سړه هوا؛ د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د «شري ناروغۍ» د خپرېدو خبرداری ورکړ

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د ژمي په روان موسم کې د شري ناروغي خورا ژر خپرېږي او باید افغانستان کې کورنۍ خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د دغه ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

دغه سازمان وایي، افغانان باید په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې روغتونونو ته ماشومان د واکسین لپاره یوسي.