په اندونیزیا کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه کې ۵۴ کسان ټپیان شوي دي

د اندونیزیا په پلازمېنې جاکارتا کې د یوه جومات دننه د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه کې ۵۴ کسان ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا؛ د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

که څه هم د چاودنې لامل لاتراوسه نه‌دی روښانه شوی؛ خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.