محمد اشرف غني د فوټسال ۱۷ کلنو لوبډلې اتلولي وستایله

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په اسیایي جام کې د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې اتلولي ستایلې او دا یې د نوي نسل لویه لاسته راوړنه بللې ده. هغه زیاته کړې، د دغه لوبډلې پراخې ستاینې او هرکلی به د دې لامل شي چې راتلونکو سیالیو کې به پوره ځواک لا ډېر وځلېږي.
