• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو افغانستان کې د نشه‌يي توکو د ډېروالي په تړاو د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید، قاچاق او کښت کچه صفر ته نږدې شوې او ۹۹سلنه یې په دې برخه کې پرمختګ کړی. نوموړي د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړی، چې ګوندې افغانستان کې د شیشې تولید ډېر شوی او لا هم د کوکنارو کرکیله شته.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د جمعه په ورځ د (لړم ۱۶مه) د حمدالله فطرت غږیز کلېپ خپور کړی چې په‌کې یې ویلي: «موږ لا هم د یوناما د دې سروې او ارزونې پر ځای خپله هغه سروې تاییدوو، چې په هېواد کې د کوکنارو او ټولو نشه‌يي توکو د کښت او تولید کچه صفر ته نږدې شوې ده.»

هغه زیاتوي: «۹۹سلنه پرمختګ لرو او یوازې ممکن ۱فیصد په داسې ساحو کې چې هلته رسیده ګي نه‌شو کولای، ممکن وي او هڅه کوو چې هلته هم رسیده ګي وکړو.» د طالبانو دغه ویاند نیوکه کړې، چې د بدیل معیشیت په برخه کې نړۍوالو مرستندویه ادارو د بزګرانو لاسېنوی نه‌دی کړی. د هغه په خبره؛ نړۍوال باید د کروندګرو په اقتصادي ملاتړ کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو د څار دفتر د تازه راپور له مخې، افغانستان کې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې ډېر شوی دی.

د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

ملګري ملتونه وایي، د تریاکو د کرکیلې کمېدو له امله اوس د مصنوعي نشه‌يي توکو کاروبار د سازمان‌یافته جرمي شبکو لپاره د عاید یوه نوې وسیله ګرځېدلې ده. په راپور کې راغلي، چې د مصنوعي توکو د تولید اسانتیا، د پېژندلو د سختوالي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت له امله د دغه ډول توکو پر لور د قاچاق‌ کوونکو مخه ډېره شوې ده.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د نشه‌يي توکو پر ضد ستراتیژي باید یوازې پر تریاکو محدوده نه‌وي؛ بلکې مصنوعي توکي هم باید د څار، شننې او د تقاضا د کمولو په مېکانیزمونو کې شامل شي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د استانبول خبرې؛ پاکستان ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۰
د استانبول خبرې؛ پاکستان ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي
100%

د طالبانو او پاکستان تر منځ د درېیم پړاو خبرو اترو لړۍ د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۵مه) په استانبول کې پيل شوه؛ خو له دې سره هم‌مهاله يو لوړپوړی پاکستانی چارواکی وايي، د اسلام‌اباد غوښتنې «نه‌بدلېدونکې» دي او هېواد به یې له خپل دریځه شاتګ ونه‌کړي.

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې ډان ورځپاڼې د نوم نه ښودو پرته د دغه چارواکي په حواله لیکلي، چې پاکستانی پلاوی د روښانه لارښوونو سره استانبول ته رسېدلی او د دوی بنسټیزه موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه کړي، هغه ژمنې چې طالبانو مخکې کړې وې، د عملي کېدو ضمانت یې باید ورکړل شي. د دغه تضمین اصلي موخه د افغانستان له خاورې د «ټي‌ټي‌پي» د وسله‌والو فعالیتونو مخنېوی دی.

هغه زياته کړه: «د پاکستان دريځ څرګند او پر ميداني حقايقو او کره استخباراتي معلوماتو ولاړ دی. موږ د يو اغېزمن څار او باوري مېکانيزم غوښتونکي يو؛ څو ډاډ ترلاسه کړو چې د طالبانو استازو خپلې ژمنې عملي کړې دي. دا هم په‌کې شامل دي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي چې په افغانستان کې پټ دي بايد اسلام‌اباد ته وسپارل شي.»

دغه پاکستاني چارواکي دا هم وويل، اسلام‌اباد وړانديز کړی چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د وضعيت څېړنې لپاره دې بې‌طرفه نړۍوال څارونکي هم ګډون ولري. هغه ټينګار وکړ: «موږ کره شواهد لرو، چې ښيي د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي په ښاري سيمو کې ځای پر ځای کوي؛ څو که پاکستان پر هغوی عمليات وکړي، دغه بریدونه د ملکي وګړو پر وړاندې تبليغ شي.»‌

راپور کې راغلي، د طالبانو پلاوی د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په مستقيم حکم دې خبرو ته تللی دی. ورځپاڼه زیاتوي، اخندزاده خپلو مذاکره‌کوونکو ته سپارښتنه کړې، چې يوازې هغه ژمنې ومني چې عملي کېدل يې ممکن وي او د اسلام‌اباد تر فشار لاندې رانه‌شي.

د اسلام‌اباد او کابل د خبرو درېيم پړاو د ترکيې او قطر په منځګړتوب د استانبول په «کنراد» هوټل کې روان دی، چې موخه يې د پخوانيو هوکړو د پلي کېدو د څار چوکاټ وروستی کول دي.

دغه خبرې په داسې حال کې روانې دي، چې د دواړه لورو تر منځ د بې‌باورۍ فضا لا هم درنه ده. تېره ورځ سپین بولدک کې یو ځل بیا د ډزو تبادلې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند نازک وضعیت لا پېچلی کړی دی. له دې سره، سره دواړه لوریو ویلي، چې خبرو ته دوام ورکوي؛ څو د روان کړکېچ لپاره یو ګډه حل لاره ومومي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دغه ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري بیا د «ای‌اېس‌ای» مشر جنرال مالک عاصم کوي.

د مېلیونونه ډالرو زیان؛ کابو میاشت وشوه چې پر تورخم سوداګریزه راکړه ورکړه بنده ده

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۰ GMT+۰
د مېلیونونه ډالرو زیان؛ کابو میاشت وشوه چې پر تورخم سوداګریزه راکړه ورکړه بنده ده
100%

د طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ د نښتو له امله کابو میاشت وشوه، چې د تورخم په ګډون پر یاده کرښه یو شمېر نورې لارې هم د سوداګریرې راکړې ورکړې پر مخ تړلې دي. دواړه غاړې زرګونه بار وړونکي موټرونه د خلاصون په تمه ولاړ دي او سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیانونه هم اوښتي دي.

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په تورخم کې د پاکستاني ګمرک د چارواکو په حواله لیکي، چې د دروازې د اوږدمهاله بندېدو له کبله د بار وړونکو موټرو اوږدې لیکې جوړې شوې او د وارداتو تر څنګ صادراتي او ټرانزیټي مالونه بند پاتې دي.

چارواکي زیاتوي، چې په عادي حالاتو کې پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، د نساجۍ توکي، تازه مېوې او سبزیجات صادروي او په بدل کې یې له افغانستان نه د ډبرو سکاره، صابون‌ډبره، وچه مېوه، تازه مېوه او نور توکي واردوي.

یاده ورځپاڼه لیکي، پر تورخم لاره هره ورځ ۸۵۰مېلیونه پاکستانۍ کلدارې سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي چې له دې ډلې ۵۸۰مېلیونه کلدارې د پاکستان صادرات او ۲۴۰مېلیونه بیا دغه هېواد ته د افغانستان واردات دي. د پاکستان حکومت د ګمرکي محصولاتو له لارې هره ورځ شاوخوا ۵۰مېلیونه کلدارې عاید ترلاسه کوي.

د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ خلاصه شوې؛ خو له افغانستان نه بیا پاکستان ته د تلونکو کسانو پر مخ لا هم بنده ده. په دې موده کې زرګونه افغان کډوال له دې لارې هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

چارواکي خبرداری ورکوي، که د سوداګرۍ دغه بندښت دوام وکړي؛ نو دواړه هېوادونو ته به درانه زیانونه ورسوي او د بنسټیزو توکو او په ځانګړې توګه د خرابېدونکو مالونو بیې به ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې لا لوړې شي. افغان او‌ پاکستاني سوداګرو په وار، وار نیوکې کړې چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د سیاسي ناندریو له کبله ډېر کله دوی ته درانه زیانونه اوښتي دي.

دواړو غاړو سوداګرو په بیا بیا ځل له خپلو چارواکو غوښتي، چې سوداګري دې نه سیاسي کوي او اجازه دې ورکړي چې له هر ډول سیاسي کشمکشونو سره، سره سوداګري روانه پاتې شي. د تورخم او نورو سوداګریزو لارو د بندښت له کبله په افغانستان او پاکستان کې د توکو بیې هم لوړې شوې دي.

نړېدلي کورونه؛ د بلخ او سمنګان زلزله ځپلې کورنۍ د سرپناوو تر څنګ د مرستو غوښتنه کوي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰
نړېدلي کورونه؛ د بلخ او سمنګان زلزله ځپلې کورنۍ د سرپناوو تر څنګ د مرستو غوښتنه کوي
100%

کمال الدین د خپل نړېدلي خټین کور ته نږدې ناست و، تر څنګ یې له کوره ځینې راېستل شوي توکي هم پراته وو او سترګې یې په خپلو هغو دېوالونو ګنډلې وې، چې نیم نړېدلي وو او ځینې برخې یې لا پر ځای پاتې وې. د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې د ده په څېر د سلګونه کسانو کورونه نړېدلي دي.

هغه په سیمه کې خبریالانو ته وویل: «درې خونې مې په بشپړه توګه وغورځېدې، موږ یې اوس د جوړولو وس نه‌لرو او خښتې هم قیمته دي. کاڼي هم ګران دي، لرګي هم او موږ هېڅ توان نه‌لرو.»

د ده کیسه د خُلم د سلګونه نورو کورنیو کیسه ده، هغه سیمه چې د زلزلې مرکز و. دا داسې ځای دی، چې کلونه کلونه یې خلکو اوبو، برېښنا او د ژوند نورو اړینو اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لاره؛ خو زلزلې هم پرې خپل رحم ونه‌کړ. ثمرالدین د سیمې یو بل ۴۰کلن اوسېدونکی دی، چې کور یې په بشپړ ډول نړېدلی. هغه د خپلو ګاونډیو سره یو ځای له نړېدلو خونو وسایل راېستل او د افسوس په ډول یې وویل، چې د کور د بیا جوړولو وس نه‌لري.

د هغه ورور سخت ټپي شوی، مېرمن او شپږ اولادونه یې د خپلو هغو خپلوانو کره لېږلي، چې کور یې لږ زیانمن شوی. هغه وویل: «د دې کور شپږ خونې ټولې ورانې شوې، هېڅ کور روغ نه‌دی پاتې.»

ثمرالدین اټکل کوي، چې د یو کوچني څلور خونې لرونکي کور د جوړلو لپاره لږ تر لږ یو مېلیون افغانیو ته اړتیا لري. سیمه کې د ورانۍ کچه حیرانوونکې ده او طالبانو ویلي، چې یوازې په سمنګان کې ۱۲کسان مړه شوي او ۳۲۹نور ټپیان دي. په ټول هېواد کې د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۲۵ مړه او له ۹۷۰ ډېر ټپیان ښودل شوي دي.

د سمنګان مرکز ایبک ښار کې د زلزلې ځینې ټپیان روغتون کې بستر دي. ۶۵کلن فیض الله یو له هغو کسانو دی، چې خپله ټپي لور او لمسی یې د درملنې لپاره روغتون ته راوستی. هغه په غریو نیولي غږ د زلزلې شېبې یادوي او وایي: «زلزله ډېره سخته او وېرونکې وه. په ټول عمر مې داسې څه نه‌دي لیدلي. کورونه نړېدلي او دېوالونه لوېدلي دي.»

هغه د ډاکټرانو له هڅو مننه وکړه؛ خو ویې ویل چې په روغتون کې د درملو سخت کمی دی.

د ایبک د مرکزي روغتون جراح مولودین صمدي وویل: «موږ ټپیانو ته د بېړنۍ درملنې لومړني خدمتونه وړاندې کړل. څوک چې سخت ټپیان وو، په روغتون کې مو وساتل او برسېرن ټپیان مو له درملنې وروسته رخصت کړل. ټول خدمات او درمل وړیا دي.»

ویجاړۍ یوازې تر کورونو محدودې نه‌دي؛ بلکې سیمه‌ییزو سوداګرو او کاروباریانو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي. د کابل – مزار شریف پر لاره یو هټۍوال رحیم شاه وایي، خپله ټوله پانګه یې له لاسه ورکړې. د هغه په خبره: «ما له ۸۰ تر ۱۰۰زره افغانۍ په هټۍ کې پانګونه کړې وه. هټۍ بشپړه نړېدلې او ټول توکي مې له‌منځه تللي.»

زلزلې حتی تاریخي میراثونو ته هم زیان اړولی او د مزار شریف د روضې زیارت ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي. وروستۍ زلزلې څرګندوي، چې افغانستان د طبیعي افتونو پر وړاندې زیان منونکی هېواد دی. که څه هم طالبان د زلزله ځپلو سره د مرستو خبر ورکوي؛ خو ملګرو ملتونو ویلي چې د کونړ وروستۍ زلزلې قربانیانو ته هم کافي مرستې نه‌دي رسېدلې او د لاسنېوي لپاره یې د دوی بودجه محدوده ده.

مولانا فضل الرحمان: سیاسیون د استخباراتي پلاوي پرتله ښه مذاکرات نه‌شي کولی

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۰
مولانا فضل الرحمان: سیاسیون د استخباراتي پلاوي پرتله ښه مذاکرات نه‌شي کولی
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په یوې خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواک کې چې ترکیه کې د استخباراتي پلاوي پر ځای باید د پاکستان د سیاسیونو یو پلاوی د خبرو میز ته ناست وای ویلي، چې سیاسیون د استخباراتي پلاوي په کچه ښه مذاکرات نه‌شي کولای.

مولانا فضل الرحمان په یوې خبري غونډه کې د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې په ترکیه کې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د پاکستان د استخباراتي پلاوي پر ځای باید د سیاستوالو یو پلاوی وای، وویل: «موږ د اصولو له مخې نه بلکې د ځواک پر اساس پرمخ ځو. هغوی ته معلومه ده چې ځواک زموږ لاس کې دی او موږ ته هم معلومه ده چې ځواک زموږ لاس کې دی.»

هغه زیاته کړې چې سیاستوال ښایي له هغه ځواک سره مذاکرات ونه شي کولای څنګه چې استخباراتي پلاوی یې کوي. د هغه په وینا دوی پوهیږي چې دا کار له دوی پرته بل څوک نه شي کولی.

فضل الرحمان دا هم وویل، دوی هم دا منلې چې دا کار یوازې استخباراتي پلاوی ترسره کولی شي «موږ یې نشو ترسره کولای.»

هغه په خپلو خبرو کې پاکستانی پوځ د حکومت ساتونکی یاد کړ او وې ویل، چې پوځ حکومت نه دی.

د مولانا فضل‌الرحمان دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په ترکیه کې د طالب او د پاکستان د استخباراتي پلاوو تر منځ خبرې روانې دي.

هغه د افغان کډوالو د جبري او ظالمانه اېستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د افغان کډوالو بې‌رحمانه اېستل انساني چلند نه دی او هغه یې له پیل راهیسې مخالف دی. هغه زیاته کړې چې مخکې یې هم ویلي و، چې په عقل او تدبیر سره باید چلند وشي او په ډاګه یې کړه: «دا خلک افغانان دي، خو په پاکستان کې یې پناه اخیستې. دا د دواړو هېوادونو ګډه مساله ده، نو دواړه خواوې دې سره کیني او د وتلو لپاره یو منظم او انساني پلان جوړ کړي.»

د هغه په وینا، دا انساني چلند نه دی چې سهار وختي یا د شپې ناوخته افغان کډوال له خوبه راویښ کړه او پولې ته یې واستوه.

مولانا زیاته کړه: «موږ وړاندې هم ویلي و چې خلک په کټګوریو ووېشئ، هغه کسان چې قانوني کارونه کوي، په بانکونو کې پیسې لري او پاکستان ته اقتصادي ګټه رسوي. که دوی له هېواده وځي، نو بانکونه به له مالي ستونزو سره مخ شي. هغوی ته باید د تحفظ ضمانت ورکړل شي څو قانوني کار ته دوام ورکړي او پاکستان ته هم ګټه ورسوي. افغانان مهارتونه لري، نو ولې هغوی ته د کار او ویزو قانوني زمینه نه برابریږي؟»

هغه په ټینګار سره وویل، چې افغان کډوالو ته باید د کار، ویزو او هستوګنې مناسب شرایط برابر شي څو د دواړو هېوادونو په ګټه کار وکړي.

هغه همدارنګه په پاکستان کې د افغان زده کوونکو او زده کړیالانو د زده کړو پر دوام ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر پراخ کړی او هره ورځ زرګونه کورنۍ تر نیولو وروسته افغانستان ته استوي.

د شمال له زلزله ځپلو سره د متحده عربي امارات د مرستو درېیمه الوتکه افغانستان ته ورسېده

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۰
د شمال له زلزله ځپلو سره د متحده عربي امارات د مرستو درېیمه الوتکه افغانستان ته ورسېده
100%

متحده عربي‌ امارات د افغانستان شمال ته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هوايي لاره پرانیستې او نن یې د مرستو درېیمه الوتکه هم افغانستان ته ورسېده. د راپورونو له مخي، د امارات استول شوي دغه بشري مرستې شاوخوا ۹۰ ټٌنو ته رسیږي.

په دغو مرستو کې خوراکي توکي، خېمې، د استوګنې وسایل او روغتیایي مواد شامل دي، چې تمه کېږي له ۲۰۰ زره ډېرو زلزله‌ ځپلو ته ورسول شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شمال په ځینو سیمو کې د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه له ځايي بازارونو څخه هم برابرېږي.

د «ګلف نیوز» ویب‌ پاڼې د طالبانو د چارواکو له قوله لیکلي، متحده عربي امارات له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د زلزلې له پېښېدو وروسته یې سمدستي د مرستو بهیر پیل کړ.

د اماراتو د ژغورنې ډلې مشر ویلي، چې دغه هېواد له دې وړاندې یې هم د افغانستان په بېلابېلو طبیعي پېښو لکه د هرات او کونړ زلزلو کې بیړني روغتونونه جوړ کړي او د خوړو او درملو مرستې یې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې د مرستو لېږد لا هم روان دی او د امارات د بشري مرستو ټول وزن اوس تر ۳۶۸۱ ټٌنو پورې رسېدلی دی.

د امارات دفاع وزارت ویلي، چې د مرستو عملیات به د هوايي او سمندري دهلیزونو له لارو دوام ومومي او هڅه کېږي چې مرستې هر څومره ژر ممکن وي زلزله‌ ځپلو ته ورسول شي.

په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د تېرې یکشنبې په نیمه شپه (د لړم ۱۱مه) د ۶ اعشاریه ۳ درجې ریکټر سره زلزله وشوه او له مالي زیانونو سربېره پکې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او څه باندې ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.