پنجشېر کې د انګورو حاصلات د تېرکال پرتله زیات شوي دي

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس فضلالله دیوبند خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې ۱۷۰۷ ټنه انګور راټول شوي په داسې حال کې چې تېر کال یوازې ۱۱۱۲ ټنه د انګورو حاصلات راټول شوي وو.
هغه وایي، چې دا مهال په پنجشېر کې ۸۵ هکتاره ځمکه د انګورو بڼونو لپاره ځانګړې شوې ده.




