د طالبانو د تخنیکي زده کړو رییس: ۴۰ زره طالبان په «مدیریتي زده کړو» بوخت دي

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي رییس ویلي، چې د نوې طرحې له مخې د ټول هېواد په کچه نږدې ۴۰ زره طالبان په مدیریتي زده کړو بوخت دي. نوموړي په تخار کې د ادارې او مدیریت زده کړو څخه د ۵۸۰ طالبانو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې ددې ډلې مشر د یادې طرحې تود هرکلی کړی.
مولوي غلام حیدر شهامت د طالبانو د زده کړې طرحې عملي کول یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده.




