ګډ میکانیزم په اړه میتودونه به تر بحث لاندې راشي.

نوموړي وویل، چې طالبان د پاکستان پرضد بریدکوونکو خلاف په اقدام کولو مسوول دي.

د نوموړي په وینا، دا به د اسلام اباد لپاره یو اضافي فورم وي چې شواهد وړاندې کړي او طالبان اقدام وکړي او که ویې نه کړي، جزا به ورکړل شي.

یاد پاکستانی وزیر وايي، چې که اقدام ونه شي او وضعیت ډېر جدي وي، پاکستان طالبانو ته د ځواب ورکولو حق لري.

هغه وویل، چې اسلام اباد پر کرښه د جنګیالیو د ورسپارلو غوښتنه کوي.

هغه د طالبانو اداره د «مات رژیم» په نامه ونوموله چې پر افغانستان بشپړ کنټرول نه لري.

تارړ وايي، په طالبانو کې څو ډلې دي، خو د پاکستان ملکي او پوځي ادارې په خپلو کې همغږي لري.

اسیا پراختیايي بانک په کابل کې د زړه ناروغیو د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړوي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د عامې رورغتیا وزارت ویلي، چې په کابل کې د زړه ناروغیو درملنې سل بستریز روغتون جوړولو د لومړنیو چارو په موخه یې د اسیا پراختیايي بانک له استازو سره ګډه ناسته کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، تمه ده چې د اسیا پراختیايي بانک د کابل ښار په میر واعظ سیمه کې د زړه ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن د یاد روغتون جوړولو د لومړنیو چارو په موخه د اسیا پراختیايي بانک له استازو سره کتلي دي.

طالبان وايي، په یاده ناسته کې یې د اسیا پراختیايي بانک له استازو سره د روغتون د جوړولو په برخه کې د هر اړخیزي همکارۍ په موخه تخنیکي کمېټې هم ټاکلې دي.

طالبانو په کابل کې د د زړه ناروغیو درملنې سل بستریز روغتون د جوړولو د عملي چارو د پیل د کره نیټې په اړه څه نه دي ویلي.

حقاني د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې سره د لیدنې پرمهال د هغوی بری وستایه

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې سره په لیدنه کې د هغوي وروستی بری وستایه. حقاني لوبډلې ته په خبرو کې وویل:«تاسې د هر افغان استازي یاست، ټول ملت مو په پوره ملي یووالي سره بریا ته د خوښۍ جشنونه نیسي، تاسې افغانستان ته ویاړ راوړی.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه، د لړم ۱۱مه، په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان د ۱۷ کلنو فوتسیال ملي لوبډلې سره په لیدنه کې ویلی، چې د هغوی وروستی بری د سیال کېدو مهم ګام بولي او دا د ټول ملت بری دی.

حقاني وویل:« په همداسې ډاډ دوام ورکړئ، د ټول افغانستان حقیقي استازیتوب وکړئ او منل شوي اسلامي او افغاني ارزښتونه مو په دې ویاړلي استازیتوب کې حفظ کړئ.»

سراج الدین حقاني یادې لوبډلې، د دوی روزونکو او د المپیک استازو ته د خپل هراړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د یادې لوبډلې او پلاوي استازو د سراچ الدین حقاني له «مادي او معنوي» ستاینې ډېره خوښي څرګنده کړه او دا یې د راتلونکي لپاره ستر اطمنان وباله.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې د ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

طالبان وايي چې په بلخ کې یې اته تنه قمار وهونکي نیولي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۰

په بلخ ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې ددغه ولایت د مرکز مزار شریف اړوند شپږمه حوزه کې یې اته تنه قمار وهونکي نیولي دي. دوی زیاتوي، چې نیول شوي کسان په یوه کور کې په قمار بوخت ول. له دوی څخه ۵۰۰ امریکایي ډالر، ۵۰ یورو او ۴۲ زره افغانۍ هم تیول شوې دي.

د طالبانو د بلخ امنیه قوماندانۍ نن یکشنبه، د لړم ۱۱مه، وویل چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي چارواکو ته وسپارل شي.

طالبانو د نیول شويو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي‌ همکاریو د پیاوړتیا او د سیمې د وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متفي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د خبرو پرمهال د سیمې په چارو کې پر ډیپلوماسۍ او تفاهم ټینګار کړی دی.

د متقي په وینا، له ازبکستان سره مثبت تعامل د دې څرګندونه کوي، چې طالبان د ثبات، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز تفاهم ملاتړي دي.

طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې د طالبانو د هڅو ستاینه کړې او د سیمي د ثبات لپاره یې پر تفاهم او اقتصادي همکاریو ټینګار کړی دی.