بغلان کې سږکال د مڼو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي

بغلان ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې د مڼو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی. یاد ریاست وایي، په دغه ولایت کې پر ۱.۷۱۱ هکټاره ځمکه د مڼو بڼونه جوړ شوي او سږکال ترې ۶۶زره او ۴۸۰ مټریک ټنه د مڼو حاصلات راټول شوي دي.

د یاد ریاست په وینا؛ تېر کال دغه حاصلات ۵۹زره او ۸۹۲ مټریک ټنه وو.