له پاکستانه د کډوالو اېستل؛ تېره ورځ یوازې پر سپین بولدک نږدې ۸زره افغانان ستانه شوي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون راپور ورکړی چې له پاکستان نه د کډوالو د اېستل کېدو په لړ کې تېره ورځ ۱۴۵۶ افغانې کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته ننوتي. وایي، د دغو کورنیو د وګړو شمېر ټول ټال ۷زره او ۹۱۳ کسانو ته رسېږي.




