• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې ۴وسله‌وال وژل شوي دي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۳ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د بلوچستان په کلات کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور وسله‌وال وژل شوي دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله‌وال په څو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو.

د خبرپاڼې له مخې؛ له دغه وسله‌والو ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په سیمه کې د دوی چاڼیز عملیات روان دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د تورخم دروازه نن د څلورمې ورځې لپاره هم یوازې د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانیستې ده

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه به نن د څلورمې ورځې لپاره هم یوازې د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره خلاصه وي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ پرون نږدې ۴۸۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپورونو پربنسټ؛ لاهم د تورخم دروازې ته څېرمه سلګونه بند پاتې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. که څه هم د طالبانو حکومت ویلي، چې د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې تابیا نیولې؛ خو یو شمېر ستانه شوي کډوال بیا د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.

وړاندې د چمن – سپین بولدک لارې په اوږدو کې هم د سلګونه کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي وو. په سپین بولدک کې یوې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د چمن – سپین بولدک دروازې ته څېرمه سلګونه کورنۍ په شپو، شپو د کرښې دې غاړې ته د اوښتو په تمه وي.

که څه هم د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د هر ډول تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د لارو د بشپړ خلاصون په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې تر بلې خبرتیا به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لارې تړلې وي.

له دې ټولو سره، سره پاکستان په ټولو ښارونو او په ځانګړي ډول په پنجاب ایالت کې د افغانانو پر وړاندې عملیات پراخ او چټک کړي. د پنجاب پولیسو ویلي، د لسګونه افغانانو سربېره د کورونو یوشمېر هغه خاوندان یې هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.

که څه هم تمه کېده، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د خبرو له پای ته رسېدو وروسته به لارې پرانېستل شي؛ خو تر دې دمه لارې تړلې پاتې دي او د دواړه خواوو خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

افغان کډوال: پاکستاني پولیس هره ورځ افغانان نیسي او د پیسو په بدل کې یې بېرته خوشې کوي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۳ GMT+۰
100%

د اسلام‌اباد په یو شمېر افغان مېشتو سیمو کې افغان کډوال شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیونې عملیات چټک او پراخ کړي؛ خو ډېری هغه یې بېرته د پېسو په بدل کې خوشې کوي.

سمیع‌الله «مستعمار نوم» یو افغان کډوال وايي، پولیسو یې کشری ورور دوه شپې وړاندې نیولی و؛ خو د ۲۰زره کلدارو په بدل کې یې بېرته خوشې کړ. هغه وایي:« اوس تقریبا هره شپه پولیس ګرځي او افغانان نیسي، ډېری تنکي ځوانان نیسي بیا د لارو په اوږدو کې ترې پېسې غواړي. دوه شپې وړاندې مې ورور د ۲۰زره کلدارو په بدل کې راخلاص کړ.»

د رومان «مستعمار نوم» یو بل کډوال وایي، چې اوس پولیس د خوشې کولو په بدل کې خورا ډېرې پیسې له افغانانو اخلي. هغه وایي:« پخوا به د ۲۰زرو کلدارو په بدل کې پولیسو افغانان خوشې کول؛ خو اوس دوی تر یو لک کلدارو کمې پیسې نه اخلي.»

دغه کډوال وايي، پولیس په دې پوهېږي چې اوس ډېری افغانان ویزې نه‌لري او هغوی چې د ۲۰۲۱کال وروسته پاکستان ته ورغلي په کومو سیمو کې اوسېږي. د یادو کډوالو په خبره؛ د هغو پولیسو عملیات چې له خلکو پېسې اخلي تر ډېره په هغو افغان مېشتو سیمو متمرکزه وي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته پاکستان ته ورغلي دي.

د یادونې ده، چې په پاکستان له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د هغو افغانانو ویزې نه‌دي تمدید شوې چې پاکستان ته په ویزو تللي دي. د پاکستان د حکومت له لوري د ویزو د نه تمدید له کبله د ډېریو افغانانو د ویزو موده پای ته رسېدلې او اوس دوی شکایت کوي چې په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي.

له بل خوا پاکستان ته په ویزو تللي سلګونه کسان د ویزو د نه تمدیدېدو له امله د پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي او د بند څو ورځنۍ مودې په تېرولو سره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

طالبانو په ارزګان او ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست نجیب‌الله حیات حقاني په ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل. په دغو ښارګوټو کې به ۲۲۴۰ کورونه جوړ شي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، په ارزګان کې د راستنېدونکو لپاره ښارګوټی به په ۲۳۹۵ جریبه ځمکه کې له ټولو خدماتي او ښاري اسانتیاوو په پام کې نیولو سره جوړ شي. دغه ښارګوټی به ۱۷۴۰ د استوګنې نمرې ولري.

په ننګرهار کې به ورته ښارګوټی په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي او ټولټال به ۵۰۰ د استوګنې نمرې ولري.

د دغو ښارګوټو طرحې د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې د ستونزو د حل او د ښاري ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړې شوي، څو بېرته راستنېدونکي او بې ‌ځایه شوي هېوادوال د ښاري ژوند له اسانتیاوو څخه برخمن او ورته د دوامدارې ودې زمینه برابره شي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه چې دغه ښارګوټي به په کومې بودیجې او څومره وخت کې جوړ شي او همداراز د وېشنې د څرنګوالي په تړاو هېڅ ډول جزییات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان د پلازمېنې په یوه پارک کې مېشت افغان کډوال د اېستنې له ګواښ سره مخ دي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰
100%

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کورونو له مالکانو غوښتل شوي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورنه‌کړي، نو له همدې امله سلګونه کورنۍ د پلازمېنې اسلام‌اباد په ارجنتینا پارک کې شپې او ورځې تېروي او د اېستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه پارک کې یو شمېر مېشت افغانان وايي، پولیس تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۱۱مه) یاد پارک ته د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه د اېستنې په موخه ورغلي و او د احمد ضیاء فیض چې د کډوالو فعال ګڼل کېږي، په ګډون یو شمېر افغانان نیولي دي.

دوی ادعا کوي، چې احمد ضیاء فیض له پرون راهیسې د حاجي کمپ او تورخم پر لاره و، خو اوس له وضعیت او برخلیک څخه یې هېڅ معلومات نه‌لري.

دوی چې په وېره کې شپې او ورځې تېروي، د کډوالو له اړوندو نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې په ارجنتینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي او یا هم لږ تر لږه په جبري توګه له بېرته ستنونې یې مخنیوی وکړي.

100%
ارجنتینا پارک- افغان کډوال

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان دولت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر پراخ کړی او هره ورځ زرګونه کسان تر نیولو وروسته بېرته افغانستان ته ستنوي، چې یوازې تېره ورځ څه باندې ۱۵زره کډوال اېستل شوي دي.

چین له روسیې سره د ګډو امنیتي ګټو د دفاع ژمنه کړې

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۱ GMT+۰
100%

د چین صدراعظم لي چيانګ د دوشنبې په ورځ له روسي صدراعظم ميخايل ميشوستين سره د لیدنې پر مهال وویل چې بیجنګ غواړي له مسکو سره ګډې امنیتي ګټې وساتي او په مختلفو برخو کې همکاري نوره هم پیاوړې کړي. دواړو مشرانو په چینايي ښار هانګژو کې خبرې وکړې.

د روسیې صدراعظم میشوستین په یوه دوه ورځني سفر چین ته تللی، او د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس په وینا، ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ له ولسمشر شي جین‌پینګ سره هم وګوري.د خبرو تمرکز به پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو وي.

لي چيانګ وویل: «چین او روسیه ښه ګاونډیان او د باور وړ ملګري دي.»

د چین د مرکزي تلویزیون د راپور له مخې، هغه زیاته کړه: « چین چمتو دی چې له روسیې سره د پراختیايي ستراتیژیو همغږي لا پیاوړې کړي او په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخه کړي».

د کرملین دفتر د جمعې په ورځ ویلي وو چې د میشوستین سفر ته «ډېر لوړ» ارزښت ورکوي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې ایا ولسمشر ولادیمیر پوتین به د خپل صدراعظم له لارې شي جین‌پینګ ته کوم پیغام واستوي که نه.

پوتین او شي په ۲۰۲۲ کال کې د «بې‌سرحده ملګرتیا» تړون لاسلیک کړی و.

له هغه وخت راهیسې، روسیې د بندیزونو د اغېز کمولو لپاره له چین سره سوداګریزې او د انرژۍ په تړاو اړیکې پیاوړې کړې دي. دغه راز د یوان په اسعارو راکړه ورکړه لوړه شوې او دوه اړخیزه سوداګري تاریخي کچې ته رسېدلې ده.

که څه هم د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ کړکېچ، په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دورې وروسته، د مسکو او بیجینګ ترمنځ سوداګري پیاوړې کړې وه، خو د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو سوداګري راکمه شوې ده.

د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزیر انتون عليخانوف دغه کمښت «بهرنی فشار» او د روسیې په بازار کې له چینایي توکو سره تړلی بللی.

د رویټرز د راپور له مخې، د چین د تېلو دولتي شرکتونو پر روزنېفټ او لوک ایل د امریکا له بندیزونو وروسته د روسیې د سمندري تېلو اخیستل ځنډولي دي.

د چین د سپټمبر میاشتي ګمرکي معلومات ښيي چې روسیې ته د چین د یوان‌محوره صادراتو کچه په کال کې ۲۱ سلنه راکمه شوې، خو له روسیې څخه واردات بیا ۳،۸ سلنه ډېر شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د روسیې مرستیال صدراعظم دیمیتري چرنېشینکو او د چین مرستیال صدراعظم هي لیفینګ په نینګبو ښار کې د ګډې کمېټې د غونډې مشري وکړه، چې د مسو او نېکل د صادراتو د زیاتوالي او کرنیزو محصولاتو ته د پراخ لاسرسي یادونه پکې وشوه.