• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکمنستان له افغانستان سره د بشري مرستو د پروژو پر دوام ټینګار کړی

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۰

د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر احمد قربانوف وايي، چې عشق اباد په افغانستان کې د اوږدمهاله بشري او ټولنیزو مرستو پروژې په دوامداره توګه عملي کوي. نوموړي له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه وویل، چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په عشق اباد کې د طالبانو له سرپرست سفیر فضل محمد صابر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو او پلان شویو بشري مرستو د پروژو په اړه یې خبرې کړې دي.

قربانوف په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله له اغیزمنو خلکو سره د خپل هېواد د مرستو چمتووالي ژمنتیا بیا تکرار کړه او یادونه یې وکړه چې د مرستو توکي د ترکمن-افغان همکارۍ پروژو د برخې په توګه چمتو کېږي.

د ترکمنستان مرستیال وزیر ټینګار کړی چې عشق اباد په افغانستان کې اوږدمهاله بشري او ټولنیزې پروژې په دوامداره توګه عملي کوي.

دغه پروژې هغو ټولنو ته حیاتي مرستې برابروي، چې له طبیعي ناورینونو اغېزمنې شوې وي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ناسته کې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د همکارۍ پروژې به دوام کوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

څیړونکي: هند له طالبانو سره په وروستیو اونیو کې اړیکې تودې کړې

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۰
څیړونکي: هند له طالبانو سره په وروستیو اونیو کې اړیکې تودې کړې
100%

د هند حکومت د دوشنبې ورځې تر مرګونې زلزلې وروسته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو د زیاتوالي هڅې پیاوړې کړې او ځان یې د سیمه‌ییزو ناورینونو د «لومړني ځواب ویونکي» په توګه معرفي کړی. دا ګام د چین له هڅو سره د مقابلې لپاره اخیستل شوی چې غواړي د لوېدیځ تشه ډکه کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جای شنکر د دوشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره اړیکه ونیوله او افغانستان ته د ۱۵ ټنه خوراکي توکو پر استولو سربېره یې د لا نورې مرستې ژمنه هم وکړه. هغه وویل، چې طبي توکي به هم ژر کابل ته ورسیږي.

چین هم د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له زلزله ځپلو سره مرستې ته چمتو دی.

د نوي ډیلي د ابزرور څیړنیز بنسټ د بهرنیو چارو د څېړنو مشر هارش پانټ رویټرز ته وویل، چې دواړه اسیايي ځواکونه غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د هغه په وینا، هند له طالبانو سره په وروستیو اونیو کې اړیکې ګرمې کړې دي، په داسې حال کې چې له پاکستان سره د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

پانت زیاتوي، « د هند د افغانستان د هڅو تر شا هدف دا دی چې د محلي خلکو په منځ کې مثبته انګېزه او هرکلی ومومي، دا د نرم ځواک یوه بڼه ده. دا لږ امکان لري چې هند د لوېدیزو هېوادونو تشه ډکه کړي، خو که هڅه ونه کړي، چین به دغه فرصت ترلاسه کړي».

هند تېره میاشت شپږ ورځې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوربه و او اعلان یې وکړ چې په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.

هند دغه راز د برېښنايي پروژو، روغتیايي خدمتونو او عامه زیربناوو په برخو کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د هند یوه چارواکي وویل، د سفارت پرانېستل یو سیاسي پیغام لیږي چې د طالبانو له رسمیت پېژندنې پرته هم نوی ډیلی غواړي په سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړي او زیاته یې کړه چې نوره مرسته به هم واستول شي.

چین، چې له پاکستان سره نژدې اړیکې لري، د اګست په میاشت کې افغانستان ته ویلي و چې د کانونو او کاني سرچینو په برخه کې لېوالتیا لري. بیجنګ دغه راز کابل د خپل یو سړک او یوې لارې نوښت کې رسمي ګډون ته هم بللی.

د طالبانو لپاره د هند او چین ملاتړ خورا مهم دی، ځکه دغه ډله چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته واک ته رسېدلي، لوېدیځ هېوادونه یې لا هم پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو او د ملګرو ملتونو بندیزونو له امله ردوي.

د کړکیچ نړیوالې ډلې کارپوه ابراهیم باحث وايي، « افغانستان د نړیوال بانکي سیسټم له انزوا سره مخ دی او د عادي همغږۍ د نشتوالي له امله د مرستو او پراختیايي بودجې انتقال خورا ستونزمن شوی دی».

د نوموړي په وینا، د افغانستان بشري اړتیاوې کمې نه دي، بلکې زیاتې شوې، ځکه نفوس زیاتېږي خو اقتصادي وده سوکه پاتې شوې ده.

ناڅرګندو وسله والو په چارسده کې د جمعیت علمای اسلام مخکښ مشر وژلی

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۰
ناڅرګندو وسله والو په چارسده کې د جمعیت علمای اسلام مخکښ مشر وژلی
100%

ناڅرګندو وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده کې د جمعیت علمای اسلام مخکښ مشر مولوي عبدالسلام په ډزو وژلی دی. پولیس وايي، بریدګرو، چې پر موټر سايکل سپاره وو، پر مولوي عبدالسلام ډزې وکړې او وروسته د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د خیبر پښتونخوا پولیسو د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه وویل، چې پر مولانا عبدالسلام برید پر مندني - تخت بهایي سړک د حنیف پټرول پمپ ته څېرمه، د مندني پولیسو حوزې په سیمه کې شوی.

پولیس وايي، بریدګرو، چې پر موټرسايکل سپاره وو، پر مولوي عبدالسلام ډزې وکړې او وروسته د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د پولیسو په وینا، د پېښې ځای یې محاصره کړی او د بریدګرو د موندلو لپاره پلټنې پیل شوې دي.

مولوي عبدالسلام د تحصیل تنګي د ابو بکر صدیق مدرسې مشر او د جمعیت علمای اسلام د ایالتي شورا غړی و.

په دې وروستیو کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د ګوند د غړو د ترور پېښې ډېرې شوې دي.

په اسلام‌کلا کې څو نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه وځنډول

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۰
په اسلام‌کلا کې څو نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه وځنډول
100%

د هرات ولایت محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو دفترونو او یو شمېر کورنيو او نړیوالو خیریه بنسټونو د سې‌شنبې له ورځې په اسلام‌کلا سرحدي سیمه کې خپل فعالیتونه ځنډولي. ددې چارې لامل د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو نوي بندیزونه ښودل کیږي.

سرچینو د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه وویل، چې د فعالیتونو د ځنډولو پرېکړه په اسلام کلا کې د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د نویو محدودیتونو تر لګېدو وروسته شوې ده.

افغانستان انټرنشنل ته څلورو باوري سرچینو ویلي، تېره پنجشنبه، د امر بالمعروف یو شمېر مامورانو په اسلام کلا کې یادو بنسټونو ته خبر ورکړ چې ښځو ته د روغتیا په برخه کې په هیڅ خیریه یا بشردوستانه سازمان کې د کار اجازه نشته.

مامورینو خبرداری ورکړی چې ښځې یوازې د «بشپړ حجاب لکه چادرۍ، ماسک او لاسماغي» کارولو په صورت کې کار کولای شي.

د شنبې په ورځ، بلې ډلې مامورینو نوې لارښوونه وکړه چې یوازې «یوه یا دوه ښځینه ډاکټرانې» اجازه لري کار ته دوام ورکړي او نورې ښځې، واکسیناتورانې، صحي روزونکې او د بشردوستانه پروګرامونو کارکوونکې باید سملاسي کار ځای پریږدي.

سرچینې زیاتوي چې د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، د امر بالمعروف ادارې او د نړیوالو بنسټونو استازو ترمنځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې په ټولو سرحدي کمپونو کې یوازې څلور ښځې د روغتیا په برخه کې د کار اجازه لري.

د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو استازو په دې ناسته کې ویلي چې که دغه محدودیتونه وغځیږي، دوی به خپل فعالیتونه ودروي.

سرچینې تاییدوي چې د نړیوالو بنسټونو له مخالفت وروسته، په اسلام کلا کې د مرستو او بشري عملیاتو فعالیتونه تر بل امره وځنډېدل.

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ سلګونه افغانان له ایران نه پر اسلام‌کلا سرحدي لارې افغانستان ته راستنیږي.

طالبان وايي یو خصوصي شرکت روسیې ته ۵۰ ټنه مڼې صادروي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۰
طالبان وايي یو خصوصي شرکت روسیې ته ۵۰ ټنه مڼې صادروي
100%

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې یوه خصوصي شرکت روسیې ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل کړی.یاد شرکت اعلان کړی، چې سږ کال پلان لري ټولټال زر متریک ټنه مڼې او انار روسیې ته صادر کړي.

یاد وزارت د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه وویل، چې دغه بهیر د کندهار په مرکز کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پیل شوی.

د صادراتو د دغه بهیر د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د کرنې وزارت چارواکو، د «کندا فروټ» شرکت مسوولانو او د طالبانو یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو ګډون درلود.

یاد خصوصي شرکت، چې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې فعالیت کوي، اعلان کړی، چې سږ کال پلان لري ټول ټال ۱۰۰۰ متریک ټنه مڼې او انار روسیې ته صادر کړي.

د طالبانو د کرنې وزارت د اطلاعاتو مسوول ویلي، چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرات د بزګرانو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو اغېزناک ګام دی.

هغه دغه راز د کرنې وزارت د هغو هڅو یادونه کړې، چې د بازار موندنې، معیاري‌ کولو، تولید، پروسس او کڅوړبندۍ په برخه کې د خصوصي سکتور په نږدې همکارۍ ترسره کېږي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې دا بهیر به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

په ترکیه کې ۴۴ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۰
په ترکیه کې ۴۴ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي
100%

د ترکیې د چاناک کلا ښار امنیتي ځواکونو ویلي چې لږ تر لږه ۴۲ افغان پناه‌‌غوښتونکي، چې ۱۷ ماشومان هم پکې شامل دي، د ایواجیک په ساحلي سیمه کې له یوې کښتۍ نیول شوي دي. د ترکیې پولیسو یاد افغانان د اخراج لپاره اړونده مرکز ته انتقال کړي دي.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، نیول شوي افغانان د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري او د بهرنیانو د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي دي.

راپورونه وایي، ترکیې په وروستیو میاشتو کې د پناه‌غوښتونکو، په ځانګړي ډول د افغانانو، د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، له روان کال څخه تر اوسه پورې له ۳۰ زرو زیات افغانان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، افغانان د نیول شویو پناه غوښتونکو په سر کې دي، او وروسته تر هغوی د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع راځي.