• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني رسنۍ: له پاکستان څخه د افغان کډوالو يوه نوې ډله جرمني ته لېږدول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۵ GMT+۰

جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) به د هغو افغانانو څلورمه ډله له پاکستان څخه جرمني ته ورسېږي، چې د دې هېواد د حکومت له لوري منل شوې ده.

دا الوتنه د پاکستان له اسلام‌اباد څخه د جرمني د هانوفر هوايي ډګر ته ترسره کېږي او هغه کورنۍ لېږدوي، چې مخکې د دغه هېواد له خوا منل شوې وې.

د «ولټ» ورځپاڼې د راپور له مخې، دا د روان کال د مې له میاشتې راهیسې چې نوی حکومت رامنځته شوی، د کډوالو د لېږد څلورمه الوتنه ده. د یادونې ده، چې تېره اوونۍ هم ۱۴ افغانان جرمني ته رسېدلي و.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د جرمني پخواني حکومت د هغو کسانو لپاره چې له ګواښ سره مخ وو، لکه سیمه‌ییزو کارکوونکو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو ته په جرمني کې د مېشتېدنې ځانګړی پروګرام پیل کړ.
د جرمني اوسني حکومت بیا اعلان کړی، چې غواړي دا رضاکارانه پروګرامونه تر ممکنه حده ودروي.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت په وينا، دا مهال نږدې ۱۹۰۰ افغانان په پاکستان کې جرمني ته د لېږدېدو په تمه دي. د پاکستان حکومت جرمني ته د روان ميلادي کال تر پای پورې وخت ورکړی، څو د دغو کسانو دوسيې وروستۍ کړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پلازمېنې په یوه پارک کې مېشت افغان کډوال د اېستنې له ګواښ سره مخ دي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰
100%

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کورونو له مالکانو غوښتل شوي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورنه‌کړي، نو له همدې امله سلګونه کورنۍ د پلازمېنې اسلام‌اباد په ارجنتینا پارک کې شپې او ورځې تېروي او د اېستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه پارک کې یو شمېر مېشت افغانان وايي، پولیس تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۱۱مه) یاد پارک ته د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه د اېستنې په موخه ورغلي و او د احمد ضیاء فیض چې د کډوالو فعال ګڼل کېږي، په ګډون یو شمېر افغانان نیولي دي.

دوی ادعا کوي، چې احمد ضیاء فیض له پرون راهیسې د حاجي کمپ او تورخم پر لاره و، خو اوس له وضعیت او برخلیک څخه یې هېڅ معلومات نه‌لري.

دوی چې په وېره کې شپې او ورځې تېروي، د کډوالو له اړوندو نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې په ارجنتینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي او یا هم لږ تر لږه په جبري توګه له بېرته ستنونې یې مخنیوی وکړي.

100%
ارجنتینا پارک- افغان کډوال

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان دولت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر پراخ کړی او هره ورځ زرګونه کسان تر نیولو وروسته بېرته افغانستان ته ستنوي، چې یوازې تېره ورځ څه باندې ۱۵زره کډوال اېستل شوي دي.

تېره میاشت د افغانستان-ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې ۶۳ زره ټُنه راکړه ورکړه شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰
100%

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د ایران د رېل پټلۍ شرکت اجرایوي رییس وايي، چې د تلې په میاشت کې د ایران-افغانستان رېل پټلۍ له لارې ۶۳ زره ټنه صادرات او واردات شوي. نوموړي ویلي، چې «د کال تر پایه پورې به پر دې لاره د بار وړلو کچه۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې د ایران تېل د لومړي ځل لپاره د رېل له لارې افغانستان ته صادر شول.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا ۶۰ زره ټنه صادراتي او ټرانزیټي توکي د همدې رېل پټلۍ او د شمتیغ د پولې له لارې له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو ګڼل کیږي، خو ډېری توکي ترې واردیږي.

د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.

د پاکستان د بندرونو تړل کېدو افغان سوداګر له نورو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزو راکړو ورکړو ته هڅولي دي.

اشرف غني: افغانستان اوس د تېر په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۶ GMT+۰
100%

مخکینی ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان اوس د تېرو لسیزو په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی او له منځنۍ اسیا سره د دوی له تعامل او سفرونو وروسته، دغه هېوادونه په خلاص مټ په دې برخه کې ونډه اخلي او د ګډو بندرونو له لارې یې له افغانستان سره سوداګري خورا غوړېدلې ده.

اشرف غني پر خپل اېکس لیکلي، چې اوس باید ددغو بندرونو، په تېره د حیرتان او آقینې د عوایدو او لګښتونو شفاف رپوټ له هېوادوالو سره شریک شي چې د خپلو کورنیو سرچینو په پراخوالي او د هغوی د لګېدو په ډول وپوهېږي.

نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو د مرستو پر شفافیت نیوکه کړې ده.

اشرف غني وايي، دغه سازمان چې اوس افغانانو ته د بهرنیو مرستو د مدیریت متصدي دی، د شفافیت په برخه کې جدي ستونزه لري.

نوموړي ویلي، په تېره نیمه پېړۍ کې ملګرو ملتونو هیڅ داسې رپوټ په عامه توګه نه دی ښودلی، چې د افغانانو په نامه له برابرو شویو مرستو څومره پر معاشونو او اداري چارو لګېدلې او څومره افغانانو ته ورکړل شوې دي.

په هرات کې د تېلو د زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوې دي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د نفت او ګاز دولتي شرکت رییس وايي، د تېلو د تخلیې، زېرمه کولو او وېش د اسانتیا په موخه د هرات د روزنک رېل‌ پټلۍ په تمځای کې د تېلو د زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوې. د زېرمو د جوړولو لومړی فاز به د ۱۰۰۰ ټُنه ډیزلو او پټرولو د ساتلو وړتیا ولري.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې، د دغې پروژې عملي کېدل به د تېلو د لېږد، ذخیره کولو او وېش بهیر منظم او چټک کړي او د هرات د فابریکو، وسایطو او ښار اوسېدونکي به د تېلو له احتمالي کمښت څخه وژغوري.

د معلوماتو له مخې، یوازې د تېرو ۷ ورځو په اوږدو کې شاوخوا ۲۰ واګونه تېل د خواف–هرات رېل ‌پټلۍ له لارې هېواد ته وارد شوي او ټاکل شوې، ۱۸۰ نور واګونونه هم په نږدې ورځو کې هرات ته ورسېږي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي دا پروژه د تېلو د بیو د ثبات، د احتکار د مخنیوي او د بازار د شفافیت لپاره مثبت ګام بولي.

په ورته وخت کې افغان سوداګر وايي، د خواف–هرات رېل‌ پټلۍ فعالېدل به د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، د وارداتو او صادراتو بهیر به چټک کړي او د سوداګرۍ لپاره به نوې اسانتیاوې رامنځته کړي.

پاکستان په یوه ورځ کې له ۱۵ زرو ډېر افغانان اخراج کړي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون اعلان وکړ، چې پاکستان تېره ورځ د لړم ۱۱مه ۱۵ زره او ۲۳۴ افغان کډوال اېستلي دي. دغه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون نن دوشنبه، د لړم ۱۲مه وویل، چې ۶ زره او ۴۹۴ کډوال د تورخم له لارې، ۶ زره او ۸۰۰ کډوال د سپین بولدک له لارې او لږ تر لږه یو زر او ۳۹۳ کډوال د بهرامچه له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبان وايي چې دغو راستنو شویو کسانو په ټولیزه توګه ۱۳ میلیونه ۴۴۸ زره افغانۍ مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

له دې جملې څخه ۲ زره ۳۶۰ کسان کاپیسا، بغلان، کندز، تخار، بلخ، سرپل، سمنګان او میدان وردک ولایتونو ته لیږدول شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو جګړو وروسته راپورونه ښيي چې د پاکستان له خوا د نیول شویو او شړل شویو افغان کډوالو شمېر په چټکۍ سره ډیریږي.

پاکستان د تورخم دروازه د شنبې په سهار له ۲۰ ورځو تړلو وروسته د کډوالو د شړلو لپاره پرانیسته.

ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د تورخم او سپین بولدک لارو تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالره زیان راسیږي.